لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

پخواني هندي وزیراعظم من موهن سنگھ په باچاخان سکول کې تعليم ولې او څنگه کړی.

ډيرو لږو خلکو ته به معلومه وي چې د هند پخوانی وزير اعظم او وتلی اقتصاد پوه من موهن سنگھ خپلې لومړنۍ زدکړې د اتمانزو په ازاد سکول کې کړي دي چې خدايي خدمتگار باچا خان جوړ کړی و.

په ازاد سکولونو د پي ايچ ډي ډگري اخستونکی ډاکټر سهيل خان وايي په دې سکولونو د تحقيق په کار کې ورته دا هم معلومه شوه چې من موهن سنگھ د اتمانزو په سکول کې و او تر اتمه يې دلته زدکړې کولې. ډاکټر سهيل خان وايي د من موهن سنگھ پلار د چارسدې په کچرو کې کار کولو او غوښتل يې چې بچي يې په ښه سکول کې زدکړې وکړي. د من موهن سينگ پلار چې گور مک سينگ نومېده، د تپوس پوښتنو وروسته پريکړه وکړه چې په سيمه تر ټولو ښه سکول د باچا خان ازاد سکول دی او درې بچي يې په دغه سکول کې داخل کړه.

ډاکټر سهيل خان وايي د من موهن سنگھ د سکول درې ملگري يې هم پيدا کړي وو او ورسره يې مرکې کړې وې او هغو ورته ويلي چې دوې درې روڼه په دې سکول کې وو. د من موهن سنگھ د چارسدې سره رشته او د ازاد سکول تاريخ هله رابرڅيره شو چې کله په کال ٢٠٠٩ کې د پاکستان خارجه وزارت د دغه سکول ريکارډ اوغښتلو. او وايي امکان دا دی چې وزارت خارجه دغه ريکارډ د هند په غوښتنه راويستلی وي.

ډاکټر سهيل وايي که څو هم د اتمانزو ازاد سکول په کال ١٩۴٦ کې په سرکاري سکول کې ضم کړی شو څو د ماسټر کريم د رجسټرو نه مې يو بل ثبوت هم پيدا کړو چې من موهن سينگ د اووم کلاس استاد ته درخواست کړی و چې غريب دی او د سکول فيس نه لري که دغه ورته معاف کړی شي.

من موهن سنگھ د پنجاب په گاه نوم کلي کې په ٢٦ ستمبر کال ١٩٣٢ کې زيږيدلی دی چې نن دغه کلی د پاکستان په پنجاب کې دی. د لوړ فکر، يو منل شوی سکالر او تکړه اقتصاد پوه، من موهن سنگھ د هند په سياسي تاريخ دويم سياست مدار دی چې دوه ځله د ملک وزير اعظم جوړ شوی دی. جواهر لال نهرو لومړی سياست مدار و چې دوه ځله منتخب شوی و.

د اتمانزو د سکول قيصه خو لا پاتې ده. د باچا خان پلار بهرام خان چې کله په حق ورسيدو نو د سخات د پيسو د رسم د ختمولو د پاره باچا خان خپله فيصله وکړه او د پيسو ويشلو په ځاې يې اته جريبه يا څلور ايکړه پيداوري زمکه د اتمانزو سکول ته اوبخښله. د باچا خان د تره ځوي عباس خان هم ورسره په پيوست خپله سپاړس جريبه يا اته ايکړه زمکه دغې سکول ته وقف کړه.

خو دغه زمکه د سرحد پخواني وزير اعلی قيوم خان د سکول نه داسې وتروړله چې پخپله يې د خلکو په نوم واړوله او دغه شان قبضه شوه. ډاکټر سهيل خان وايي د قيوم خان دا نيت و چې نه دا سکول پاتې شي او نه ورسره د باچا خان نوم او تاريخ. قيوم خان د بابړې د کربلا د شمر په نوم هم ياديږي ځکه چې په دولسم اگست کال ١٩۴٨ کې يې د خدايي خدمتگارانو په پر امن جلوس د گولو باران وکړو او د ای اين پي د مشر اسفنديار ولي خان په وينا ٦١٠ بې وسلې مظاهرچيان يې ووژل.

See all News Updates of the Day

محسن نقوي:اسلام اباد کې د پي ټي آي 564 مظاهره چیان نیول شوي،11 پکې د پښتونخوا پولیس هم دي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي د پي ټي آي له احتجاج څخه ددغه ګوند 564 فعالان نیول شوي چې 11 پکې د خېبر پښتونخوا پولیس هم دي.

په ډي چوک اسلام اباد کې رسنیو ته د کورنیو چارو وزیر ویلي په اسلام اباد د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا په مشرۍ کې حمله شوې ده اؤ هڅه یې کوله چې څه ځاني زیان وشي خو له نیکه مرغه داسې هیڅ پېښه مخې ته نه ده راغلې .

په پاکستان کې د تېرو دوؤ ورځو راهسې ستر حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف په سر ښار اسلام اباد اؤ لاهور کې په احتجاجونو بوخت دی اؤ په دې مهال د پولیسو اؤ د پي ټي آي د فعالانو تر منځ نښتې هم شوي دي.

محسن نقوي ویلي په دې نښتو کې تر ۸۰ؤ زیات پولیس ژوبل شوي هم دي چې د یو حالت پکې نازک دی .

پرون د خالي په ورځ پاکستاني میډيا اؤ د تحریک انصاف مشرانو په وړومبي سر کې داسې دعوې هم کړې وې چې د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور په اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا هاوس څخه نیول شوی خو وروسته بیا د تحریک انصاف مشران اؤ میډيا له دغې دعوې پشا شوه.

د کورنیو چارو وزیر وویل اسلام اباد کې چې د خېبر پښتونخوا کوم پولیس عسکر د احتجاج څخه نیول شوي هغوي په سپينو جامو کې وؤ اؤ داسې په وړومبي ځل شوي دي چې پولیس د مظاهرې لپاره استعمال شوي وي.

هغه وویل مظاهره چیانو غوښتل چې د شنګهاي د همکاریو د سازمان تر غونډې اسلام اباد کې پرلت وغځوي خو مونږ ډير په تحمل سره حالات قابو کړل .

هغه وویل په اسلام اباد چې چا حمله کړې ده د وزیراعلا ګنډا پور په ګډون به ددې ټولو په ضد قانوني اقدام کیږي.

تر دې وړاندې علي امین ګنډا پور ویلي وؤ چې پولیسو د هغوي په قافله ناتاره اوښلن ګیسونه توغولي اؤ ګڼ شمیر ملګري یې ژوبل شوي چې د علاج لپاره هسپتالونو ته رسول شوي دي.

تحریک انصاف په داسې حال کې د اسلام اباد ډي چوک کې د احتجاج کولو هڅه کوي چې اوړمه شپه حکومت اسلام اباد ته پوځ وربللی اؤ د زرګونو په شمیر پولیس یې هم د امنیت ټینګښت ته چمتو ودرولي دي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تور لګولی چې د پي ټي آي په احتجاج کې افغان وګړي هم شامل دي اؤ وایي په تېرو څلېریشتو ساعتو کې 120 افغانان نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې ددې ټول وضعیت ذمه وار د خیبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور دی، هغه ټولې کرښې ماتوي اؤ که بله کرښه یې ماته کړه نو په ضد به یې سخت اقدام وکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د روانو احتجاجونو په مهال له اسلام اباد وروسته حکومت پرون د خالي په ورځ لاهور ته هم پوځ وربللی دی.

تحریک انصاف اعلان کړی ؤ چې دوي به د خالي په ورځ د لاهور په مینار پاکستان میدان کې احتجاج کوي خو پاکستاني مطبوعات وایي چې د پنجاب حکومت لاهور ښار اؤ مینار پاکستان ته غځېدلې ټولې لویې لارې د کنټینرونو په اېښودلو سره تړلې دي اؤ د احتجاج د مخنیوي لپاره یې د مینار پاکستان میدان کې اوبه هم ودرولي دي.

د پنجاب حکومت د وړاندې نه په لاهور، میانوالي، راولپنډۍ، سرګودها اؤ اټک کې دفعه 144 پځاي کړې ده اؤ په هر رقم سیاسي غونډو اؤ لاریونونو یې بندیز لګولی دی

وسله والو د پاکستان 16 پوځیان وژلي

پاکستان د خالي یا شنبې په ورځ راپور ورکړې چې د وسله والو په څو بریدونو کې لږترلږه 16 پوځیان وژل شوي دي.

چارواکي وائي دخېبر پښتونخوا په سرحدي ضلع کرمه کې وسله والو د پاکستان امنيتي ځواکونه په نخښه کړي چې پکې ۷ عسکر وژل شوي اؤ ۲ نور ژوبل شوي دي.

یوه ځايي امنیتي چارواکي چې د رسنیو سره یي د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم نه ښودلو په شرط یې وي او اې ته دا مرګ ژوبله تاید کړې ده .

د راپورونو له مخې، تحریک طالبان پاکستان د یاد تشدد مسؤلیت په غاړه اخیستی. د پاکستان پوځ سمدستي د دغه مرګوني برید په اړه څه نه دي ویلي.

دا څو ساعته وروسته له هغې شوې چې وسله والو د جمعې په ورځ ناوخته د افغانستان پولې ته څېرمه شمالي وزیرستان کې د پوځ پر یوه کاروان برید وکړ او د یوه افسر په ګډون یې لږ تر لږه شپږ عسکر ووژل.

د پاکستان د پوځ په یوې لنډ جاري کړي بیان کې د دغې مرګ ژوبلو پخلې کړی او زیاته کړې یي ده چې په ډزو کې ۶ وسله وال وژول شوي دي خو نور جزیات یې نه دي شریک کړي. په بیان کې یې وژل شوي وسله وال د "خوارج" په نامه یاد کړي دي، کوم چې وس په رسمي توګه پاکستان ټي ټي پي ته وایي.

په ګڼو سیمو کې پاکستاني امنیتي سرچینو وي او اې ته ویلي چې په ډزو کې لږ تر لږه ۲۲ پوځیان زخمیان شوي هم دي.

بل اړخ ته د بلوچستان په جنوب لوېديځ کې چارواکو خبر ورکړى چې وسله والو د خالي یا شنبې په ورځ د پوځيانو کاروان ته څېرمه د سړک د غاړې بم چاودنه کړې ده چې له امله یې درې عسکر ووژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د بلوچ لېبریشن ارمي یا بي ایل اې په قلات کې د چاودنې مسوولیت منلی دی. دا ډله وخت په وخت په منظم ډول بلوچستان کې د پاکستان امنیتي ځواکونه او حکومتي تاسیسات په نښه کوي.

د پاکستان چارواکي وخت په وخت وایي چې په افغانستان کې طالبانو د بیا واک ترلاسه کولو وروسته په بلوچستان او پښتونخوا کې تشدد زیات شوي دی.

پاکستان دعوا کوي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې نه په پاکستان حملې کوي او زیاتوي چې دوي د طالبانو د حکومت ملاتړ لري.

اسلام اباد تور لګوي چې بي ایل اې او د دغې ډلې اتحادیان په پاکستان کې د بریدونو لپآره په افغانستان کې خپل پټ ځآیونه پکاروي.

د طالبانو حکومت چې په نړۍ کې له کوم هیوا په رسمیت نه دې پیژندلی وخت په وخت د پآکستان دا تورونه ردوي او وایي په پآکستان کې دننه امنیت د پاکستان ذمه واري ده.

په اسلام اباد کې د څیړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز د دې اونۍ په یوه راپور کې ویلي دي چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې پاکستان کې دننه د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو شاوخوا ۱۰۰۰ تنه وژل شوي دي.

سېنټر پار ریسرچ اینډ سیکیورټي سټډیز د رپورټ له مخې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې زیاتره مرګ ژوبله د ټي ټي پي او د بلوچ لېبریشن ارمي په بریدونه کې شوې ده.

د جمعې په ورځ د روس په کوربه توب د سیمې د هېوادونو په کنفرانس کې هم له افغانستان څخه د راپورته شوي ترهګرۍ د ګواښ په اړه "ژوره اندېښنه" څرګنده شوې ده.

د اکتوبر په څلورمه ترسره شوې د ماسکو فارمېټ شپږمه غونډه کې د هندوستان، چين او پاکستان د استازو ترڅنګ د منځنۍ اېشيا هېوادونو او د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي ګډون درلود.

متقي په ماسکو کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د ترهګرۍ په تړاو د نړیوالو اندېښنو ته په اشارې سره وویل چې د دوی حکومت په افغانستان کې "امنیت او ثبات" راوستی دی. هغه ټینګار وکړ چې طالبان د افغانستان ټوله خاوره په واک کې لري او هیڅوک نه شي کولای چې د سیمې امنیت ته یې د ګواښ لپاره وکاروي.

تحریک انصاف د پښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډاپور د نیول کېدو له دعوې په شا شوی

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مخالفې ډلې مشر عمر ایوب خان مخکې دعوه کړې وه چې د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډاپور د تحریک انصاف د روانو احتجاجونو په ترڅ کې په اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا هاوس څخه نیول شوی خو اوس یې ګوند له دې دعوې په شا شوی دی.

د پاکستان سرکاري ټي وي هم ویلي چې د علي امین ګنډاپور په ضد قانوني کاروایي پېل شوې ده خو ډان ورځپاڼې د سرکاري سرچینو له خولې بیا ویلي چې علي امین ګنډاپور نه دی نیول شوی.

د سرکاري ټي وي په رپورټ کې د سرچينو له خولې ویل شوي چې د علي امین ګنډاپور په ضد د ریاست په ضد د یرغل کولو له امله قانوني کارروایي پېل شوې ده.

د تحریک انصاف مشر اؤ په قامي اسمبلۍ کې د حزب اختلاف لیډر عمر ایوب په ایکس رسنۍ لیکلي وو ، دخېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور په اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا هاوس څخه په غیر قانوني توګه نیول شوی دی.

هغه ویلي د رینجرز ځواکونو اؤ اسلام اباد پولیسو د پښتونخوا د حدودو څخه په سرغړونه یو غیر قانوني ګرفتاري په عمل کې راوستې ده.

عمر ایوب خان ویلي چې پېښور هایکورټ وزیراعلا علي امین ګنډاپور ته ضمانت ورکړی دی .

هغه ویلي د ایین له مخې وزیراعلا اعلي امین د ریاست برخه ده اؤ رینجرز، پولیس اؤ پوځ د ریاست مامورین دي .

نوموړي پوښتنه کړې چې ایا پاکستان کې مارشل لاء پر ځای کړل شوې ده؟

تر دې وړاندې د ټولو خنډانو په ماتولو د علي امین ګنډاپور احتجاجي قافله نن د خالي په ورځ اسلام اباد ته ننوتې وه اؤ داخله وزیر وزیراعلا ګنډا پور ته د سخت اقدام خبرداری ورکړی ؤ

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبرداری ورکړی ؤ چې د خېبر پښتونخوا وزیراعلا ټولې کرښې ماتوي اؤ که بله کرښه یې ماته کړه نو په ضد به یې سخت اقدم وکړل شي.

اسلام اباد ته د علي امین ګنډا پور د قافلې ننوتلو سره سم د اسلام اباد ځایي عدالت هم د وسلې اؤ شرابو په یوه زړه مقدمه کې د علي امین ګنډا پور د نیولو وارنټ جاري کړی دی.

جوډیشل مجسټریټ مبشر حسین زیدي د مقدمې اوریدنې په مهال امر کړی چې علي امین ګنډا پور باید ونیول شي اؤ په 12م اکتوبر عدالت ته وړاندې کړل شي.

د اسلام اباد نه د وي او ډیوه خبریالان وایي چې اسلام اباد ته د علي امین ګنډا پور د قافلې ننوتلو په مهال د پولیسو اؤ د پي ټي آي د فعالانو تر منځ نښتې شوي ، پولیسو د پي ټي آي په فعالانو اوښلن ګیسونه توغولي اؤ د پي ټي آي فعالانو پرې د کاڼو ګزارونه کړي دي.

په اسلام اباد کې خبریالانو سره د خبرو په مهال د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي د پي ټي آي له قافلې څخه په پولیسو پرله پسې ډزې کیږي اؤ اوښلن ګیسونه توغولی شي.

هغه ویلي د پي ټي آي شرخوښي پولیس په کاڼو هم وولي اؤ په دې اخ و ډب کې تر 80 پورې پولیس ژوبل شوي دي.

تر دې وړاندې تېره شپه علي امین ګنډا پور ویلي وؤ چې پولیسو د هغوي په قافله ناتاره اوښلن ګیسونه توغولي اؤ ګڼ شمیر ملګري یې ژوبل شوي چې د علاج لپاره هسپتالونو ته رسول شوي دي.

تحریک انصاف په داسې حال کې د اسلام اباد ډي چوک کې د احتجاج کولو هڅه کوي چې تېره شپه حکومت اسلام اباد ته پوځ وربللی اؤ د زرګونو په شمیر پولیس یې هم د امنیت ټینګښت ته چمتو ودرولي دي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي هغوي دا معلوموي چې د پي ټي آي د فعالانو سره اوښلن ګیسونه څنګه اؤ له کومې راغلل؟

هغه تور لګولی چې د پي ټي آي په احتجاج کې افغان وګړي هم شامل دي اؤ وایي په تېرو څلېریشتو ساعتو کې 120 افغانان نیول شوي دي.

محسن نقوي وایي، په پولیسو ډزې هم روانې دي اؤ پوښتنه دا ده چې دې احتجاج کې افغانان څنګه شامل شول؟

نوموړي زیاته کړې ددې ټول وضعیت ذمه وار د خیبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور دی، هغه ټولې کرښې ماتوي اؤ که بله کرښه یې ماته کړه نو په ضد به یې سخت اقدام وکړل شي.

هغه وویل داسې شواهد یې ترلاسه کړي چې د بنو خلکو ته ویل شوي چې احتجاج ته د وسلې سره لاړ شي خو وایي د یرغل کولو به قیمت پرېکول وي اؤ د یرغل په صورت کې خو بیا څه رقم مذاکرات نه شي کیدای.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د روانو احتجاجونو په مهال له اسلام اباد وروسته حکومت نن د خالي په ورځ لاهور ته هم پوځ وربللی دی.

تحریک انصاف اعلان کړی چې دوي به نن د خالي په ورځ د لاهور په مینار پاکستان میدان کې احتجاج کوي خو پاکستاني مطبوعات وایي چې د پنجاب حکومت لاهور ښار اؤ مینار پاکستان ته غځېدلې ټولې لویې لارې د کنټینرونو په اېښودلو سره تړلې دي اؤ د احتجاج د مخنیوي لپاره یې د مینار پاکستان میدان کې اوبه هم ودرولي دي.

د پنجاب حکومت د وړاندې نه په لاهور، میانوالي، راولپنډۍ، سرګودها اؤ اټک کې دفعه 144 پځاي کړې ده اؤ په هر رقم سیاسي غونډو اؤ لاریونونو یې بندیز لګولی دی.

د تحریک انصاف احتجاج: تر اسلام اباد وروسته لاهور ته هم پوځ وربلل شوی

پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د روانو احتجاجونو په مهال له اسلام اباد وروسته حکومت د پنجاب سرښار لاهور ته هم پوځ وربللی دی.تحریک انصاف اعلان کړی چې دوي به نن د خالي- شنبې په ورځ د لاهور په مینار پاکستان میدان کې احتجاج کوي.

پاکستاني مطبوعات وایي د پنجاب حکومت لاهور ښار اؤ مینار پاکستان ته غځېدلې ټولې لویې لارې د کنټینرونو په اېښودلو سره تړلې دي اؤ د احتجاج د مخنیوي لپاره یې د مینار پاکستان میدان کې اوبه هم ودرولي دي.

ډان نیوز وایي لاهور ته په تلونکو سړکونو په لسګونو کنټینرونه ودرول شوي اؤ موټر وی هم د ټریفک لپاره تړل شوې ده.

د جمعې د ورځې راهسې په اسلام اباد ډي چوک کې هم د تحریک انصاف پلویان د احتجاج کولو په هڅه کې دي اؤ حکومت په اسلام اباد کې د شنګهایي د همکاریو د سازمان د کیدونکې غونډې په ترڅ کې تېره شپه اسلام اباد ته پوځ وربللی دی.

د کورنیو چارو وزارت لاهور، راولپنډۍ اؤ اټک ته د رینجرز نهه کمپنۍ د خالي په ورځ د ډیوټۍ کولو لپاره وربللي دي اؤ اوس د پنجاب سر ښار لاهور ته هم پوځ وربلل شوی دی.

د کورنیو چارو د وزارت لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې د پنجاب په حدودو کې په راتلونکو هوایي اډو، ایر بیسونو اؤ نورو مهمو مقاماتو به پوځ ګمارل شوی وي اؤ امنیت د ټينګښت لپاره به پوځ ته د اینټي رایټس اختیاراتو د استعمالولو اجازه وي.

د پنجاب د کورنیو چارو محکمې ویلي پوځي عسکر به ورانکارو ته د خبرداري ورکولو لپاره هوایي ډزې هم کولی شي.

تحریک انصاف ګوند نن د خالي په ماښپښین دوه بجې په مینار پاکستان کې د احتجاج کولو اعلان کړی دی خو د دغه احتجاج د مخنیوي لپاره په لاهور کې ګڼ شمیر پولیس ځاي پځاي کړل شوي اؤ پاکستاني رسنۍ وایي چې د لاهور نه د تحریک انصاف په سوؤنو فعالان نیول شوي هم دي.

د پي ټي آي پنجاب قایمقام صدر حماد اظهر په ایکس رسنۍ خپل یو پوسټ کې هیله ښودلې چې لاهوریان به په ګڼ شمیر کې د احتجاج لپاره بهر را اوځي اؤ د موجوده حکومت فاشزم به ردوي.

د پنجاب حکومت د وړاندې نه په لاهور، میانوالي، راولپنډۍ، سرګودها اؤ اټک کې دفعه 144 پځاي کړې ده اؤ په هر رقم سیاسي غونډو اؤ لاریونونو یې بندیز لګولی دی.

شمالي وزیرستان: وسله والو سره نښته کې یو پوځي افسر اؤ پینځه نور عسکر وژل شوي

PAKISTAN/
PAKISTAN/

د پاکستان پوځ وایي د افغانستان د پولې تر څنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې (د ټي ټي پي) د وسله والو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې پکې د یو افسر په ګډون شپږ عسکر وژل شوي دي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې په دې نښته کې د شپږو وسله والو د وژلو دعوه هم کړې ده.

د خالي یا شنبې په ورځ د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي دا نښته د څلورم اؤ پینځم اکتوبر په منځ شپه کې د شمالي وزیرستان په سپين وام سیمه کې شوې ده.

پوځ ویلي نښته کې د یو پوځي افسر لیفټننټ کرنل محمد علي شوکت په شمول شپږ عسکر وژل شوي.

د وژل شوؤ عسکرو پيژندګلو د لانس ناییک محمد الله، لانس ناییک اختر زمان، لانس ناییک شاہد الله ، لانس ناییک یوسف علي اور سپاہي جمیل احمد په نومونو سره شوې ده چې د ټولو تعلق د خېبر پښتونخوا صوبې د بیلابیلو سیمو سره ښودل شوی.

آي ایس پي ار وایي لیفټننټ کرنل محمد علي شوکت د وسله والو په ضد د اپریشن مشري کوله.

پوځ پخپل بیان کې د ټي ټي پي د وسله والو لپاره د "خوارجو "اصلاح استعمال کړې ده خو ټي ټي پي دعوه کوي چې دوي د پوځ خلاف "سپیځلې مبارزه" کوي.

پوځ ویلي په نښته کې یې شپږ وسله وال هم وژلي اؤ زیاته کړې یې ده په سیمه کې لا هم د پاکونې عملیات روان دي.

د آي ایس پي ار په بیان کې ویل شوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه ترهګرۍ ختمولو ته لوړې حوضلې لري اؤ "د تورزنو عسکرو داسې قربانۍ زمونږ عزم نور هم پیاوړی کوي".

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پخپل یو بیان کې شمالي وزیرستان سپين وام سیمه کې ترهګرو سره جګړه کې په ورکړل شوؤ قربانیو پوځ ته پيرزوینې وړاندې کړي اؤ ویلي یې دي د ترهګرۍ خلاف جګړه کې پوځ نه هیرونکې قربانۍ ورکړې دي.

وزیراعظم شهباز شریف ویلي ټول قام د پوځ قربانیو ته سلام وړاندې کوي اؤ د هر رقم ترهګرۍ په ضد د پوځ تر څنګ ولاړ دی.

تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې هم وسله والو د شمالي وزیرستان نه د کسټم یو انسپکټر اؤ دهغه ډرایور تښتولي وؤ.

د غېر دولتي څیړنیزې ادارې [پيکس] د رپورټ ترمخه تېر د ستمبر په میاشت کې پاکستان کې 77 ترهګریزې حملې شوي اؤ په دې کې تر ټولو زياتې 47 حملې خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، په 77 بريدونو 77 کسان وژل شوي، چې پکې 38 امنيتي اهلکار، 23 ملکي وګړي او 16 جنګيالي شامل دي.

د رپورټ ترمخه، د پاکستان امنيتي ځواکونو 34 مشکوکه جنګيالي وژلي او 16 یې نيولي دي.

پيکس ويلي، خېبرپښتونخوا کې په 47 حملو کې 54 کسان وژل شوي، او قبايلي ضلعې د ترهګرۍ نه تر ټولو اغېزمنې پاتې شوي، په قبايلي ضلعو کې 26 حملو کې 37 کسان وژل شوي دی.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00
XS
SM
MD
LG