لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست: د نوم لیکنې د مرکز په برید کې د وژل شویو کسانو شمیر۱۷ تنو ته ورسیده


تیره ورځ له چاودنې وروسته افغان چارواکود وژل شویو کسانو شمیر۱۲ تنه ښودلی و
تیره ورځ له چاودنې وروسته افغان چارواکود وژل شویو کسانو شمیر۱۲ تنه ښودلی و

ځايي چارواکو ویلي، له برید وروسته نن د نوم لکینې مرکزبیرته فعال شوی اود تیرپه څیرخلک ورته په عادي حالت کې د نوم لکینې مرکز ته روان دي.

دخوست ولایت دعامې روغتیا ریاست مشر ډاکتر حبیب شاه امریکا غږ ډیوې ته ویلي په پرونۍ چاودنه کې چې دخوست ښار اړوند د یعقوبیو په جومات کې د ټولټاکنو دنوم لیکنې په مرکز کې رامنځته شوه، د وژل شویو کسانو شمیر۱۷ تنو ته ورسید اود ټپیانو شمیر هم ۳۴ تنه دی.

نوموړي وویل، "د وژل شویو کسانو شمیر۱۷ تنو ته لوړ شوی،او ټول په دې چاودنه کې ۳۴ تنه ټپیان دي،۲۱ ټپیان له درمنلې وروسته له روغتونونو خارج شوي او۱۳ تنه نور چې ټپونه یې زیات دي د هغوی درملنه په جدي توګه روانه ده."

تیره ورځ له چاودنې وروسته افغان چارواکود وژل شویو کسانو شمیر۱۲ تنه ښودلی و.

دخوست والي ویاند طالب منګل له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي، له پرونۍ چاودنې وروسته نن سهار بیرته په راتلوونکو ټولټاکنوکې دخلکو دګډو لپاره دنوم لیکنې بهیر بیا پیل شوی.

منګل وویل، "د ثبت نام پروسه د ټاکلي تقیسم اوقات په اساس نن بیرته بیا پیل شوه په ښارکې پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي او خلک په عادي حالت کې دنوم لیکنې مرکزونو ته روان دي همدارا دخوست ښار ښوونځي هم پرانیستي دي او خلکو په ښارکې خپل عادي ژوند ته مخه کړې."

دخوست کې د پرونۍ برید مسئولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخستی او طالبانو دیوې اعلامې په خپرولو سره په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

په ورته وخت کې دافغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي،په خوست ،کابل او ننګرهار کې شوي وروستي بریدونه چې د ټاکنو دنوم لیکنې په مرکزونو ترسره شوي دافغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ ضد او د ترهګرود شوم هدف بیلګه ده.

محمد اشرف غني نن دوشنبې په ورځ په ارګ کې دافغان ښځو په پنځم نړیوال سمپوزیم کې د وینا پرمهال ویلي وسله وال مخالفین په دې ډول بریدونو سره غواړي چې دافغانستان ۴۰ کلنه جګړه دوام پیدا کړي.

نوموړي په ټینګارسره وویل ترهګر نه شي کولی په دې ډول بریدونو سره په افغانستان کې دراتلوونکو ټاکنو مخه ونیسی.

محمد اشرف غني وویل، "دا حملې د دوښمن دشوم هدف نښه ده ،ځکه دوښمن غواړي دافغانستان د ۴۰ کالو بې ثباتي دومداره وساتي،دافغانستان دوښمنان د افغانستان دثبات ،ودې او پراختیا دوښمنان دي،دوی دافغانستان له ولس ،ازادي او حقوقو سره جګړه لري او دا حملې هغه څوک کوي چې دافغانستان لپاره هیڅ مثبته مفکوره نه لري او که مفکوره لري دا ګز او دا میدان ،وژل او تباهي مسئولیت نه دی بلکې دبې ثباتی او فتنې نمونې دي."

محمد اشرف غني له ولس نه غوښتنه وکړه چې د ټاکنو لپاره دنوم لکینې مرکزونوته ورشي د هیواد دراتلوونکي برخلیک د ټاکلو لپاره نوم لیکنه وکړي.

دافغانستان دفاع ،کورنیوچارو وزارتونو اودملي امنیت ریاست نن د ولسې جرګې په ناسته کې ویلي چې پولیسو اوافغان پوځیانو دټولټاکنو دنوم لیکنې دمرکزونو دامنیت دخویتوب لپاره ځانګړي اقدام اخستلي ترڅوافغان ولس وکولی شي دنوم لیکنې په پروسه کې برخه واخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG