لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل وايي د جنګ په هدفونو کې په شمالي اسرایل د حزب الله حملې ودرول هم شامل دي


د جنوبي لبنان د خیام کلي دپاسه اسرایلي ځواکونو په اسمان کې رڼاګانې خورې کړي دي
د جنوبي لبنان د خیام کلي دپاسه اسرایلي ځواکونو په اسمان کې رڼاګانې خورې کړي دي

اسرایل د نهې، سه شنبې، په ورځ حماس خلاف جنګ د پراخولو اعلان وکړو چې په کې د لبنان د سرحد سره نږدې سیمو کې د اسرایلي ځواکونو او د حزب الله وسله والې ډلې د جګړې له امله کډه شوي اسرایلیان کورونو ته ستنول هم شامل دي.

داسرایل غه ګام د هېواد سېکیورټي کابېنې د ګل، دوشنبې، په ورځ منظور کړو. دا خبره د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر وکړه.

په لبنان کې مېشته حزب الله په غزه کې د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې قریباً هره ورځ په اسرایل حملې کړي چې له امله يې په زرګونو اسرایلیان مجبور شوي چې کورونه پرېږدي. حزب الله د حماس ملاتړې ډله ده او ایران د دواړو ډلو مرسته کوي. حزب الله ویلي په غزه کې د ډز بندۍ د معاهدې وروسته به اسرایل حملې ودروي.

د تېرو څو میاشتو راهسې امریکا، مصر او قطر په غزه کې د اور بند دپاره کوښښونه کوي خو لا کامیاب شوي نه دي.

هم د دې کوښښونو په لړ کې به د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د نهې، سه شنبې، په ورځ مصر ته سفر کوي چې د ډز بندۍ نظر ثاني شوی تجویز پېش کړي.

د امریکې د ډز بندۍ بیا کتل شوي تجویز کې کوښښ شوی چې د مجمود سبب بنیادي مسلې حل کړي. د سولې د معاهدې هدفت په غزه کې جنګ ودرول، د حماس د ولکې نه اسرایلي یرغمالان او د اسرایل د قېد نه فلسطینیان ازادول او غزه ته انساني امداد زیاتول دي.

په قاهره کې به بلېنکن د مصر خارجه وزیر بدر عبدالعاطي سره په شریکه د یواېس ايجېپټ سټرېټيجېک ډایلاګ یا د امریکې او د مصر د سټرېټيجېک مکالمې نومې مذاکراتو پرانېسته کوي.

د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان مېټیو مېلر د ګل، دوشنبې، په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل بلېنکن به د مصر چارواکو سره به غزه کې ډز بندۍ، یرغمالانو د ازادۍ، د فلسطینیانو مشکلات د کمولو او په سیمه کې په پراخه کچه د امن او امان په اړه هم خبرې کوي.

منځني ختیځ ته د بلېنکن په تازه سفر کې اسرایل ته تګ نه دی شامل.

بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ د اسرایل پخواني وزیراعظم او حزب اختلاف مشر یایېرلېپېډ سره ملاقات وکړو.
په سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې په خارجه وزارت کې بلېنکن سره د ملاقات وروسته لېپېډ خبریالانو ته وویل اسرایل د یرغمالانو د ازادۍ معاهدې او په غزه کې د جنګ خاتمې ته ضرورت لري. هغه په امریکا غږ وکړو چې حماس پرې نږدې چې د ډز بندۍ معاهدې نه ځان بچ کړي. هغه وویل د اسرایل ترهغه وخت پورې نه شي صحتمند کېدلی ترڅو چې یرغمالان نه وي ستانه شوي. "دا زمونږ بقا دپاره ضروري ده."

په غزه کې د انساني صورتحال په اړه د ملګرو ملتونو چارواکې سېخرېت کاخ سېکیورټي کاونسل ته وویل د سمدستي ډز بندۍ ضرورت دی چې دا ډول یرغمالان ازاد کړی شي او غزه ته بغېر د څه خنډ بشري امداد ور ورسوول شي.

کاخ وویل په غزه کې امدادي کوښښونه د جګړې، لاقانونیت او د اسرایلي چارواکو دلاسه د ځنډ سره مخامخ دي.
اسرایل دا خبره ردوي چې غزه کې امدادي چارې د خنډانو سره مخامخ کوي.

په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شو. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان ووژل شوو او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال ونیول. د غزه د صحت چارواکي وايي په سیمه کې جنګ دلاسه د ۴۱۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې په وژل شویو کسانو کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.
امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو مغربي ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG