لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل وايي په لبنان کې د حزب الله دوه کمانډران يې وژلي


د اکتوبر د نهمې نېټې په دې تصویر کې د بېروت په مضافاتو کې د اسرایلي پمبارۍ وروسته حال لیدل کېږي
د اکتوبر د نهمې نېټې په دې تصویر کې د بېروت په مضافاتو کې د اسرایلي پمبارۍ وروسته حال لیدل کېږي

د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په لبنان کې يې د حزب الله دوه هغه کمانډران ووژل چې په شمالي اسرایل د مزایلو په حملو کې ککړ وو.

د اسرایل ډيفېنس فورسز، ايي ډي اېف، د حزب الله د وژل شویو کمانډرانو شناخت د احمد مصطفا الجاج علي او د محمد همدان په نومو وکړو.

ايي ډي اېف د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دا هم وویل په اسرایل د لبنان نه د ۴۰ راکټونو حمله شوې ده خو د اسرایل دفاعي نظام د زیارتو راکټونو لاره ونیوله.

د امریکې صدر جوبایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره په ټېلې فون خبرې وکړې او دا خبره يې تکرار کړه چې اسرایل سره د امریکې ملاتړ په "فولادو کې نغښتی" دی.

د اګست د ۲۱ نېټې راهسې دا په ټېلې فون د بایډن او نېټن یاهو وړمبۍ خبرې اترې وې چې نایب صدر کاملا هېرېس هم په کې شامله وه.

د بایډن او د نېټن یاهو د خبرو په اړه وایټ هاوس په رسمي بیان کې وویل دواړو مشرانو په دې خبره ټینګار وکړو چې د حماس د ولکي نه د یرغمالانو د ازادولو او د جنګ بشري تاوان کمولو دپاره پکار ده چې سفارتي کوښښونه په بېړنۍ توګه شروع کړی شي.

اسرایلي وزیراعظم د اکتوبر په وړمبۍ نېټه په اسرایل د ایران حملې ته په جواب ورکولو غور کوي. د وایټ هاوس ترجمانې جېن پېير خبریالانو ته وویل ایران ته د ممکنه جواب په اړه خبرې اترې دوام لري.

بایډن ویلي د ایران په اېټمي سهولتونو د حملې حمایت نه کوي.

د بایډن او د نېټن یاهو د خبرو اترو سمدستي وروسته د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلانټ په اېکس وویل ایران ته د اسرایل جواب به خونړی، کره او حېرانوونکی وي.

ګېلانټ په هېبروو ژبه کې په خپل پېغام کې وویل هرڅوک چې د اسرایل ریاست ته نقصان رسوي د دې قیمت به ادا کوي.

بلخوا، په غزه کې د جنګ په اړه ملګرو ملتونو خبرداری وکړو چې فلسطینیانو ته محفوظو ځایونو ته د تګ په اړه د اسرایل د بیا بیا احکاماتو په نتیجه کې ملکي فلسطینیانو دپاره په سیمه کې څه محفوظ ځای نه دی پاتې.

د فلسطيني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو څانګې یو اېن ار ډبلیو ای مشر فلېپ لزاریني د متحده قومونو سېکیورټي کاونسل یوې غونډې ته وویل غزه د پېژندل کېدو نه وتلي ده، د ملبې سمندر او د لسګونو زرګونو هادیره ده چې ګڼ شمېر په کې ماشومان دي.

لزاریني په شمالي غزه کې په صورتحال د تشویش اظهار وکړو. هغه وویل په سلګونو زرګونو خلک مجبورول کېږي چې د غزه جنوبی برخې ته تګ وکړو چېرته چې د هغه په قول د ژوند کولو حالات د برداشت نه بهر دي.

د امریکي سفیرې لېنډا تامس ګرین فیلډ هم فلسطینیانو ته د اسرایل د انخلا په تازه احکاماتو د تشویش اظهار وکړو. هغې وویل پکار ده چې اسرایل په بېړنۍ توګه داسې ګامونه واخلي چې ملکي خلکو دپاره حالات بهتر شي.

په لبنان کې د جګړې په اړه وایټ هاوس وویل صدر بایډن د اسرایلي وزیراعظم سره په ټېلې فون رابطه کې ډز بندۍ دپاره په سفارتي کوښښونو ټینګار وکړو چې دا ډول د اسرایل او د لبنان د سرحدي سیمو نه بې کوره شوي خلک ستانه شي.

ملګرو ملتونو په لبنان کې د انساني بحران په اړه خبرداری کړی دی. د یو مېلین نه زیات خلک بې کوره شوي دي او په زرګونو خلک د بېروت په ساحل په عارضي پناه ځآیونو کې اوسېږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG