لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نقوي: د پي ټي ایم د همکارانو شناختي کارډ او پاسپورټ بلاکوو. پښتين: په هر حال جرګه کوو


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې- شورو په ورځ خبریالانو ته وویل حکومت به د هغه چا شناختي کارډونه اؤ پاسپورټونه بلاک کوي چې د پښتنو د حقونو له ناقانونه اعلان شوي تنظیم پي ټي ایم سره همکاري کوي.

په پاکستان کې د بشري حقونو غیر دولتي کمیشن ایچ ار سي پي خپل یو بیان کې ویلي خېبر نه په ترلاسه شوؤ اطلاعاتو ژوره اندېښنه لري چرته چې د پي ټي ایم د سیوري لاندې قامي جرګه کېدونکې ده.

پخپل یو بیان کې ایچ ار سي پي ویلي، مونږ د غیر مسلح مظاهرینو په ضد د طاقت د غیر ضروري اؤ غیر قانوني استعمال مخالفت کوؤ .

بیان کې ویل شوي چې ریاست د وړاندې څخه په پي ټي ایم د بندیز لګولو اؤ ددې ډلې د غونډې د مخنیوي غیر متناسب ګامونه پورته کړي دي حال دا چې د پېښور هایکورټ پریکړه د پي ټي ایم پرامنه پلویانو ته د راغونډيدو تحفظ ورکوي.

داخله وزیر د پي ټي ایم لخوا د «قامي عدالت» په نوم د جرګې د راجوړولو په اړه ډاګیز ویلي چې په ملک کې د متوازي عدالتي نظام جوړولو اجازه به چاته په هیڅ قیمت ور نه کړل شي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بیا ویلي چې که د دنیا ټول قوتونه یې هم په ضد ودریږي خو دوي به په ۱۱م اکتوبر ارو مرو په خېبر کې قامي جرګه راجوړوي اؤ پښتنو نه یې په دې جرګه کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

په سوشل میډيا خپل خپور کړي یو ویډیویي بیان کې منظور پښتین تور لګولی چې حکومت د پښتنو د یووالي د مخې نیولو لپاره خېبر کې د امنیتي ځواکونو له لارې د جرګې لپاره په ورټولو شوؤ فعالانو برید کړی درې کسان یې وژلي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په حکومت غږ کړی چې د پي ټي ایم په غیر مسلح پلویانو باید د طاقت د غیر ضروري استعمال نه ډډه وکړي.

د تحریک انصاف ګوند مرکزي مشر او په قومي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر عمر ایوب خان په خیبر کې د پي ټي ایم پر پلویانو د پولیسو برید په کلکو ټکو غندلی او وایي دا "بې رحمه" عمل به د پښتنو او بلوڅانو په زړونو کې د ریاست خلاف نوره کرکه زیات کړي.

عمر ایوب خان د اکتوبر په نهمه پر خپل ایسک په یو پوسټ کې لیکلي، چې دا مسئله باید په خبرو اترو حل شي نه دا چې پر "بې ګناه" خلکو ډزې وشي او "شهیدان" کړل شي. عمر ایوب خان لیکلي چې د پي ټي ایم کسان د وفاقي حکومت په د احکاماتو په نتیجه کې وژل شوي او ټپیان شوي دي:

"شهباز شریف، محسن نقوي، اسټیبلشمنټ، استخباراتي ادارو (ای ایس ای، ایم ای، ای بي، ایف ای یو) د خېبرپښتونخوا چیف سیکرټري او د خېبرپښتونخوا پولیس ای جي ته امر کړی چې پر بې ګناه ګډون کوونکو باندې په ډزو سره د پي ټي ایم 'امن جرګه' ګډه وډه کړئ".

د پاکستان وزیراعظم، مرکزي حکومت او استخباراتي ادارو د عمر ایوب خان تور ته کوم جواب نه دی ویلی، خو د پښتونخوا حکومت څو ورځې مخکې ویلي وو چې پولیسو یې د پي ټي ایم خلاف اقدامات د مرکزي حکومت په امر کړي دي.

پي ټي ایم اعلان کړی چې په یوولسم اکتوبر د قامي عدالت په نوم خېبر کې د ټولو پښتنو یوه ګډه قامي جرګه جوړوي خو له دغې جرګې وړاندې حکومت په پي ټي ایم بندیز لګولی اؤ دا یې یوه ناقانونه ډله ګرځولې ده.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي د زرګونو په شمیر کې د خلکو ځان سره راوستلو ته جرګه نه بلکې څه نور څه ویل کیږي.

د کورنیو چارو وزیر ویل د کالعدم پي ټي ایم په ضد د بندیز لګولو مهمه وجه ددې ډلې لخوا د ریاستي ادارو اؤ پولیسو په ضد پاروونکي شعارونه اؤ د نسلي توپير په اساس قام کې تفریق پیدا کول دي.

هغه وویل که یو څوک د سیاسي شیانو یا د خلکو د حقونو خبره کوي نو ددې اجازه شته خو د ادارو په ضد د خلکو د ودرولو اجازه نه شي ورکړل کیدای.

محسن نقوي ویلي په پي ټي ایم له بندیز وروسته د خېبر پښتونخوا حکومت د 54 کسانو اؤ د بلوچستان حکومت د 34 کسانو نومونه فورتهـ شیډول کې اچولي.

د داخله وزیر په خبره، د پاکستان د قانون مطابق چې هر څوک چې په هره طریقه د کالعدم تنظیم پي ټي ایم سره مرسته کوي حکومت به د هغوي شناختي کارډونه اؤ پاسپورټونه بلاک کوي.

نوموړي تور ولګولو د پي ټي ایم ډاکومنټریانې بهرنۍ کمپنۍ جوړوي اؤ حکومت به دوي سره بهر نه د کېدونکو مرستو ثبوتونه په څو ورځو کې مخې ته راوړي.

محسن نقوي وویل "د دوي پشا ولاړو (خلکو - قوتونو) ته مو واضحه پېغام دی چې که دوي زمونږ د ملک سره داسې کوي نو دوي سره به هم همداسې کولی شي، فسادیانو لپاره مو هم همدا پېغام دی چې تاسو ته به په هیڅ صورت نه معافي نه درکول کیږي"

هغه وویل د حقونو لپاره چې څوک خبره کوي نو خبرو ته ورسره تیار یو خو دا تصور به ختمول وي چې مونږ یو نرم ریاست یو اؤ زیاته یې کړه چې د ملک خلاف څوک خبره کوي نو خبرې ورسره نه کوؤ.

"څوک چې د ملک خلاف وسله راپورته کوي اؤ د بیلتون خبره کوي هغه به زمونږ دښمن وي اؤ کوم ګوند چې د قانون په درشل کې پاتې کیږي اؤ خبره کوي هغه چې هر څومره تریخ وي زمونږ فرض دي چې خبره به ورسره کوؤ"

د پي ټي ایم مشر منظور پښتین په یو ویډیو بیان کې ویلي حکومت په دې خبره پوهیدو چې د خېبر جرګه کې د پښتنو اتحاد جوړیږي نو ځکه یې په دې تنظیم بندیز ولګولو اؤ درې درې ځله یې پرې بریدونه وکړل.

هغه وویل دوي به هرې قربانۍ ته ځانونه ونیسي خو د ۱۱م اکتوبر له جرګې به په شا نه شي.

منظور پښتین زیاته کړې ده چې دوي د امن اؤ د پښتنو د وسیلو لپاره غږ پورته کوي اؤ وایي تر اوسه یې په دې لړ کې ډیرې قربانۍ ورکړي دي اؤ نورې به هم ورکړي خو د پښتنو د یووالي له مبارزې به لاس نه اخلي.

هغه دا تورونه رد کړي چې ګنې د بهر نه ورسره مرستې کیږي.

منظور پښتین وویل خیبر کې د دوي د جرګې لپاره په ورټولو شوؤ فعالانو نیغ په نیغه ډزو کې درې کسان وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG