لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملاله يوسفزۍ مبارزه په لسم دسمبر نوره تونده شوه


malala
malala

د خېبر پښتونخوا سوات سره تعلق لرونکې او د تعليم لپاره د نوبل د سولې جایزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ مبارزه په اوسلو کې د سولې جاېزه ترلاسه کولو وروستو نوره هم تونده شوه. د نوموړې په کورنې صوبه پښتونخوا کښې د ۲۴لاکو نه زيات ماشومان د سکولونو نه بهر دي- دغه شميره د غيردولتي ادارې الف اعلان لخوا ورکړل شوی- دغه اداره وایي څوارلس زره اسکولونه ماشومانو ته د تعليم ورکولو قابل نه دي-

يوه بله شميره ښایي سوات کښې ۲۸ فېصده او ټول پاکستان کښې ۳۴ فيصده

د وړاندی نه هم د پښتنو په سيمه کښې د تعليم پر ضد مفکوره ولاړه کړی شوې وه او د مودو راسې به اکثر د جومات او مدرسې له ممبره ويل کيدل چې:

سبق د مدرسې (سکول) واېي

د پاره د پیسې واېي

په جنت کښې به یی ځاې نه وي

په دوزخ کښې به غوټې وهي

خو هغه د چا خبره په سيمه کښې د اغيارو د مودې راسې د ٫٫شيطانی لوبو٬٬ له امله تعليمي هلې ځلې يواځې د پښتنو لپاره د تيرو دوؤ لسيزو راسې په ټپه اودريدلي ۰ په لرې شمال کښې د کندوز، په جنوب کښې د کندهار، په شمال لويديځ کښې د سوات، دير او اسد اباد او په ختيځ کښې د اباسين په غاړه په پرتو کلو او ښارګوټو کښې په سلګونو سکولونه په بمونو الوځول شوي . د ښځو تعليم په داسې بڼه کښې وړاندی کړل شوی چې ګنې دغه يوه مذهبي او اخلاقي ګناه ده.

ملاله يوسفزﺉ ته د نوبل تر ټولو وياړمن د سولې جايزې ورکولو سره اوس داسې ښکاري چې د تعليم مفکوره کيديشي يو مثبت بدلون اوويني .

د وايس اف امريکه ډيوا راډيو هيلو وي او اې پروګرام کښې هم پدی حقله بحث شوې چې تاسو ېي په لانديني لنک اوريدلې شۍ- په بحث کښې ميلمانه وو- پروفيسر خادم حسين، ثمر من الله او د الف اعلان سيمه ايزه مشرعمر اورکزې.

please wait

No media source currently available

0:00 0:20:37 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG