لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد عملیات: هسپتالونو ته د نهه کسانو مړي اؤ 96 زخمیان ور وړل شوي، زیاتره پکې پښتانه دي


پاکستان تحریک انصاف ګوند دعوه کړې ده چې اسلام اباد کې د هغوي په مظاهره چیانو د امنیتي ځواکونو په ډزو کې په لسګونو بېګناه وګړي وژل شوي اؤ په سوونو نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان امنیتي سرچینو د تحریک انصاف دعوه دروغ بللې ده اؤ وایي د وژنو په خبرونو کې حقیقت نشته ځکه چې پولیسو اؤ د رینجرز ځواکونو په عملیاتو کې وژونکې وسلې نه دي کارولي.

هسپتالونو کې د مرګ ژوبلې شمېره څه ده؟

په اسلام اباد کې د پمز اؤ پولي کلینک روغتونونو چارواکو ډیوه ته ویلي دغو دواړو هسپتالونو ته د 9 کسانو مړي اؤ 96 زخمیان ور وړل شوي چې په دغو زخمیانو کې 44 د پولیسو اؤ رینجرز عسکر اؤ 57 مظاهرین شامل دي.

تحریک انصاف ګوند پخپلو ټولنیزو ویب پاڼو ګڼ په اسلام اباد کې د مظاهرینو په ضد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو یو شمیر ویډیوګانې خپرې کړي دي.

په دغو ویډیوګانو کې د ډزو اوازونه اوریدل کیږي اؤ مظاهره چیان د شپې تیاره کې په سړکونو وارخطا منډې وهي.

په اسلام اباد کې د تحریک انصاف احتجاج ته د زرګونو په شمیر کې پښتانه د خېبر پښتونخوا د بیلابیلو برخو نه ورغلي وؤ اؤ غوښتنه یې کوله چې د هغوي د ګوند مشر عمران خان دې له بنده ازاد کړل شي.

د تحریک انصاف ګوند لخوا په ټولنیزو رسنیو دعوه شوې چې د اسلام باد یوازې یو روغتون ته د 33 وژل شوؤ کسانو جسدونه ور وړل شوي خو پي ټي آي بیا ددغه هسپتال نوم نه دی اخستی .

په ویډیو کې لیدل کیږي چې د هسپتال دننه مړي په کفنونو کې رانعښتي په بېډونو پراته دي اؤ تر شا یې د یو نامعلوم تن غږ اورېدل کیږي اؤ هغه وایي چې یوازې دې هسپتال ته 33 مړي راوړل شوي دي. خو ددغه ویډیو نه بیا نه واضحه کیږي چې دا مړي د کوم وخت دي اؤ یا بیا په کوم هسپتال کې پراته دي؟.

د امنیتي سرچینو دریځ

حکومت لا په سمدستي توګه د تحریک انصاف دې دعوې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو ګڼ شمیر پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو له خولې بیا د تحریک انصاف دا دعوې د حقیقت نه لرې بللې دي چې ګنې د اسلام اباد عملیاتو کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

پاکستاني رسنیو نه ده واضحه کړې چې امنیتي سرچینو نه یې مراد پوځ دی که پولیس خو عموماً چې پاکستان کې پوځ نه غواړي یوه خبره په خپله خوله وکړي نو هغه خبره پاکستاني میډيا ته د "سرچینو" په نوم ور وړاندې کړي اؤ پاکستاني مطبوعات یې بیا د سرچینو په نوم نشروي.

اسلام اباد کې د نهې اؤ شورو په منځ شپه کې له شوي اپریشن وروسته هم پاکستاني مطبوعاتو د شورو په ورځ د امنیتي سرچینو له قوله ویلي چې په اسلام اباد کې امنیتي ځواکونو هیڅ رقم وژونکې وسله نه ده استعمال کړې اؤ د وژنو خبرونه دروغ اؤ یوه منفي پروپېګنډه ده.

د پاکستان د وزیراعظم سلاکار رانا ثناء الله منلې چې تېره شپه پولیسو اؤ د رینجرز ځواکونو په اسلام اباد کې د تحریک انصاف د مظاهره چیانو په ضد عملیات کړي خو هغه ویلي چې اسلام اباد کې د خلکو د وژنې مقدمې به د احتجاج راجوړونکو په ضد درج کولی شي.

تحریک انصاف ګوند پخپلو بیلابیلو ټویټونو کې دعوه کړې چې د هغوي په په لسګونو کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې په ګولیو لګیدلي چې ځينې په هسپتالونو کې دي اؤ ځېنې نور مړي یا خو لا په ساحه کې پراته دي اؤ یا هم حکومت د رسوایۍ له ویرې پټ کړي دي.

د تحریک انصاف یو مرکزي مشر شهباز ګل په ایکس رسنۍ خپل یو ټویټ کې دعوه کړې چې په اسلام اباد کې د امنیتي ځواکونو په ډزو تر 100ؤ زیات کسان وژل شوي خو هغه د خپلې دې دعوې هیڅ ثبوت مخې ته نه دی راوړی.

د تحريک انصاف ګوند يو بل مشر شېر افضل مروت د بېګاه شپې عملياتو کې د 12کسانو وژنه تاييد کړې ده خو د تحريک انصاف رسمي بيان کې بيا د اتوو کسانو د وژل کیدو دعوه شوې ده.

نړۍ نه د پي ټي آي غوښتنه

پاکستان تحریک انصاف ګوند د نړیوالې ورورولۍ نه غوښتنه کړې ده چې په دې ظلم باید غلي پاتې نه شي اؤ په کلکه دې غږ پورته کړي.

د نهې اؤ چهارشنبې په منځ شپه کې پاکستان تحریک انصاف ګوند په سوشل میډیا خپور کړي خپل یو بیان کې تور لګولی چې سرکاري مشینرۍ د هغوي د ګوند په لسګونو فعالانو باندې نیغ په نیغه ګول ورولي اؤ وژلي یې دي.

د پي ټي اي ویاند ویلي د دوي ګوند ته تر اوسه د اتوؤ وژل شوؤ فعالانو په هکله معلومات ترلاسه شوي چې د هغوي نومونه انیس شهزاد ستي، ملک مبین، اورنګزیب، عبدالقادر، ملک صفدر علي، احمد ولي، محمد الیاس او عبدالرشید دي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې صورتحال په قابو کې دی اؤ د سبا ورځې نمر به د نوي سوچ سره څیره وهي.

هغه ویلي زه پي ټي آي ته ویل غواړم چې "بس دی اوس قلار هم شئ، تر څو به داسې کیږي".

وموړي ویلي چې د زیارت له ورځې به سکولونه پرانستی اؤ میټرو بس اؤ انټرنیټ خدمات به پیل کړل شي.

د کورنیو چارو وزیر ویلي په احتجاجونو کې د افغان وګړو د برخې اخستو په اړه حکومت فیصله کړې اؤ په راتلونکو څو ورځو کې به هغه په دې اړه میډیا ته معلومات ورکړي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په 24م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک باندې د احتجاج اعلان کړی وو چې له هغې وروسته د خېبر پښتونخوا اؤ د ملک د نورو برخو نه په زرګونو د پي ټي آي فعالان اسلام اباد ته ورغلي وؤ خو پولیسو اؤ د رینجرز ځواکونو ځاي پځاي د هغوي مخه نیولې وه اؤ اوښلن ګیسونه یې پرې توغولي وؤ.

له سخت مقاومت وروسته تېره شپه د پي ټي آي مظاهره چیان د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډا پور اؤ د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي په مشرۍ کې ډي چوک اسلام اباد ته په رسېدلو کې بریالي شوي خو هلته پرې امنیتي ځواکونو سخت شیلنګ کړی ؤ اؤ له ډي چوک یې په شا تګ مجبوره کړي وؤ.

د شپې ناوخته بیا د اسلام اباد بریښنا قطعه کړل شوه اؤ امنیتي ځواکونو د مظاهرینو په ضد عملیات وکړل چې پکې تحریک انصاف ګوند د خپلو ګوند فعالینو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو دعوې کوي.

پي ټي آی په دې احتجاج کې د خپل باني مشر عمران خان په شمول د دغه ګوند د ټولو بندي مشرانو د خوشي کولو، د 26م اییني بدلون د ختمولو او په انتخاباتو کې د شوو درغلیو د پلټنو لپاره د خپلواکه کمېشن جوړولو غوښتنې کولې.

علمیاتو ته د امریکایي قانون سازانو غبرګون

اخوا د امریکې یو شمیر قانون سازانو اؤ د بخښنې نړیوال سازمان په اسلام اباد کې د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف په فعالانو د شوي تشدد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ سلاکار رچرډ ګرینل ،پخواني امریکایي سفارتکار زلمي خلیلزاد اؤ د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل د تحریک انصاف ګوند په ضد د طاقت په کارولو اندېښنې ښودلي اؤ د دغه ګوند د بندي مشر عمران خان د خوشې کولو غوښتنې یې کړې دي.

د کانګرس ریپبلکن غړي ښاغلي کاسر په ایکس رسنۍ خپل یو ټیوټ کې لیکلي،په زرګونو پاکستانیان د جمهوریت لپاره احتجاج کوي اؤ هغوي د پرتشدده جبر سره مخ دي.

هغه ویلي "زه داسې خبرونه اورم چې حکومت د مظاهره چیانو خلاف نیغ په نېغه ډزې کوي اؤ اوښلن ګیس استعمالوي، زه ددې تشدد غندنه کوم اؤ په حکومت ټینګار کوم چې دې مظاهرو ته په پرامنه توګه د جاري پاتې کیدو اجازه ورکړي".

د ریپبلکن ګوند بلې سینیټرې راشده هم په ایکس رسنۍ خپل یو بیان کې ویلي پاکستان کې په مظاهره چیانو وحشیانه جبر اؤ سیوا شوی دی.

هغې لیکلي "سیاسي تشد د جمهوریت اؤ بشري حقونو د چقولو هڅه ده ، زه د هغو زړورو پاکستانیانو تر څنګ ولاړه یم چې د بدلون لپاره راپورته شوي اؤ احتجاج کوي".

سینیټر جم میک ګورن په ایکس رسنۍ خپل بیان کې ویلي هغه،په دې اورېدو پرېشانه دی چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د مظاهرو ځواب په پراخه کچه په ګرفتاریو ،تشدد اؤ د انټرنیټ په تړلو سره ورکوي.

پخپل ټویټ کې ښاغلي جم میک ګورن لیکلي "د رایې د اظهار ازادي یو بشري حق اؤ جمهوریت یو مهم عنصر دی".

د ري پبلکن ګوند سنیټري سمر لي په ایکس رسنۍ خپور کړي خپل یو بیان کې ویلي"زه د پاکستاني ولس لخوا د خپل انتخابي سالیمت اؤ عدالتي انصاف لپاره د احتجاج د لارې د ښودل کېدونکې بهادرۍ نه متاثره یم اؤ د خپلو بنیادي حقونو د غوښتنې پسر چې په هغوي هر رقم تشدد کیږي غندنه یې کوم".

هغې لیکلي ،هر څوک د وینا اؤ د جمهوریت د غوښتنې کولو حق لري.

همدا شان د امریکې د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ سلا کار رچرړ ګرینل په ټولنیزه رسنۍ ایکس د اسلام اباد د احتجاج په اړه یو پوسټ ري پوسټ کړی اؤ د هغې د پاسه یې لیکلي چې "عمران خان دې خوشې کړل شي".

د امریکې پخواني سفارتګار زلمي خلیلزاد په ایکس رسنۍ خپل پوسټ کې لیکلي چې اسلام اباد نه د پرامنه مظاهره چیانو د ویستلو لپاره پوځي عملیات اؤ د عمران خان د ښځې ګرفتارول ( چې اسټبلشمنټ پرې غور کوي) به بې وقوفي وي .

هغه لیکلي چې ددې اقداماتو په پایله کې به لا نورې نورې وینې توهیږي اؤ اړی ګړی اؤ بې ثباتي به رامنځته کیږي.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې ده هوښیاري به دا وي چې عمران خان له بنده خوشې کړل شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG