د مينې، امن، زدکړې، هنر او سوکالۍ – مله— ملاله !
زه د کرکې، بد امنۍ، جهالت، بې هنرۍ او ولگو تندو د مظبوطولښکرو په ضد ولاړه ملاله!
ما سره کوم لښکر نشته دی— د امن خلق لښکرې نه اوباسي
زما څه خوښ دي ؟
بنگړي، نکريزې،بچوکي، باهوگان او شالونه!
بمونو، تورې، ټو پکې،چړې چاکوان او غشي ليندې مې نه دي خوښې!
سر سڼه، ډول سنگار، اتڼ او سندره مې د کلتور برخې دي!
قدغنونه ، پابندۍ، زولنۍ ، زور زبردستۍ زما د کلي رسمونه— نه دي
زه څه وایمه!
وفا، پت، پالنه ،خدمت اونظریه یا مفکوره ضروري دي!
زما په خیال پت پالنه ، خدمت او نظریه یا مفکوره تشدد نه غواړي، چغو جلو، شور زوگ،وينو زوؤ، زولنو ،بمونواو تورو ټو پکو ته د غیرت او مذهب نومونه-- نه دي ورکول پکار!
زه څه غواړم؟
لوڼه او ځامن ېوشان بچي دي—
د مذهب په نوم جينکۍ مه تښتوۍ!!
د ثواب په نوم ځانونه مه وژنۍ!
د ايمان په نوم جهالت مه خوروۍ!
غیرت په ښځو د زور نا د مينې نوم دی!
دا دنیا د چا ده؟
دا د ټولو ده !!
د تورو او د سپينو، د مسلملنانو د عيسایانو د هر مذهب مننونکو!
ددې دنیا په پاکو اوبو، ښکلې هواگانو-- او زرخېزه خاوره د ټولو انسانانو یو شان حق دی-
دا پاکه دنیا په کرکه خچنول نه دي پکار-
خچنوالې ناروغۍ راولي، لوگه تنده راولي- جهالت راولي او فساد راولي-
زما جگړه د چا سره ده؟
زه توره ټوپک نه خوښوم نو جگړه به څه وکړم-
زه خو غواړم چې جگړې ختمې شي-
ځکه زما جنگ د جنگ سره دی
او دا جنگ د ټوپک او قلم جنگ دی-
او دا جنگ به زه گټم!!
ځکه چې زه ملاله ېمه!!