لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جسټس فایز عیسا، د پاکستان د سپریم کورټ مشر، به نن ریټایر شي


جسټس فایز عیسا
جسټس فایز عیسا

د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس یا مشر جسټس فایز عیسا د جمعې په ورځ ریټایر کېږي یعنې د دندې مېعاد به يې پوره شي او وېل کېږي چې که یو خوا د هغه دور د سیاسي او عدالتي لانجو نه ډک و نو بلخوا د هغه د ځینو فېصلو په نتیجه کې د پاکستان په سیاسي منظرنامه ډېر بدلونونه شوي دي.

د وي او ای اردو څانګه په خپل یو رپورټ کې وايي د جسټس فایز عیسا د اسټېبلېشمنټ او د ټولو سیاسي پارټیانو سره اختلافات وو او هغه د ځینو فېصلو په سر د سخت تنقید سره مخامخ پاتې شوی و.

د سپریم کورټ د جج او بیا د چیف جسټس په توګه د هغه دور هنګامه خېز و، د ټولو سیاسي ګوندونو سره يې تعلقات ښه نه وو خو د پاکستان تحریک انصاف سره يې په خصوصي تعلقات د زیات تریخوالي نه ډک وو. پي ټي ايي په خپل حکومت کې د جسټس فایز عیسا خلاف په بهر ملک کې د مبینه غېر قانوني جایداد ریفرېسن یا شکایت هم کړی و خو د همکار ججانو د فېصلې په سبب هغه په خپله عهده پاتې شو.

د پي ټي ايي حکومت د ختمېدو وروسته او په انتخاباتو کې د انتخابي نشان په مقدمه کې د سپریم کورټ د فېصلې وروسته که په سوشل میډیا که د کوم جج د ټولو نه زیات ټرولېنګ شوی نو هغه جسټس فایز عيسا و.

د جسټس فایز عیسا په دور کې د سپریم کورټ د ججان په خپل منځو کې اختلافات هم ښکاره وو او د هغه تر ريټایر کېدو پورې ښکارېدل. جسټس منصور علي شاه د جسټس فایره د ریټایر کېدو په رېفرېنس کې د شرکت په ځای عمرې ته لاړلو او پنیځو نورو ججانو د هغه په ريټایر کېدو په فل کورټ رېفرېنس کې شرکت و نه کړو. جسټس منصور علي شاه د سپریم کورټ رجسټرار ته په یو خط کې لیکلي وو چې جسټس فایز عیسا د ججان ترمنځ تفریق پېدا کړی.

جسټس فایز عیسا په کوټه کې پېدا شوی دی. کوټه کې د ابتدايي تعلیم نور سبق يې کراچۍ کې وېلی دی. هغه د کارپورېټ یا د کاروباري څانګې مشهور وکیل ګڼل کېدو او په مقدمو کې د هغو ججانو مخې ته نه و پېش شوی چې د کال ۲۰۰۷ د اېمرجنسي ضابطو دلاندې يې سوګند پورته کړی و.

د کال ۲۰۰۹ د جولای په ۳۱ نېټه چې سپریم کورټ د کال ۲۰۰۷ د دریم نومبر اېمرجنسي غېرقانوني وټاکله نو د بلوچستان هاي کورټ ټول ججان مستعفي شول.

د دې وروسته جسټس فایز عیسا د بلوچستان های کورټ چیف جسټس وګمارل شو او هغه د کال ۲۰۰۹ د اګست په پينځمه نېټه چوکۍ سمباله کړه. جسټس فایز عیسا په کال ۲۰۱۴ کې د سپریم کورټ جج وټاکل شو.

د سپریم کورټ د جج په توګه جسټس فایز عیسا په فېض اباد کې د احتجاجي ناستې په اړه د مقدمې نه شهرت ترلاسه کړو.

د دغې مقدمې په فېصله کې جسټس فایز عیسا د پاکستان مختلفې ریاستې ادارې په نوم یادې کړې او ورته يې په خيل اییني حد کې د اوسېدو احکامات جاري کړل. په مقدمه کې وېل شوو چې په فېض اباد کې دغه ناسته ریاستي ادارو په خپله کړې وه او ورته يې سهولتونه ورکړي وو.

د فېض اباد د احتجاج په اړه مقدمه د سپریم کورټ دوه کسیزه بېنج اورېدله چې په کې جسټس فایز عیسا او جسټس مشیر عالم شامل وو. بېنچ حکومت ته حکم ورکړی و چې د هغه پوځي افسرانو خلاف دې اقدامات وکړي چې د خپل حلف یا سوګند خلاف ورزۍ يې کړې او په سیاسي معاملو کې يې مداخلت کړی دی.

دا هغه مقدمه وه چې په اړه يې وېل کېږي چې د اسټېبلېشمنټ او د جسټس فایز عیسا ترمخ د لانجې او بیا د هغه خلاف د رېفرېنس سبب و.

د جج په توګه جسټس فایز عیسا د پاکستان مسلم لیګ مشر نوازشریف او د هغه ورور شهباز شریف خلاف د حدېبیه پېپر مل د نېب رېفرېنس ټایم بار یعنې زړه مقدمه کالعدم وبلله او د دې په سر د تنقید سره مخامخ کړی شو.

مسلم لیګ سره د جسټس فایز عیسا تعلقات ښه ګڼل کېدل خو په کال ۲۰۱۶ کې د ترهګرۍ په حمله کې په کوټه کې د ۶۰ وکیلانو د وژل کېدو وروسته جوړ شوي کمېشن کې جسټس عیسا د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر چودهري نثار په کارکردګۍ شدید تنقید وکړو او هغه يې د داسې ډول واقعاتو ذمه وار وبللو.

جسټس یحیا افریدي د پاکستان د سپریم کورټ نوی مشر ټاکل شوی دی
جسټس یحیا افریدي د پاکستان د سپریم کورټ نوی مشر ټاکل شوی دی

د کال ۲۰۲۳ د سېپټمبر په ۱۷ نېټه هغه د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس یا مشر جج وټاکل شو.

د وي اوای اردوڅانګې د رپورټ ترمخه د چیف جسټس جوړېدو په لاره کې هغه ته ډېر مشکلات وو خو د دې باوجود هم هغه دغه عهدې ته ورسېدلو. د چیف جسټس په حېث د هغه د ځینو فېصلو تعریف او د ځینو مخالفت کېږي.

پي ټي ايي د چیف جسټس په توګه د جسټس فایز عیسا په تقررۍ اعتراضونه کول او د هغه په اکثرو فېصلو په يې ناخوښۍ اظهار کولو. خو د پي ټي ايي مخالفت هغه وخت زیات شو چې د سږ کال د جولای په میاشت کې د هغه په یوه فېصله کې پي ټي ايي د بېټ د انتخابي نشان نه محرومه شوه.

په پارلېمنټ کې د مخصوصو نشستونو په اړه د سپریم کورټ یوه داسې فېصله وه چې پي ټي ايي ته يې په پارلېمنټ کې فایده ور ورسووله. خو جسټس فایز عیسا د دې فېصلې په مخالفو ججانو کې شامل و.

د جولای په دولسمه نېته سپریم کورټ ۱۳ کسیزه بېنج د پینځو په مقابل کې د اتوو ججانو په اکثریتي فېصله کې وویل چې اتمې فېبرورۍ په انتخاباتو کې چې کومو امیدوارانو د پي ټي ايي په ټېکټ د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي تعلق يې د پي ټي ايي سره دی او دا ۳۹ غړي به په ازاده توګه منتخب شوي نه ګڼل کېږي او ۴۱ نور غړي به په ۱۵ ورځو کې په یو سیاسي ګوند کې ځانونه شاملوي. جسټس فایز عیسا د اقلیتي فېصلې برخه و.

د جسټس فایز عیسا په مشهورو فېصلو کې یوه د سږ کال د شپږم سېپټمبر يوه فېصله هم وه چې په کې په نېب قوانینو کې د پي ډي اېم یو شمېر ترامیم منظور کړی شوو. د دې نه مخکې سپریم کورټ دغه بدلونونه کالعدم ټاکلي وو خو حکومت يې په ضد اپیل کړی و.

جسټس فایز عیسا په وراثت کې څه پرېږدي؟

د سپریم کورټ بار اېسوسي اېشن یا د سپریم کورټ د وکیلانو د اتحاديي پخوانی صدر امان الله کنراني وايي د جسټس فایز عیسا په درو کې د سپریم کورټ فعالیت محدود شوی و خو هغه په ایین او قانون د عملدارۍ او د این مطابق د فېصلو روایت پرېښودو.

د لاهور های کورټ وکیل چودهري افتاب وايي جسټس فایز عیسا په عدلیه کې د مداخلت عمل ودرولو، پارلېمنټ ته يې بالادستي ورکړه او د پاکستان د ۷۵ کليزې په موقع پارلېمنټ ته په ورتګ يې پارلېمنټ بالادست ثابت کړو. هغه وویل د جسټس فایز عیسا په ځینو فېصلو اعتراض خو کېدلی شي خو دا فېصلې د این او د قانون نه بهر نه شي ګڼل کېدی.

د سپریم کورټ وکیل ریاض حنیف راهي وايي جسټس فایز عیسا یو لانجمن چیف جسټس وو چې ځینې فېصلې د خپلې انا د تسکین دپاره کولې، د صحافیانو خلاف يې هم مقدمې درج کړې وې او صرف بدلې يې اخیستلې. هغه زیاته کړه چې د جسټس فایز عیسا دور په هېڅ صورت کې هم د عدليي دپاره مثالي دور نه شي بلل کېدی.

جسټس یحیا افریدي د پاکستان د سپریم کورټ نوی چیف جسټس ټاکل شوی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي اوای اردو څانګې د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG