لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل پرونی برید په نړیواله کچه غندل شوی دی


ملګرو ملتونو، امریکې او د نړۍ ګڼو هېوادونو په کابل کې د ترهګرۍ خونړی برید غندلی، چې ۱۰۳ کسان پکې وژل شوي او شاوخوا ۲۳۵ کسان پکې ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې د ایمبولنس په وسیله د خالي، شنبې، د ورځې برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو وحشیانه او ډارن ترهګر برید بللی دی. د امنیت شورا غړو ویلي د ترهګرۍ هر ډول عمل که چې د هر چا په پارونه هر ځای، هر کله او د هر چا له خوا کېږي یو جرم دی او هیڅ جواز نه لري.

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په یوه ټویټ کې ویلي، چې وسلوالو طالبانو پر بېګناه افغانانو او زړورو پولیسو برید کړی دی، هغوی به په افغانستان کې بریالیتوب ته پرېنږدي. ولسمشر ټرمپ په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د امریکې حکومت هم د کابل خونړی برید په کلکه غندلی دی. له سپینې ماڼۍ خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا ډول مرګوني بریدونه له افغان حکومت سره د همکارۍ په برخه کې د امریکې هوډ او اراده لا پیاوړې کوي. خبرپاڼه وایي: "امریکا د یوه داسې افغانستان لپاره ژمنه ده، چې له ترهګرو پاک وي"

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم یوه جلا خپرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې له ایمبولینس څخه په ترهګرۍ کې ناوړه ګټه اخیستل او پر عامو خلکو برید کول یو غیرانساني عمل او د نړیوالو بشري قوانونو خلاف کار دی.

سپینې ماڼۍ او د امریکې د بهرنیو چارو وزارت دواړو ویلي، هغه هېوادونه چې د افغانستان ملاتړ کوي باید په ګډه د وسلوالو طالبانو او نورو هغو وسلوالو ډلو په ضد چې د دوی ملاتړ کوو، کلک ګام واخلي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوټیرس هم په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې پر عامو خلکو دا ډول بې توپیره بریدونه کول د بشري حقونو زښته زیاته سرغړونه او د نړیوالو بشري قوانینو خلاف کار دی، چې په هیڅ ډول جواز نه لري.

د فرانس حکومت هم له افغان ولس او حکومت سره د خواخوږۍ په توګه د دې هېواد د مشهور اېفل ټاول بتۍ تېره شپې مړې ساتلې وې. د پېرس ښاروال ښاغلی این هیډالګو وايي:

"پېرس ښار او پېرسوال له افغان ولس سره ملګري دي، چې یو ځل بیا د ترهګرۍ له وحشت سره مخامخ دي"

پاکستان- چې په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو د پالونکي تور ورباندې لګېږي- هم د کابل پرونی برید غندلی دي. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې د کابل د برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده شوې او ویل شوي چې د دغو دواړو هېوادونو ګډې هڅې کولای شي چې د ترهګرۍ ناسور له منځه یوسي.

د دې تر څنګ هند او د نړۍ نورو ډېرو هېوادونو هم د کابل پرونی برید په کلکو ټکو غندلی دی او غوښتنه یې کړې ده چې په راتلونکي کې د دا خونړیو بریدونو د مخنیوي په خاطر باید د وسلوالو ډلو په ضد کوټلي ګامونه پورته کړل شي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG