لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 پولیس: د خېبرپښتونخوا په زیاترو تاڼو کې د ښځو شکایتونه ترلاسه کولو دپاره خصوصي څانګې جوړې شوي


د چارسدې په تاڼه کې هم د مېرمنو دپاره جوړې څانګه کې موجود پوليس ثريا بي بي وايي تاڼو ته د ښځو راتګ زیات شوی او کولی شي چې خپلې مسلې په ډاډ دوي ته ووايي
د چارسدې په تاڼه کې هم د مېرمنو دپاره جوړې څانګه کې موجود پوليس ثريا بي بي وايي تاڼو ته د ښځو راتګ زیات شوی او کولی شي چې خپلې مسلې په ډاډ دوي ته ووايي

د خېبر پښتونخوا په زياترو تاڼو کې د ښځو مسلو د اوريدو دپاره د ځانګړو څانګو د جوړيدو نه پس تاڼو ته د ښځو تګ سېوا شوی او پولیس افسران وايي ښځو دپاره د خصوصي څانګو د جوړېدو په نتېجه دوی موقع ترلاسه کړې چې تاڼو ته په اسانه خپلې مسلې وړاندې کړي.

د خېبر پښتونخوا حکومت په کال ۲۰۱۴ کې په پوليس تاڼو کې د ښځو د پاره ځانګړي ډسکونو جوړولو اعلان کړې و او ويلي یې وو په ټوله صوبه کې موجود ۱۵۰۰ تاڼو کې به د ښځو مسلو اوريدو د پاره ځانګړي ډسکونه جوړيږي۔

د چارسدې په تاڼه کې هم د مېرمنو دپاره جوړې څانګه کې موجود پوليس ثريا بي بي وايي تاڼو ته د ښځو راتګ زیات شوی او کولی شي چې خپلې مسلې په ډاډ دوي ته ووايي۔

ثریا بي پي وايي " د ښځو ډېرې مسلې داسې وي چې سړو ته يي نه شي وېلی او بعض وخت چې په هغوي کوم تشدد شوي وي هغه (په بدن) نخښې هم سړو پوليسو ته نشي ښودلې نو ځکه پوليسو ښځو ته په ډاډا او کولاو مټ خپلې مسلې دوي ته وړاندې کوي"

د سيکيورټې وومن نومې وېب پاڼې ترمخه په پاکستان کې په کال ۲۰۱۷ کې څه کم څلورو لکو پوليسو کې د ښځو پوليسو شمير پينځه زره اووه سوه او يو ديرش ده۔

د دغو شمېرو ترمخه هغه وخت په خېبر پښتونخوا کې په پوليسو کې شپږ سوه او درې اتيا ښځي پوليس دي۔

سيکورټې وومن وېب پاڼې ترمخه د ښځو پوليسو د کمي له وجې د ښځو ډيرې مسلې پټې پاتې شي۔

د کال ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۱۶ پورې ۱۵ زره ښځې د غېرت په نوم وژل شوي او په ورستي کلونو کې دا شمېر زيات شوی.

د رپورټ ترمخه د کال ۲۰۱۱ نه ۲۰۱۷ پورې د پنځوستو زرو نه زيات د ښځو سره تړلي کېسونه رپورټ شوي چې دوه نيم فيصده ته پکې سزا ګانې اورول شوي دي۔

خو د چارسدې پوليس سټېشن کې پوليس افسر بشير احمد يوسفزۍ وايي اوس په تاڼو کې د ښځو سره تړلي کېسونه زيات راځې او خپلې مسلې د حل د پاره تاڼو ته راوړي۔

"پوليس ته نقشه ضرر جوړولو د پاره ډير معلومات راټولو وي د ښځو تشدد په کې ښځې پوليس په توګه کولې شې د تشدد نښې پخپله وګوري او نقشه ضرر جوړ کړې"

پوليس وايي د خېبر پښتونخوا په نوو ضلعو کې تراوسه په يوه تاڼه کې د ښځو د مسلو اوريدو ځانګړی ډېسک جوړ کړی شوی دی او وخت تېريدو سره به د صوبې نورو ضلعو په څېر دلته هم دا شمېر زيات کړل شي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG