لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون جرګه: پوځ، او وسله والې ډلې دې 60 ورځو کې وځي؛ په ډيورنډ پاسپورټ او ويزه نه غواړو


د پښتنو د حقونو تحریک پي ټي اېم لخوا په خیبر کې جوړې جرګې وسله والو ډلو، پوځ، طالب او داعش ته خبرداری ورکړی چې د پښتنو د سیمې نه دې په 60 ورځو کې وځي او غوښتنه یې کړې په ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د 2010م نه وړاندې حالت دې بېرته پر ځای شي.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتين چې کله د جرګې د پرېکړو اعلان کوو نو د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا علي امین ګنډاپور هم د نورو پښتنو مشرانو سره په سټېج ولاړ وو. په سټېج د مرکزي حکومت لخوا کوم استازی، البته، په نظر نه ښکارېدلو. ټولو ګډونوالو دا قسم هم کړی چې د جرګې پرېکړې به عملي کوي.

ښاغلي پپښتین د جرګې د پرېکړو اعلان د پښتنو د سیمو نه د پوځ او وسله والو ډلو د ویستلو د غوښتنې نه پېل کړو:

“پاکستاني پوځ او وسله وال تنظیمونه چې په بېلا بېل نومونو د داعش نه تر طالب پورې یادېږي، دې جرګې مشترکه پرېکړه وکړه چې دوه میاشتې ټایم دې ورسره چې زمونږ د خاورې نه دې وځي.”

‎منظور پښتين وويل، که چري په دې دواو مياشتو کې په دې خاوره امن خرابوونکي قوتونه د دې خاورې څخه ونه وتل، بيا به دا جرګه خپل بندوبست کوي، چې څنګه د دې خاورې نه او د دغې وطن نه مونږ هر هغه قوت ايستلی شو، چې په دې خاوره جنګ جوړوي.

‎هغه ویلي د هرې ضلعې نه به د 3000 بې وسلې کسانو يو لشکر هم جوړېږي او وايي د دوی شمېر به د دوه لاکه نه زیات وي.

په خیبر کې د دریو ورځو د بحثونو وروسته، ښاغلي پښتین د جرګې اعلان د شپې ناوخته کړی او تر اوسه د جرګې پرېکړو ته حکومتي غبرګون ښودل شوی نه دی.

جرګې یوه مهمه فیصله دا کړې ده چې په ډېورنډ کرښه باندې څومره هم د تګ راتګ او تجارت ګېټونه، لارې دي، د 1893 نه واخله تر 2010 پورې چې په کومو قوانينو باندې پښتنو افغانانو ته د تګ راتګ اجازت وو بغېر پاسپورټ ويزې، هغه به بيا بحال کيږي.

د پاکستان حکومت د افغانستان او پاکستان تر منځ په ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه لازمي کړې او وايي د دواو هېوادونو تر منځ د خلکو د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه په ټوله نړۍ کې منل شوی قانون دی.

دا به کتلی شي چې د پښتنو دغه جرګه خپله پرېکړه څنګه عملي کوي. او ایا د افغانستان سره د مودو راسې په لانجو کې بوخت پاکستان به څنګه د جرګې دغه غوښتنه سر ته رسوي؟

د جرګې د پرېکړې په وخت په زرګونو خلک په یو لوی میدان کې ناست وو او هرې پرېکړې ته یې په ځواب کې شعارونه ورکول.

منظور پښتین جرګې ته سپارښتنه کړې وه چې د ډیورنډ کرښنه نه مني خو د 80 کسیزه جرګې په پرېکړه کې د ډيورنډ د کرښې د منلو یا نه منلو کومه خبره یاده شوې نه ده او یا کېدای شي منظور پښتین د پرېکړو د اعلان په وخت په دغه ټکي غلی پاتې شوی دی.

جرګې په خیبر پښتونخوا کې د لانجمن قانون، “اېکشن اېن اېډ اف سېول فاور” د ختمولو غوښتنه کړې. د یاد قاون تر مخه پوځ سره د کوم مشکوک تن د نیولو او نا معلومه مودې پورې د هغه د ساتلو اختیار دی. زیاتره قانون پوهان دغه قانون “تور قانون” بولي.

پښتون سیاستمدار افراسیاب خټک مخکې ویلي وو چې د یاد لانجمن قانون پر ضد یې سپریم کوټ ته په 2019م کې عریضه ورکړې خو سپریم کوټ تر اوسه د قضیې اورېدو لپاره ورځ یا نېټه ټاکلې نه ده.

دې ته ورته، یوه پرېکړه دا هم ده چې جرګه د پوځي عدالتونو فیصلې او د خلکو د بندي ساتلو مرکزونه نه مني او د ټولو سیاسي قېدیانو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده خو حکومت ته یې کومه نېټه نه ده ورکړې.

د ښاغلي پښتین په وینا د جرګې یوه پرېکړه دا ده چې بجلي د پښتون وطن پيدوارا دی، په قبايلي سيمو کې اعلان دا دی چې دا به مفته وي، خو د مفتې دا معنا نه ده چې بجلي به نه وي، او د پښتونخوا په نورو سيمو کې دوی د 60 زياتې روپۍ په يو يونټ اخلي، جرګې متفقه فيصله وکړه، چې د نن ورځې نه پس به هيڅوک په يو يونټ تر پينځو روپو زيات بل نه ورکوي.

‎منظور پښتين وویل، جرګې پرېکړه وکړه چې د پښتنو په منځ کې د قبيلو د يو بل ترمنځ شخړې دي، يا په دې وطن باندې د فرقو په بنياد باندې کوم جنګونه دي، د هغو د حل کولو د پاره جرګې خپله يوه جرګه جوړه کړه، هغه به ټولو ضلعو ته ځي خصوصي به کورمې ضلعې ته ځي، هلته او په ټولو ضلعو کې به د جنګ بندۍ پرېکړې کوي.

جرګې په بدیو کې د ښځو (یا سورې) ورکولو د رواج ختمولو پرېکړه کړې؛ په پي ټي اېم د حکومتي بندیز ختمولو غوښتنه کړې؛ د وسایلو په هکله د هغو پروژو تړلو خبره یې کړې چې که د جرګې استازې ډلې یې د پښتنو په ګټه نه ګڼي؛ وايي په جرګه کې د ګډونوالو خلاف د کوم ممکنه ګام اخستلو پر ضد به جرګه ودرېږي؛ د تړل شوو شناختي کارډونو د ازادولو غوښتنه د دې ګواښ سره شوې چې که دا کار ونه شو نو دا نور پښتانه به ورته کارډونه بېرته ورکوي او په بدل کې دې حکومت، د ښاغلي پښتین په وینا، د دوی اعلان ته انتظار وکړي.

ښاغلي پښتین ووېل چې جرګې دا فیصله هم کړې چې وردي یا بغیر وردي تن که د کوم پښتنون نه پیسې غواړي نو ټول قام به د دغه ډول “بهته خورۍ” يعني په زور د چا نه د پیسو اخستلو، پر ضد ودرېږي.

د جرګې په پرېکړو کې په پاکستان کې د چین د پنګو په اړه کومه خبره شوې نده او نه هم سیمه ایز سیاست کې د امریکا د رول لوبولو یا نه لوبولو غوښتنه شوې ده.

د پاکستان حکومت د پي ټي اېم په غوښتنه د قامي جرګې د جوړولو نه وړاندې، په شپږم اکتوبر پي ټي اېم یو غېر قانوني تنظیم وبالو.

په پي ټي اېم د حکومت د وروستي بنديز نه ډېره موده وړاندې، د پاکستان نزدې ټول حکومتي او شخصي ټېلېوېزنونه او د مېډیا نورې برخې، یا د خپله ځانه او یا د کومو چارواکو په اشاره، د پي ټي اېم اوسنۍ جرګې یا د دغه تنظیم د سولې لویو جلسو او غونډو ته ځای نه ورکوي.

د تېرې شورو/سهه شنبې په ورځ په خیبر کې پولیسو د جرګې میدان ته په ورغلو کې ډزې هم کړې وې.

پي ټي اېم وايي پولیسو په ډزو د تنظیم څلور کسان وژلي او نهه نور یې ژوبل کړي دي. قامي جرګې نن په پېښه کې وژل شوي کسان هم یاد کړل

د یادې پېښې وروسته، حکومت پي ټي اېم ته د جرګې په کولو مجبور شوی وو. د بشري حقونو ډلو د پي ټي اېم پر ضد د حکومت ګامونه غندلي وو.

پېښور ته نزدې، په خیبر کې د جرګې له امله، د تېرو څو ورځو راسې، د جرګې د ځای شاو خوا سیمو کې انټرنټ یا تړل شوی وو او یا ډېر ضعیف وو.

د انټرنټ د نشتوالي له امله، وي او ای ډيوه هم د جرګې د میدان نه نېغ په نېغه خبرونه ورکولای نه شو.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG