په پېښور کې د طبي علومو د پوهنتون خېبر مېډيکل يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر ضياالحق وايي، په کابل کې د دويي د يونيورسټۍ د يوې څانګې پرانستلو پلان لري.
ډاکټر ضياالحق وايي دافغانستان ډېر زده کونکي پاکستانۍ ادارو او ډېرو شعبو کې دلته تعليم کوي او د پاکستان حکومت د دوي لپاره د علامه اقبال سکالرشپ نوم لاندې د وظيفو پروګرام هم شروع کړی دی.
د دغه وظيفو مقصد د افغانستان د زده کونکيو په تعليم کې اسانۍ پېدا کول او مرستې ورکول دي.
خو دوي غواړي اوس افغانستان کې د طبي علومو د پوهنتون يوه څانګه يا کېمپس هم په افغانستان کې د افغانستان د زده کونکيو د اسانۍ لپاره پرانيزي. هغه وايي:
"ولې چې د افغانستان حکومت او خلکو ته ډېر زيات ضرورت دی نو د پاکستان د لوړو زده کړو کمېشن هائېر اېجوکېشن کمېشن ته یې يو خط و ليکلو چې مونږ هلته جوړ شوی جناح هسپتال که چري ټيچنګ هسپتال کې بدل کړو او هغې سره مونږ يو کېمپس پرانيزو او هم هلته کې مونږ دا ډګريانې ورکوو د دې په ځای چې هغوي په دومره ګڼ شمېر دلته راځي. د هائېر اېجوکېشن کمېشن دا منصوبه خوښه شوه. بيا مونږ دلته د خپلو فورمونه لکه سېنډيکېټ او نورو ادارو نه هم د دې منظوري واخستله."
ډاکټر ضياالحق وايي دوي د افغان کونسل ګرۍ نه هم په دې کې مرسته غوښتلې او ډېر زر به دوي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ته هم خپله دغه منصوبه وړاندې کوي.
په پېښور کې دافغان کونصلېټ جنرل اېډمنسټرېټر مفتي نورالله حقاني د پېښور خېبر مېډيکل پوهنتون دغه پلان يو نېک ګام بولي او وايي د دې تائيد کوي. هغه وايي:
"دا چې د پېښور خېبر ميډيکل پوهنتون غواړي چې په کابل کې خپله يوه طبي څانګه پرانيزي مونږ يې نېک قدم بولو. تائيد يې کوو او هرکلی ورته وايو. او دا په تعليمي ډګر کې د افغانستان او د افغان اولس سره د دوي لويه همکاري او مرسته ګڼو. زمونږ له خوا چې دوي ته د څومره همکارۍ اړتيا وي ترهر امکان پورې به ورته هغه پوره کوو."
د پاکستان حکومت د افغان زده کونکيو لپاره په اعلی تعليم کې د علامه اقبال سکالر شپ په نوم د وظيفو اعلان کړی دی چې څه ۳۰۰۰ افغان ځوانانو ته به د طب، انجينېرېنګ، زراعت، کمپيوټر ساېنس او نورو شعبو کې استعداد سېوا کولو او معياري تعليم ورکولو لپاره د هغوي تعليم، استوګنې او تر دې چې کتابونو او د پوهنتون فيس کې هم مرسته کوي.
د دې وظيفې پروګرام مقصد د دواړو هېوادونو تر مينځه دوه اړخيزه تعلقات او د اولس تر مينځه فاصلې ختمول دي. او هم د دې په رڼا کې د پېښور خېبر ميډيکل پوهنتون د افغان زده کونکيو د طب تعليم او تربيت لپاره هم کابل کې د هغوي اسانۍ لپاره د دې پوهنتون کېمپس يا د څانګې پرانستلو پلان اعلان کړی دی.