لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن نقوي: په تېره یوه اونۍ کې 4، 5 ځانمرګي بریدګر نیول شوي 


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دعوه کړې ده چې پاکستان کې په تېره یوه اونۍ کې 4، 5 هغه خودکش برید ګر نیول شوي چې غوښتل یې ځانونه والوځوي.

هغه ویلي پاکستان کې دا مهال په بشپړ ډول جنګي صورتحال دی اؤ د ترهګرۍ په ضد حکومت اؤ ټول ځواکونه په ګډه جنګیږي.

په کوټه کې د بلوچستان د وزیراعلا سره په ګډه میډیا سره خبرو کې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل "مونږ نه یوازې پولیسو ته غوره اسانتیاوې ورکوو بلکې اوس ایف سي ته هم اختیارات ورکوؤ چې هغوي وجنګیږي".

د کورنیو چارو وزیر دا خبرې وروسته له هغې کړي چې پرون د خالي په سهار د کوټې په ریلوی سټېشن کې یو ځانمرګي برید کې د 14 پاکستاني پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي او تر 60 زیات نور ژوبل شوي ؤؤ.

ددې برید ذمه واري بیلتون غوښتونکې بلوچ وسله والې ډلې بي ایل اې پغاړه اخستې ده.

د کورنیو چارو وزیر له چاودنې وروسته کوټې ته رسیدلی اؤ هلته یې رسنیو ته ویلي مونږ ته به په ګډه د ترهګرۍ مقابله کول وي.

د هغه وینا وه "نه یوازې وفاق بلکې د پاکستان ولس ته به هم په ګډه دا مقابله کول وي،دا سمه ده چې د ترهګرۍ بهیر چټک شوی دی خو مونږ به خلکو ته وښایو چې څنګه دا ترهګري له مینځه وړو".

په دغه مهال د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي رسنیو ته ویلي چې کومو خلکو له ځانونو د بشري حقونو اتلان جوړ کړي اؤ سړکونو ته را اوځي هغوي نن چرته دي اؤ ولې ددې پېښې غندنه نه کوي؟

هغه وویل "عامو بلوچیانو ته په دې سوچ پکار دی چې حکومت خو دوي د بهترۍ لوري ته وړي،د تعلیم اؤ روغتیا اسانیو کې ورته د غوره والي راوستلو هڅې کوي خو دا کوم خلک دي چې زمونږ بلوچ ځلمو نه ځانمرګي جوړوي".

د هغه وینا وه په دې به سوچ کول وي چې بلوچستان کې به د وینو بازار تر څو ګرم وي اؤ زیاته یې کړه ترهګر هیڅ قام نه لري ،دا جګړه د ترهګرو اؤ د پاکستان د پوځ تر منځ نه ده بلکې ټولې ټولنې ته به دا جګړه کول وي.

د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.

بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.

پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د ویب ډیولپمنټ تربیت جینکو ته څه ګټې ورکولې شي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:21 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG