ای اېف پي خبري اداره وايي په کابل کې تېره شپه شوي یوې چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې نور ژوبل شوي. خبري اداره د کابل د پولیسو لخوا ویلي چې داعش خراسان ډلې د دغه برید ذمه واري منلې ده.
دغه چاودنه د کوټ سنګي په سیمه کې شوې چرته چې زیاتره شیعه مسلمانان ژوند کوي او وړاندې هم د یادې ډلې لخوا په دغو بریدونه شوي او ځورول شوي.
د کابل د پولیسو ویاند خالد زدران لخوا تیره شپه خپور شوي یو بیان کې ویل شوي ٫٫ دغه چپکشي/ نښلیدونکی بم په یو وړوکي بس پورې تړل شوی وو. د بس چلونکی په پېښه کې وژل شوی او درې نور مسافر ژوبل شوي.٬٬ د بیان تر مخه امنیت ساتونکو د دغه پېښې پلټنې پېل کړي.
داعش خراسان ډلې په خپل ټیلیګرام چېنل د دغه برید ذمه واري منلې او زیاته کړې یې ده چې په دغه بس کې شیعه مسلمانان سپاره وو او د طالبانو د یوې چېک پوستې سره د تیریدو په وخت الوځول شوی. د وسله والې ډلې د بیان تر مخه ٫٫ چاودنې د لاسه تباهي شوې او تر لسو پورې خلک پکې مړه او ژوبل شوي.٬٬
په کال ۲۰۲۱م کې د افغانستان نه د امریکا د وتلو او د طالبانو لخوا د جګړې ختمولو او په واک کې د راتلو وروسته ځان مرګي بریدونو او چاودنو کې لوې کمی لیدل شوی.
خو د داعش خراسان په شمول یو شمېر نورې وسله والې ډلې لا هم یو خطر دی.
تیره میاشت د داعش وسله والې ډلې لخوا د کابل په یو بنک باندې شوي یو ځانمرګي برید کې هم ګڼ خلک وژل شوي وو کله چې خلکو د دغه بنک نه خپل معاشونه/ تنخاګانې ترلاسه کولې.
چارواکو ویلي وو چې په دغه چاودنه کې درې تنه وژل شوي خو د روغتون سرچینو ای اېف پي خبري ادارې ته د ۲۰ کسانو د وژنې پخلی کړی وو.
Forum