لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي پي ټي اېم کالعدم تنظیم دی او د هېڅ ډول فعالیت اجازت نه لري


بېرسټر سېف او د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډاپور
بېرسټر سېف او د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډاپور

د خېبرپښتونخوا حکومت ویلي وفاقي حکومت په پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم، د ترهګرۍ ضد قانون دلاندې پابندي لګولې ده او د هېڅ ډول فعالیت اجازت نه لري.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ پي ټي اېم وویل د خېبر ضلعې په هغه ځای کې يې د پولیس په ډزو درې فعالان ووژل شوو چېرته چې تنظیم د اکتوبر په ۱۱ نېټه د قومي عدالت په عنوان د غونډې اعلان کړی و. د شورو، چهارشنبې، د ورځ پېښه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان زخمیان شوي هم دي.

د پېښې په اړه په سوشل میډیا خپرو شوؤ ویډیو ګانو ښيي چې امنیتي ځواکونو د جرګې لپاره ټاکل شوی میدان یا ګراونډ پخپله ولکه کې اخستی و، دغلته یې مورچې جوړې کړي وې، بکتر بندي ګاډي اؤ نوره درنه مشینري یې د جرګې په میدان ودرولې وه.

سرچینو وي او ای ډیوه ته وویل د جرګې لپاره ورغلي فعالانو د پولیسو د انسوګیس یا وښلن ګاز په ځواب کې په هغوي د ګاڼو ګزارونه وکړل اؤ هڅه يې کوله چې د جرګې لپاره ټاکل شوی میدان بېرته د امنیتي ځواکونو څخه ترلاسه کړي.

د خېبرپښتونخوا د حکومت ترجمان بېرسټر سېف د شورو، چهارشنبې، په ماښام په یو وډیو پېغام کې وویل وفاقي حکومت د ترهګرۍ ضد قانون دلاندې په پي ټي اېم د بندیز نوټېفيکېشن یا اعلان جاري کړی دی او د دې وروسته پي ټي اېم د هېڅ قسمه هلې ځلې، سیاسي اجتماع، جلسې او د جلوس اجازت نه لري.

بېرسټر سېف وویل د دې نوټېفېکېشن واضحه مطلب دا دی چې "متعلقه تنظیم د پاکستان د ایین او د ریاست پاکستان مخالف سرګرمو کې ملوس دی او هر ډول هلې ځلې به يې د پاکستان د ریاست خلاف وي."

بېرسټر سېف په وډیو پېغام کې په خېبر کې د تشدد او نه هم د پي ټي اېم د فعالانو د وژل کېدو ذکر کړو خو ويې وېل د کالعدم تنظیم او د پولیس تصادم وشو ځکه چې ضلعۍ انتظاميي په پي ټي اېم بندیز عملي کولو.

هغه وویل د صوبي اعلا وزیر علي امین ګنډاپور د پشتونو د روایاتو سره سم د جرګې دلارې د مسلې حل کولو امر کړی دی او حکومت به په صوبه کې امن او امان ساتي.

پر پي ټي ایم باندې د بندیز په اړه د پښتونخوا د حکومت د ویاند بېرسټر سیف خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:49 0:00

د پي ټي اېم مشر منظور پښتین تېره شپه په ټولنیزو رسنیو دعوه کړې وه چې د پېښور د هسپتالونو مخصوصو ذمه وارانو ته په سرکاري توګه هسپتالونو کې د بېړني حالت پځای کولو امر شوی دی.

خو صوبایي حکومت، د صحت محکمې یا نورو چارواکو د پښتین په خبره څه دریځ نه دی څرګند کړی.

د پي ټي ایم فعالانو په سوشله میډیا پوستونه کړي دي چې په خېبر کې د موبایل اؤ انټرنیټ خدمات تړل شوي اؤ وایي حالات زیات خراب دي. پي ټي اېم په ۱۱م اکتوبر په خېبر کې د قومي جرګي اعلان کړی و..

وفاقي حکومت د اکتوبر په شپږمه نېټه په پي ټي اېم د پابندۍ اعلان وکړو.

د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمنېسټي انټرنېشنل په پي ټي اېم د بندیز مخالفت وکړو او د پاکستان په حکومت يې غږ وکړو چې خپله فېصله دې بېرته واخلي او د غورځنګ د فعالانو په ضد د ترهګرۍ د قوانینو استعمال دې په سمدستي ډول ختم کړي.

اېمنېسټي انټرنېشن د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپله وېب پاڼه یو بیان شایع کړو چې په کې د تنظیم د جنوبي اېشیا چارو مشر بابو رام پنت په پي ټي اېم د بندیز مخالفت وکړو او ويې وېل پاکستان د ډېر وخت راهسې په "منظمه ډول" د مخالفینو د امن ناکو احتجاجونو او اجتماګانو د چقولو دپاره ګامونه پورته کوي، "د طاقت غېرقانوني استعمال کوي، په زور خلک بې درکه کوي او په مطبوعاتو بندیزونه لګوي چې د احتجاجي جلوسونو خبرونه به يې نه ورکوي."

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په خېبر کې د پېښې په اړه په امریکا کې مېشته څېړونکي محمد تقي په اېکس یو وډیو شریکه کړه او ورسره یې لیکلي وو چې د پوځ او د زیاترو سیاسي ګوندونو په شمول د پاکستاني ریاست د ټولو ادارو په لاسونو د امناکه پښتنو احتجاج کوونکو وينې دي او د بابړې نه واخلي تر خېبره پورې قيصه یوه ده. هغه ورسره هېش ټېګ لیکلی چې په خېبرننګ وکړئ


د پاکستان حکومت وایي پي ټي اېم د بهر نه پنګې ترلاسه کوي اؤ د هیواد امن اؤ ثبات ته یوه خطره جوړه شوې ده.

خو د منظور پښتین دا حکومتي تورونه رد کړي اؤ وایي نه خو یې تنظیم د بهر نه مرستې ترلاسه کوي اؤ نه یې تر اوسه کومه بد امني جوړه کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو خپل یو تازه بیان کې منظور پښتین ویلي په هر حال کې به په خېبر کې په ۱۱م اکتوبر قامي جرګه کوي.

څېړونکي اؤ خبریال ښاغلي شمس مومند وي او اې ډیوه ته وایي په دې کې شک نشته چې ریاست هم د پي ټي ایم په ضد له حده زیاته سختي شورو کړې ده خو وایي پي ټي ایم پخپله هم وخت په وخت داسې جذباتي شعارونه اؤ څرګندونې کوي چې هغه په زوره د ریاست مخه ځانته راګرځوي.

هغه وایي "دا اوس چې څه روان دي زه به دا ووایم چې دا مزید د تشدد، تباهۍ اؤ بربادۍ طرفته ګامونه پورته کول دي اؤ دا صورتحال د یو مسلح تصادم ویرې زیږوي."

خبریال شمس مومند وایي چې امنیتي ځواکونو له تېرو دریوؤ ورځو راهسې د جرګې د برخه والو په ضد سختې کارروایۍ پيل کړي دي اؤ نن د سیمې خلکو هم امنیتي ځواکونو ته کرښه راښکلې ده چې که په یو ساعت کې د جرګې میدان خوشې نه کړي نو دوي به هم له کورونو را اوځي اؤ مقاومت به پیل کړي چې دا به یوه خطرناکه خبره وي.

هغه وایي په دې نازکه موقعه ددې سیمې فعالانو ، سیاسي ګوندونو اؤ مشرانو ته رامخکې کېدل اؤ یو د ثالثۍ کردار ادا کول پکار دي.

په اسلام اباد کې مېشته سېنیر خبریال طاهر خان په اېکس، ټوېټر، د شورو،چهارشنبې، په ورځ یو وډیو شریک کړو چې په کې يو تن وايي د سحر د شپږو بجو صورتحال دی او د غونډې ټول ځای پولیس ګېر کړی دی.

د شمس مومند په خبره" هغه قام پرست ګوندونه دي اؤ که مذهبي ګوندونه دي هغوي ددې خپلو پښتنو غم ولې نه کوي، د دوي دا فکر اؤ درد چې دی، دا ریاست ته ولې نه رسوي چې هغوي یې یوازې پي ټي ایم ته پرېښي دي چې پي ټي ایم که څوک کوي خو سمه ده ګنې دوي به هیڅ نه کوي".

پرون په اتم اکتوبر د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ په يو خبري کانفرنس کې په پي ټي اېم د رياست مخالفت هلو ځلو او بهرنيو هيوادونو څخه فنډونو اخستو تورونه لګولي او ويلي یې دي، "پي ټي اېم نه يواځې د تحریک طالبان افغانستان بلکې د تحریک طالبان پاکستان سره یې هم مکملې رابطې دي".

هغه دعوه کړې، د پي ټي اېم په اړه پلټنې کولی شي. د پي ټي اېم ضد له دې وړاندې د پاکستان حکومت او پوځ هم دغه ډول تورونه لګولي او پي ټي اېم رد کړي دي.

خو د پي ټي اېم مشر منظور پښتين دغه ټول تورونه رد کړي دي.

وي او اې ډيوه سره ځانګړې مرکه کې نوموړي وويل، چې پي ټي اېم د افغان طالبانو او د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي سره اړیکې نه لري، او د بهر نه د فنډونو ترلاسه کولو تورونه هم ردوي. نوموړی وايي که پرضد یې کوم ثبوتونه وي، وړاندې دې کړل شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG