لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د موسمیاتو محکمه: په خېبرپښتونخوا کې سبا نه د بارانونو او په غرنۍ سیمو کې د واورو امکان دی


د موسمياتو محکمې ويلي، د 25مې فرورۍ څخه د خېبرپښتونخوا صوبې په لوړو او مينځنوعلاقو ته لويديځي هواګانې داخليږي او د اثراندازه کېدو امکان ‏یې څرګند کړل شوی دی
د موسمياتو محکمې ويلي، د 25مې فرورۍ څخه د خېبرپښتونخوا صوبې په لوړو او مينځنوعلاقو ته لويديځي هواګانې داخليږي او د اثراندازه کېدو امکان ‏یې څرګند کړل شوی دی

​پاکستان کې د موسمیاتو محکمې خبر ورکړی چې د ‏‎25‎مې نه تر ‏‎27‎مې فرورۍ پورې د ملک په برنو او منځنيو علاقو کې ‏د بارانونو او واورې د ورېدو امکان دی.‏

د موسمياتو محکمې ويلي، د 25مې فرورۍ څخه د خېبرپښتونخوا صوبې په لوړو او مينځنوعلاقو ته لويديځي هواګانې داخليږي او د اثراندازه کېدو امکان ‏یې څرګند کړل شوی دی. ‏

ويل شوي، د ‏‎27‎مې فرورۍ پورې د صوبې په زياترو ضلعو چترال، دير، ملاکنډ، سوات، اېبټ اباد، مانسهره، هري پور، کوهستان، شانګله، تورغر، ‏بټګرام، بونير، کرک، خېبر، پېښور، نوښار، مردان، صوابۍ، باجوړ، کورمه، ټانک، وزيرستان، کوهاټ، هنګو، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعيل خان ‏کې د بارانونو او په غرونو د واورې ورېدو امکان دی.‏

ويل شوي د تېزو بارانونو او واروې ورېدو له امله سړکونه بندېدی شي او د ګاډو تګ راتګ اغېزمنه کېدی شي، او د غرونو راښوېدو اندېښنه څرګنده کړل ‏شوې ده.‏

د موسمياتو محکمې د ‏‎26‎مې او ‏‎27‎مې فرورۍ په ورځو کې په بلوچستان صوبه کې هم د بارانونو او په غرونو د واورې ورېدو امکان څرګند کړل شوی دی، ‏دغه ډول څرګندونه د اسلام اباد او د پنجاب صوبې د بېلابيلو برخو دپاره هم شوي دي.‏

خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې اړونده ادارو ته لاروښوونه کړې چې وسايل په کار راولي منصوبه بندي وکړي، حساسه او د سېلګرۍ ‏سيمو ته ټرېفک کنټرول کړي، او په بېړنيو حالاتو کې مشينري په کار واچوي غټې وړې لارې د ټرېفک دپاره ازادې وساتي.‏

په خلکو غږ شوی چې محتاط پاتې شي او ځان د موسم د حال نه خبر وساتي.‏

تېره اوونۍ د خېبرپښتونخوا صوبې په بېلابيلو برخو کې د باراني پېښو له امله لږ تر لږه څلور تنه مړه او نهه ټپیان شوي او بېلابيلو پېښو کې څلورو ‏کورونو ته زيان اوښتی، ‏د بارانونو او واورو له امله ځينې لارې هم بندې شوې وې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG