لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد: د ټرمپ له بریا سره به جنرل عاصم منیر د هغه د ملګري عمران خان د "بې جوازه قید" سپیناوی څنګه کوي


د افغانستان لپاره د امریکې مخکینی ځانګړی استازی او سفارتکار زلمی خلیلزاد وایي د پاکستان د حکومت لپاره له همدا وخت چې د دغه هېواد پخوانی وزیراعظم عمران خان خوشی کړي، چې د ده په وینا د نوي منتخب صدر ډانلډ ټرمپ ملګری دی.

خلیلزاد د نومبر په اوومه پر خپل ایکس په یو پوسټ کې لیکلي، عمران خان او په پاکستان کې نور ټول هغه کسان چې د ده په وینا له منصفانه مقدمې پرته بندیان دي باید پرېښودل شي:

"په امریکا کې د ټرمپ له کامیابۍ سره به جنرل عاصم منیر څنګه د هغه [ټرمپ] د ملګري عمران خان د بې جوازه قید سپیناوی وکړي".

که څه هم د عمران خان په ضد جوړې مقدمې په ملکي عدالتونو کې چلېږي خو خلیلزاد د د پوځ مشر مخاطب کړی دی. د پاکستان پوځ او مرکزي حکومت لا د خلیلزاد خبرو ته څه جواب نه دی ویلی.

ډانالډ ټرمپ د نومبر پر پینځمه د امریکې صدارتي ټاکنې وګټلې او په دویم ځل د امریکې ولسمشر شو. هغه به د 2025م د جنورۍ په شلمه د خپلې څوکۍ سوګند کوي او صدر بایډن ویلي واک به په پرامنه توګه ور سپاري.

ډانالډ ټرمپ په خپل مخکیني حکومت کې له پاکستان سره ښې اړیکې نه لرل. هغه په 2028م کال کې پر خپل ټویټر لیکلي وو، چې امریکې په تېرو پينځلسو کالونو کې له پاکستان سره 33 ارب ډالر مرسته کړې، خو وایي اسلام اباد "له درواغو" پرته امریکا ته نور څه نه دي‌ ورکړي.

د ټرمپ حکومت خبرداری ورکړی وو که پاکستان له ترهګرو سره همکاري روانه وساتي، په پاکستان باندې به د امریکا مرستې بندې شي.

خو له افغان طالبانو سره د دوحې د مذاکراتو له پیل کېدو وروسته د ټرمپ د حکومت روابط له پاکستان سره بیا ښه شول. ټرمپ له عمران خان سره په مخامخ ملاقات کې وویل، له اسلام اباد سره د واشنګټن اړیکې دومره ښې شوې چې مخکې داسې ښې نه وې.

د پاکستان مخکیني وزیراعظم او د تحریک انصاف بندي مشر عمران خان د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې ډانالډ ټرمپ ته د خپل ځان او ګوند له خوا د بریا مبارکي ویلي ده.

عمران خان د نومبر پر شپږمه پر خپل ایکس لیکلي، منتخب صدر ټرمپ به د جمهوریت او بشري حقونو ته د دوه اړخیز درناوي په بنیاد د پاکستان او امریکې د اړیکو لپاره ښه وي. وایي هیله من دی چې ټرمپ به په نړیواله کچه په امن، بشري حقونو او جمهوریت باندې ټینګار وکړي.

خلیلزاد د ډانالډ ټرمپ او عمران خان د اړیکو په اړه څه نه دي ویلي،‌ خو د فارن پالیسي د رپوټ له مخې ټرمپ په خپله لومړۍ واکمنۍ کې څو ځله له عمران خان سره لیدلي او هغه یې "ښه ملګری" بللی وو.

په دغه رپوټ کې ویل شوي چې د دواړو سیاستوالو تر منځ رابطې د رښتینې ملګرتیا او له طالبانو سره په خبرو کې د اسانتیا لپاره له عمران څخه د ټرمپ د غوښتنې په بنیاد وې.

عمران خان د نومبر پر اوومه د پنجاب په اډیاله زندان کې له خبریالانو او وکیلانو سره په خبرو کې ویلي، د ده د خوشي کېدو مسئله به په امریکا کې نه بلکې په پاکستان کې بشپړېږي. هغه له خبریانو سره د پاکستان د حالاتو تر څنګ یو ځل بیا ټرمپ ته مبارکي ویلې او وایي:

"د ډانالډ ټرمپ بریا د پاکستان لپاره ښه خبره ده. زه امید لرم صدر ټرمپ به لږ تر لږه بې طرفه وي او د جو بایډن په څېر به نه وي".

فارن پالیسي لیکلي ټرمپ په خپلو انتخاباتي‌ غونډو کې د عمران خان او پاکستان یادونه نه ده کړې او دا څرګندوي چې په عمومي ډول پاکستان د هغه په لومړیتوبونو کې شامل نه دی.

عمران خان د 2023 کال د اګست په میاشت کې د بډو رشوتونو او نورو جرمونو په تور بندي کړل شوی او د پنجاب په اډیاله زندان کې بندي‌ دی.

هغه لومړی دعوه کړې وه چې امریکې د پاکستان د پوځ په مرسته د هغه حکومت ختم کړی وو خو وروسته یې دا خبره بیرته اخیستې وه. واشنګټن او د پاکستان پوځ د عمران خان دا دعوه رد کړې وه.

په لاهور کې د ترهګرۍ ضد محکمې د نهم مې په اړوند د ورانکارۍ په بېلابېلو څلورو مقدمو کې د عمران خان ضمانتونه منظور کړي دي.

د عمران خان په ضد د نهم مې په نورو اتوؤ مقدمو کې د ضمانتونو درخواستونه د لاهور د ترهګرۍ دمخنیوي عدالت کورټ نمبر ون کې د اورېدنې لاندې دي چې اورېدنه به یې په 30م نومبر کیږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG