لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل په لبنان کې خپلې بمبارۍ پراخوي؛ زرګونو کسانو د پراخېدونکي جګړې له امله تېښتې ته دوام ورکړې


د خالي یا شنبې په ورځ د بیروت سویلي څنډه کې اسرایل بمباري کړي، دا لومړی ځل دی چې په شمال کې یې د فلسطیني کډوالو یو کېمپ په نښه کړې هغوي وایي چې حزب الله او د حماس جنګیالي یي په نخښه کړي دي.

په لبنان کې په زرګونو خلکو، د فلسطیني کډوالو په ګډون، په سیمه کې د پراخېدونکي جګړې له امله تېښتې ته دوام ورکړې، بل اړخ ته په ټوله نړۍ کې په غزه کې د جګړې د پیل د نږدې یوه کال پوره کیدو په سر احتجاجونه شوي دي.

د بیروت د حریت حرېک او چویفات په ګاونډ کې د اسرایلو پوځ په اوسیدونکو غږ کړې چې د سیمې ووځئ.

اسوسېیټډ پریس ویډیوه خپره کړې چې پکې ښودل کیږي چې د چاودنو له امله چرته چې حزب الله ډله قوي شتون لري پکې رڼا او لوګې پکې لیدل کیږي.

فلسطیني وسله والې ډلې د خالي یا شنبې په ورځ وختي ویلي وو چې د اسرایلو په شمالي بیدوي کېمپ کې برید کړې چې پکې د حماس د پوځي څانګې یو چارواکی له خپلې مېرمنې او دوو لوڼو سره ووژلی شوی.

د اسرایلو پوځ ویلي، په لبنان کې یې د حماس د پوځي څانګې دوه جګپوړي چارواکي وژلي. د اسرایلو او حماس جګړې له پیل راهیسې اسرایلو په لبنان کې د حزب الله سربیره د حماس ډیر چارواکي وژلي دي.

لږترلږه ۱۴۰۰ لبنانیان، چې ملکي وګړي، ډاکټران، د صحت محکمې کارکونکي او د حزب الله جنګیالي پکې هم شامل دي، له دوو اونیو نه په کمه موده کې وژل شوي او ۱.۲ملیونه خلک له خپلو کورونو کډوال شوي دي. اسرایل وايي چې موخه یې دا ده چې وسله واله ډله له ګډو پولو نه لرې کړي او خپل بې ځایه شوي اسرایلیان بیرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.

د ایران ملاتړ لاندې حزب الله، چې په لبنان کې تر ټولو پیاوړی وسله وال ځواک دی، د حماس د اکتوبر د اوومې نیټې برید نه سمدستي وروسته یې په اسرایلو بریدونه پیل کړي دي.

اسرایلو تیره اونۍ د لبنان په جنوب کې د یو لړ بریدونو وروسته د حزب الله د اوږدې مودې مشر حسن نصرالله او نور کسان وژلي او وروسته یې ځمکني عملیات پیل کړي دي. دا جګړه په ۲۰۰۶ کال کې د اسرایلو او حزب الله تر لنډې جګړې وروسته تر ټولو سخته جګړه ده. په ځمکنیو نښتو کې نهه اسرایلي پوځیان هم وژل شوي دي، اسرایل وايي د حزب الله ۴۴۰ جنګیالي یي وژلي دي.

ملګرو ملتونو په لبنان کې پر عامو خلکو د اسرایل بریدونه غندلي دي. د ادارې ویاند سټیفن دوجاریک په لبنان کې د وروستیو بریدونو په اړه ویلي،‌ د ملکي وګړو وژنه "په بشپړ ډول د منلو وړ نه ده".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG