لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعلا ګنډا پور د کورمې انتظامیې ته په جګړه د بوختو خواؤ د مورچو نړولو امر کړی


File Photo
File Photo

د خېبر پښتونخوا په ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې د سولې د پرله پسې هڅو له ناکامېدو وروسته د صوبې وزیراعلا ښاغلي علي امین ګنډا پور پولیسو ته لارښوونه کړې چې په جګړه د بوختو خواو مورچې را ونړوي اؤ وسلې ترې باید خپله ولکه کې واخلي.

کورمه کې د څو ورځو د پرله پسې نښتو اؤ پکې له شوؤ وژنو وروسته د خالي - شنبې په ورځ کوهاټ کې د سیمې د مشرانو، حکومت اؤ انتظامیې تر منځ د لوړې کچې یوه جرګه شوې چې پکې د صوبې وزیراعلا علي امین ګنډا پور هم برخه اخستې ده.

مطبوعاتي رپورټونه وایي چې په کرمه کې د تېرو لسو ورځو نه په روانو فرقه ییزو نښتو کې لږ تر لږه 124 کسان وژل شوي اؤ 178نور ژوبل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلا د ویاند له مخې د کوهاټ په ترسره شوې جرګه کې کورمه کې د تاو تریخوالي په ختمولو اؤ د امن په ټینګښت ټینګار شوی دی.

ویاند وایي جرګې ته پخپله وینا کې وزیراعلا ګنډا پور ویلي دي چې حکومت یې سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره تر هره حده تګ ته تیار دی.

په کورمه کې د روانو فرقه ییزه نښتو نه وروسته د صوبې په حکومت مطبوعاتو اؤ ټولنیزو رسنیو کې سختې نیوکې روانې دي چې کورمه کې د ولس په توهیدونکو وینو یې ځان ناجاڼه کړی اؤ ټول پام یې د خپل ګوند د مشر عمران خان راخلاصولو لپاره احتجاجونو ته ورکړی دی.

د وزیراعلا ویاند پخپل بیان کې ویلي چې وزیر اعلا چارواکو ته لارښونه کړې چې د امن د ټینګښت لپاره باید انتظامیه اؤ پولیس په سیمه کې په جګړه د بوختو خواؤ مورچې ونړوي اؤ د سیمې نه د بې کوره شوؤ خلکو پځای کولو لپاره دې ګامونه واخلي.

وزیراعلا لارښونه کړې چې په سمدستي توګه دې له فریقینو وسلې په ولکه کې واخستی اؤ د امن تر بحالۍ پورې دې دا وسلې انتظامیه د ځان سره د امانت په توګه وساتي.

همدا شان وزیراعلا ویلي چې کورمه کې کوم خلک د سوشل ميډیا له لارې د انتشار جوړولو هڅې کوي هغوي دې ګرفتار اؤ په ضد دې یې مقدمې درج کړل شي.

هغه ویلي د ولس له مرستې پرته په سیمه کې امن نه شي ټینګیدای اؤ باید په حکومت د ولس اعتماد پرځای کړل شي.

هغه په جګړه په بوختو خواؤ هم غږ کړی چې په سمدستي توګه باید اور وکړي اؤ د سولې په مخکینو تړونونو دې عمل وکړي.

په 21 م نومبر کورمه کې د مسافرو په ګاډو د وسله والو ډزو کې د 52 کسانو له وژل کېدو وروسته سیمه کې د شیعه ګانو او د سنيانو تر منځ فرقه ییزه نښتې پیل شوي چې تر دې مهاله پکې په لسګونو کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د نومبر په 22مه دکوزې کورمې د عليزئ سيمې خلکو په بګن کې اوسېدونکو ځايي خلکو باندې يرغل کړی ؤ او په کې يې 35ؤ پورې کسان وژلي او د 100نه زيات یې ژوبل کړي وو.

د کورمې انتظاميه او ځايي خلک تاييدوي چې په دې پېښو کې د 200پورې دوکانونه په بګن کې سوځول شوي وو او 500نه زيات کورونو ته اورونه وراچول شوي وو.

د سیمې نه د خلکو بې کوره کېدل

د بګن اوسېدونکي وايي د 22نومبر د يرغل وروسته د بګن، اوچت، مندوري او بادشاه کوټ سيمو څخه څه 1000پورې کورنيو ټل، هنګو، کوهاټ او په لږ شمېر کې خلکو پېښور ته کډه کړې ده.

د ځايي انتظاميې چارواکو د کډه شوؤ خلکو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي خو د کوزې کورمې اوسېدونکي وايي خلکو خپل کورونه پرېښودي او خوندي ځايونو ته يې ځانونه رسولي دي.

د راپورونو له مخې، تازه جګړې د جالمې، چادریوال او تالو کنج سیمو ترمنځ شوې دي.

پاکستاني مطبوعات د پولیسو له خولې وایي چې د کوزې اؤ بره کورمې په مختلفو سیمو کې د وقفې وقفې ډزې روانې دي اؤ په جګړه بوختو ډلو د یرغمل شویو کسانو او مړو تبادله هم کړې ده.

د سولې ناکامې هڅې

د نومبر په 24مه د شپې ناوخته د خېبرپښتونخوا حکومت وياند او د حکومتي جرګې مشري کوونکي بېرسټرمحمد علي سېف ويلي وؤ چې په کورمه کې يې د شيعاګانو او سنيانو مشرانو سره د جرګې کولو نه وروسته اووه ورځنی اوربند کړی دی.

خو د صوبایي حکومت د ویاند لخوا د اوربند له اعلان وروسته مطبوعاتو بیا هم سیمې نه د تازه نښتو رپورټونه ورکړل .

تر هغې وروسته د کورمې ډپټي کمشنر جاوېد الله مسید، قومي مشرانو او د پولیسو چارواکو هڅه وکړه چې د سپينو بیرغونو لاندې په جګړه ځپلو سیمو کې اوربند وکړي. خو په تازه نښتو کې د ډزو له امله دا هڅې هم بې پایلې شوې.

د کورمې ضلعې مرستيال کمشنر جاوېدالله مسيد د شورو، چهارشنبې، په ورځ وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ په کورمه کې يې د شیعه او سني مسلمانانو ترمېنځ، يو ځل بيا د جرګې وروسته، د 10و ورځو لپاره اوربند پر ځای کړی دی.

په ورته وخت کې د کوزې کورمې اسسټنټ کمشنر حفیظ الرحمان، سپرنټنډنټ پولیس جهانزیب، او قومي مشرانو په بالیچ خېل، مارګنايي او خارکلي سیمو کې هم د اوربند لپاره هلې ځلې وکړې، خو جګړه لا هم روانه پاتې شوه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG