لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 "ضروري ده چې غیر ائیني او غیر جمهوري حکومت چپه کړل شي": اڅکزی


د پښتونخوا ملي گوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي دي په پاکستان کې ډېر اړی گړی روان دی، د اولس عزت تروړل کیږي، گراني سِوا شوې او روزگار نشته ده، د هغه په خیال:

"که دا حالات هم داسې پاتې شو نو پاکستان خانه جنگۍ ته روان دی"

د وي او ای ډیوه سره د فیس بک دلارې په یوه ځانگړی مرکه کې ښاغلي اڅکزي د عمران خان په حکومت ډېرې نیوکې وکړې او دا یې یو غیر ائیني او یو غیر جمهوري حکومت وباله، هغه وویل:

" ضروري ده چې غیر ائیني او غیر جمهوري حکومت چپه کړل شي"

ښاغلي اڅکزي وویل چې د حکومت د مخالفه گوندونو په اخري ټول گوندیز کانفرنس کې پرېکړه شوې وه چې اولس به د راپاسیدلو د پاره تیاروي. هغه غوښتنه وکړه چې باید د مخالفو گوندونو غړي سره کيني او په شریکو نکاتو سره صلاح شي.

ښاغلي اڅکزي د پاکستان په پوځ په سیاست کې د مداخلت کولو تور پورې کړو، هغه د یو تپوس په ځواب کې وویل چې د پاکستان د جوړیدلو نه تر اوسه په دې خبره جگړه روانه ده چې هره اداره دې په خپل خپل چوکاټ کې کار وکړي.

هغه وویل د پاکستان پوځ دې په سیاست کې کار نه لري او د مداخلت نه دې لاس واخلي ، هغه وویل:

"که یې نه اخلي نتیجه به یې بحرانونه وي او دا اوسنې بحران یې تر ټولو خطرناک بحران دی"

محمود خان اڅکزي وویل:

"د پاکستان د چلولو یواځينۍ لار دا ده چې دا دائین لاندې روان وي او ټولو ته قابل قبول وي"

د پوځ او حکومت ځواب

په پاکستاني پوځ د سیاسي گوندونو لخوا د عمران خان د حکومت د جوړولو تورونو تل د پوځ د مطبوعاتو د څانگې لخوا رد شوي. پوځ وايي وسنی حکومت د اولس منتخب او ائیني دی.

د حکومت مخالفو گوندونو لخوا د حکومت په ضد د احتجاج په حقله د وزیراعظم عمران خان ځانگړي مرستیال نعيم الحق څو ورځې د مخه په یوه مرکه کې وي او ای ډیوه ته ويلي وو چې حکومت د چیلنجونو باوجود په سمه لاره روان دی.

هغه وویل په شورو کې یې حکومت په معاشي میدان کې د ډېرو ستونزو سره مخ شوې وو خو ددغه ستونزو د حل کولو کوښښونه یې کړي دي چې د ستاینې وړ دي. د نعيم الحق په خیال څنگه چې دوي حکومت واخستلو نو خزانه تشه شوې وه او ټولې ادارې کنگال شوې وې. هغه وویل د عمران خان حکومت د هغې اقتصادي اډاڼه بیا د سره جوړه کړله. هغه وویل که خدای وکړه تاسو به وگورئ چې په راتلونکي یو کال کې به ټولې ادارې په سمه لاره روانې شي.

افغانستان

په افغانستان کې د سولې لپاره د طالبانو او امریکاي مشرانو تر منځه د روانو مذاکراتو په حقله محمود خان اڅکزي وویل په افغانستان کې امن ته اړتیا ده.

هغه وویل چې د دويي رای دا ده چې ټول جهان د دوي وطن(افغانستان) دړې وړې کړی دی، په کار ده چې ملگري ملتونه افغانانو ته د خپلواکۍ د ساتلو په خاطر د نه ستړې کیدونکې مبارزې په سر میډال ورکړي.

هغه وویل چې ټول جهان به افغانانو ته د افغانستان د اسقتلال ضمانت ورکوي. د اڅکزي په خیال د افغانانو حق دی چې د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي او ملگري ملتونه یې ضمانت واخلي چې د افغانانو خپلواکي وساتل شي.

پښتون ژغورنې غورځنگ

د پښتون ژغورنې غورځنگ د مشرانو او د قامي اسمبلۍ د غړو علي وزير او محسن داوړ او ځیني نورو کارکنانو د گرفتاریو په حقله په فیس بک د شوو سوالونو په ځواب کې ښاغلي اڅکزي وویل چې که بل څوک ودریږي او که نه خو د دوي گوند به د هغوي په خاطر ودریږي.

ښاغلي اڅکزي د پاکستان د قامي اسمبلۍ د سپیکر اسد قیصر نه غوښتنه وکړه چې د غیر جانبدارۍ مظاهره وکړي او متخب غړي پارلیمان ته ور وبلي. هغه وویل د سپیکر زمواري ده چې دواړه راوغواړي.

د محمود خان اڅکزي په خیال:

"دا رنگه پاکستان نه چلیږي چې انصاف پکې نه وي"

هغه وویل چې ټول دې ملا وتړي چې احتجاج وکړو. خو ښاغلي اڅکزي دا هم وویل داسې کار به نه کوي چې د وخت نه مخکښې پاسي او خپل هدف ته او نه رسیږي.

که غواړئ دغه مرکه په لانديني لینک اوریدی شئ

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG