د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې فعاله طالب وسله والو د یو روسي سیلاني د تښتولو دعوه کړې ده.
وسله والو د تښتول شوي روسي سېلګر عکس هم په ټولنیزو رسنیو خپور کړی خو ټي ټي پي بیا ددغه تښتول شوي تن پېژندګلو مخې ته نه ده راوړې.
د پاکستان په ګډون د ملګرو ملتونو امینت شورا، امریکې، برتانیې، چین، ایران، روس اؤ یو شمیر نورو هیوادونو هم ټي ټي پي یو ترهګر تنظیم ګرځولی دی.
د وي او اې اردو د رپورټ له مخې د شمالي وزیرستان ځایي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ددغه قبایلي ضلعې نه د یو روسي سیلاني د تښتول کېدو اطلاعات تایید کړي اؤ له دې څخه یې بې خبري ښودلې چې تښتوونکو دا روسی سېلګر چرته ساتلی دی؟
د چارواکو دعوه ده چې دا روسی سېلګر د تحریک طالبان پاکستان د حافظ ګل بهادر ډلې وسله والو تښتولی دی.
د تي ټي پي ځینو سرچینو هم وي او اې اردو څانګې ته د روسي سېلګر د تښتولو پخلی کړی دی.
وسله والو په سوشل میډیا خپل یو پوسټ کې دعوه کړې ده چې د تښتول شوي روسي سېلګر د خلاصون لپاره اسلام اباد کې د روس سفارتخانه تماسونه دوي سره تماسونه نیسي.
خو په رسمي توګه اسلام اباد کې د روس سفارت خانې یا خارجه وزارت په دې اړه هیڅ نه دي ویلي.
وي او اې اردو پخپل رپورټ کې ویلي د سیمې سرکاري چارواکو وراته د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي چې د شمالي وزیرستان څخه د پاکستان د ټيلي فون محکمې پي ټي سي ایل درې ملازمان هم تښتول شوي دي.
چارواکو ویلي دا ملازمان د میران شاه د یو کلي څخه تښتول شوي دي خو په رسمي توګه ددې ملازمانو د تښتول کېدو هم تر اوسه پخلی نه دی شوی.
شمالي وزیرستان په کال ۲۰۱۴م کې د ضرب عضب په نوم له پوځي عملیاتو وړاندې د وسله والو اغواکارو یا تښتوونکو مرکز پاتې شوی ؤ.
د کال ۲۰۰۵م نه تر ۲۰۱۴م پورې د پېښور اؤ اسلام اباد نه د غېرملکي ډپلوماټانو په ګډون ګڼ شمیر کسان وسله والو تښتولي اؤ په دغه قبایلي سیمو کې یې پخپلو خفیه ځالو کې ترغمال کړي وؤ.
په دې تښتول شوؤ کسانو کې پېښور کې د افغانستان پخوانی کونسل جنرال عبدالخالق فراهي،پېښور کې ګمارل شوی یو ایرانی ډپلوماټ، افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر عزیز الدین، د اسلامیه کالج پوهنتون پېښور پخوانی وایس چانسلر ډاکټر اجمل خان، د پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني ځوي علي حیدر ګیلاني اؤ د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثیر ځوي شهباز تاثیر د یادولو جوګه دي.
هم په دغه دوران کې د ټي ټي پي وسله والو د پاکستان د طاقتورې استخباراتي شبکې آي ایس آي مشهور افسر کرنل(ر) امام اؤ کرنل(ر) خالد خواجه هم تښتولي وؤ ، د دوي سره یې برتانیه کې میشت پاکستانی خبریال هم ترغمال کړی ؤ.
خو وروسته بیا طابان د آي ایس آي دواړه تښتول شوي افسران وژلي اؤ خبریال یې خوشې کړی ؤ.
( دا رپورټ د وې او اې اردو څخه اخستل شوی دی)
Forum