لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میانوالي کې په پولیس پوسته وسله والو د راکټ لانچرو اؤ لاسي بمونو برید کړی،2 عسکر ژوبل


File Photo
File Photo

د پښتونخوا سره په پوله پرته د پنجاب میانوالي سیمه کې وسله والو د پولیسو په یوه پوسته د درنو وسلو اؤ لاسي بمونو برید کړی چې د پولیس چارواکو په وینا دې برید کې دوه عسکر ژوبل شوي دي.

د پنجاب پولیس ترجمان پخپل یو بیان کې ویلي چې د اتوار اؤ ګل په منځ شپه کې د 12 نه نیولي تر 14 ترهګرو د میانوالي د قبول خېل په پوسته د راکټ لانچرو اؤ لاسي بمونو برید کړی خو وایي پولیسو دا برید پشا تمبولی دی.

ویاند ویلي د شپې تیاره کې ترهګرو په امنیتي پوسته یو شمیر راکټونه وداغل اؤ هم یې لاسي بمونه ګزار کړل خو ایي پولیس په زړورتیا سره ددغه برید ځواب ورکړو اؤ ترهګر یې په شا تګ ته اړ ویستل.

د پنجاب پولیسو ویاند منلې ده چې دې برید کې دوه پولیس ژوبل شوي دي اؤ زیاته کړې یې ده چې ترهګر د شپې تیاره کې تښتېدلي خو پولیسو یې لټون پېل کړی دی.

د پنجاب صوبې د پولیسو مشر یا آي جي ترهګریز برید په چټک ځواب ویلو د پنجاب پولیسو ستاینه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې په تېرو څو میاشتو کې پنجاب کې په پولیسو دا نهم ترهګریز برید دی چې پولیسو شنډ کړی دی.

د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په دې وروستیو کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې چې پکې په سلګونو امنیتي عسکر،قامي اؤ سیاسي مشران اؤ عام خلک وژل شوي خو نسبتاً پنجاب صوبه بیا تر ډيره حده له دې بریدونو خوندي پاتې ده.

په ۲۴م اګست هم د پنجاب په ډيره غازي خان سیمه کې د تندروه وسله والو اؤ پولیسو تر منځ نښته شوې وه چې چې په کې د یو ایس ایچ او په ګډون دوه پولیس ژوبل شوي وؤ اؤ پولیسو د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه.

پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌ سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) په خپل وروستي رپورټ کې ويلي، پاکستان کې د جولای په میاشت کې د ترهګرۍ 79 پېښې شوي، 81 کسان پکې وژل شوي او 71 ژوبل شوي وو.

خو په اګست کې هم بیا په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې ګڼ شمیر ترهګریز بریدونه شوي چې په لسګونو امنیتي عسکر اؤ عام خلک پکې وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

په 26 اګست هم په بلوچستان صوبه کې ګڼ شمیر ترهګریز بریدونه شوي وؤ چې د رپورټونه له مخې د 14 پوځيانو په ګډون پکې نژدې ۷۰ کسان وژل شوي وؤ.

ددغو بریدونو پړه بیلتون خوښې بلوڅ وسله والې ډلې بلوچ لبریشن ارمي پغاړه اخستې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې بریدونو کې یې 130 پوځيان وژلي خو د بي ایل اې دا دعوه ازادو سرچینو نه ده تایید کړې.

د پیکس رپورټ وایي د جولایي په میاشت کې پاکستان کې ترهګریز بریدونه 14 فيصده او ځاني تاوان 80 فيصده سېوا شوی دی.

د پيکس د شمېرو ترمخه، "د خېبرپښتونخوا په بندوبستي علاقو کې 36 حملې شوي، 60 کسان پکې وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي، او قبايلي ضلعو کې 26 حملې شوي، 30 کسان پکې وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي".

د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، د جولايۍ په میاشت کې په بلوچستان صوبه کې 12 حملو کې 12 تنه وژل شوي او 18 ژوبل شوي، سیند صوبه کې په پينځو حملو کې شپږ تنه وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG