لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه کې د امنیتي ځواکونو په پوسته د وسله والو برید کې یو عسکر وژل شوی، درې ژوبل


File Photo
File Photo

امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه کورمه کې ترهګرو د امنیتي ځواکونو په پوسته برید کړی چې پکې د ایف سي یو عسکر وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

د سیمې نه پولیس سرچېنو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د منځنۍ کورمې په مرغان تانګه سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا دغلته وسله والو د ایف سي په یوه پوسته د درنو اؤ خودکاره وسلو برید کړی چې پکې د ایف سي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینې وایي چې د برید په مهال امنیتي ځواکونو هم په وسله والو ناتاره ډزې کړي خو په دغو ډزو کې وسله والو ته د اوښتي زیان جزیات مخې ته نه دي راغلي.

په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې.

سرچینې وایي له برید وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړي دي.

په پېښه کې د وژل شوي عسکر پېژندګلو د ناییک مایب زاده په نوم شوې ده اؤ د ژوبلو عسکرو نومونه لیاقت، اشتیاق اؤ مسعود معلوم شوي دي.

د تېرو څو میاشتو راهسې په منځنۍ کورمه کې د امنیتي ځواکونو په پوستو اؤ دولتي ودانیو د بریدونو لړۍ دوامداره ده چې پکې تر اوسه ګڼ شمیر عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌ سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) د رپورټ تر مخه په پاکستان کې د اګست میاشت په کال 2024م کې تر ټولو زیاته خونړۍ پاتې شوې اؤ یوازې په دې میاشت کې 254 کسان د ناامنۍ په پېښو کې وژل شوي دي.

دغه شمېرې په ډاګه کوي چې وژل شوؤ کې 92 عام وګړي، 54 امنیتي عسکر او 108 تندروه وسله وال شامل وؤ.

رپورټ وایي په اګست کې د ترهګرۍ ټولې 83 پېښې مخې ته راغلي اؤ په دې کې 175 کسان وژل شوي دي .

شمېرې ښیي چې زیاتې وژنې د وسله والو لخوا شوؤ بریدونو کې شوي اؤ د ترهګرۍ په دې پېښو کې وژل شوؤ کې 92 عام وګړي، 47 امنیتي عسکر، او 36 وسله وال شامل وؤ اؤ ددې تر څنګ 123 کسان ژوبل شوي هم دي چې هغې کې 88 عام وګړي او 35 امنیتي عسکر شامل وؤ.

د پېکس رپورټ وایي چې قبایلي ضلعو کې د تشدد رامنځته شوؤ پېښو کې د وګړو ځاني نقصان کې هم 43 فیصدي کمی رامنځته شوی خو وایي د وسله والو وژنو کې بیا 98 فیصدي اضافه شوې ده.

قبایلي ضلعو کې د جولاي میاشتې په پرتله اګست کې 65 وسله وال وژل شوي اؤ په دې سیمه کې د امنیتي ځواکونو زیانونو کې هم 54 اضافه شوې ده .

شمېرې ښیي چې په جولایي کال 2024 کې په قبایلي سیمو کې 13 عسکر وژل شوي وؤ خو په اګست کې بیا 20 امنیتي عسکر وژل شوي دي.

د قبایلي ضلعو تر څنګ د پښتونخوا صوبې په نورو برخو کې هم د امنیت وضعه نسبتاً ښه شوې ده اؤ په اګست کې د تشدد 24 پېښې ریکارډ شوي دي چې په جولاي کې یې شمیره 42 ریکارډ شوې وه.

په جولاي کې د صوبې په نورو برخو کې 78 کسان وژل شوي وؤ خو په اګست کې دا شمیره بیا 24 ته راکوزه شوې ده.

رپورټ وایي خېبر پښتونخوا کې د تشدد پېښې 43 فیصدي اؤ په دې کې د مړینو شمېر 69 فیصدي راټيټ شوی دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG