د بلوچستان په سر ښار کوټه کې د خالي په ورځ د شوي ځانمرګي برید نه وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف یو ځل بیا په افغانستان تورونه لګولي چې خاوره یې د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره کارول کیږي .
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جیو نیوز ټي وي په یو پروګرام کې د خبرو په مهال ویلي، د طالبانو حکومت له خپلې خاورې د ترهګرو د فعالیتونو په مخنیوي کې ناکام شوی اؤ مونږ ته به ددې پرضد غوڅ یا فیصله کن ګامونه اخستل وي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت لا په سمدستي توګه د پاکستان دې تازه تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو د کوټې په ځانمرګي برید یې خفګان ښکاره کړی دی.
د خالي د ورځې په سهار د کوټې په ریلوې سټېشن کې یو ځانمرګي برید کې د 14 پاکستاني پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي او تر 60 زیات نور ژوبل شوي ؤؤ.
د دې چاودنې ذمه واري د بلوچ لیبرېشن آرمي په نوم بلوڅ خپلواکي غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستې ده.
د دفاع وزیر خواجه اصف وویل په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې د ترهګرۍ په پېښو کې دفاعي ځواکونه په نښه کول د پاکستان د کمزوري کولو سازش دی .
هغه تور ولګولو چې په دې سازش کې د هند تر څنګ نور هیوادونه هم شامل دي.
د خواجه اصف وینا وه، په بلوچستان کې د چین وګړي په نښه کړل کیږي تر څو په څه توګه چینایان له دغه ځایه اوځي،پوځیان هم په دواړو صوبو کې په نښه کړل کيږي اؤ په دواړو صورتونو کې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالیږي.
ښاغلي اصف زیاته کړه په بلوچستان کې د ترهګرو ځالې شتون لري اؤ هغوي ته ددغه ځای د ځایي خلکو مرسته هم ترلاسه وي.
د کوټې په رېلوې سټېشن کې د شنبې- خالي په سهار ځانمرګی برید په داسې حال کې شوی و چې د جعفر ایکسپریس په نوم رېل ګاډی له کوټې پېښور ته د روانېدو په حال کې و. امنیتي سرچینې وایي رېل ګاډی لا په پلیټ فارم نه و ولاړ چې دغه وخت د ټکټونو د خونې څنګ ته یوه درنه چاودنه وشوه.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا چاودنه غندلې او په چاودنه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي کړې ده.
د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ایکس په خپاره کړي بیان کې لیکلي:
"د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې په عامو وګړو وروستۍ چادونه غندي چې له امله یې ګڼ شمېر عامو وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي"
د طالبانو حکومت لا د خواجه اصف لخوا په افغانستان لګول شوؤ تازه تورونو ته خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې چې کله هم د پاکستاني چارواکو لخوا د افغانستان د خاورې د پاکستان پرضد د کارول کیدو تورونه لګول شوي نو د طالبانو حکومت دغه تورونه په سختۍ سره رد کړي دي اؤ دریځ یې خپل کړی چې امنیت د پاکستان کورنۍ مسله ده اؤ پاکستان دې خپله ناکامي د افغانستان غاړې ته نه اچوي.
د پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان کې په روان کال کې وسلوال بریدونه زیات شوي په ځانګړې توګه د پاکستان پر امنیتي ادارو باندې پرله پسې بریدونه کېږي چې اکثر یې په پښتونخوا کې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان او په بلوچستان کې بي ایل اې پر غاړه اخلي.
د نومبر پر لومړۍ نېټه هم د بلوچستان په مستونګ سيمه کې هم بمي چاودنه شوې وه چې پکې نهه تنه وژل شوي او اوولس زخمیان شوي وو. په چاودنه کې په وژل شویو کسانو کې يو پوليس او د سکول څلور ماشومان هم شامل وو.
د پاکستان حکومت او پوځ په روان کال کې تحریک طالبان پاکستان ته د "خوارج" نوم استعمالول پیل کړي او د دې ډلې په ګډون یې بي ایل اې هم د ملک لپاره لوی خطر بللې ده.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم په تېره ستمبر میاشت کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا یوې غونډې ته ویلي وو، ټي ټي پي په یوه لویه نړیواله ترهګره ډله بدلېدونکې ده چې ویل یې اوس له خپلواکي غوښتونکو تنظیمونو لکه "مجید بریګېډ" سره هم همږغي لري.
Forum