لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي وزیراعظم وايي پوځ ته یې امر کړی چې ملکي خلک دې د غزه د رفح ښار نه وباسي


د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس وویل که اسرایل رفح ته عملیات پراخ کړل نو لویه "غمیزه" به رامنځته شي
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس وویل که اسرایل رفح ته عملیات پراخ کړل نو لویه "غمیزه" به رامنځته شي

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د جمعې په ورځ وویل پوځ ته یې امر کړی چې د غزه د جنوبي ښار رفح نه دې ملکي خلک وباسي چېرته چې توقع کېږي اسرایلي ځواکونه ځمکني عملیات پراخول غواړي.

نېټن یاهو په یو بیان کې وویل د حماس د ختمولو د جنګ هدف حاصلول به ممکن نه وي که د حماس څلور بټالینې یا ډلې په رفح کې په خپل ځای بحال پاتې کړی شي.

هغه وویل په رفح کې د حماس فعالیت تقاضا کوي چې ملکي خلک د جنګ د ځای نه وویستل شي.

نېټن یاهو وویل د اسرایل ډېفېنس فورسز، دفاعي ځواکونو، ته یې امر کړی چې کابینې دې رفح نه د ملکي خلکو د انخلا او د حماس ډلې د تباه کولو منصوبه وړاندې کړي.

د نېټن یاهو په بیان کې دا نه دي وېل شوي چې هغه د رفح د انخلا منصوبه کله غواړي او دا چې 1.4 مېلین فلسطینیان په چېرته ځي. د ملګرو ملتونو چارواکو دا خبره په تکرار کړې ده چې په غزه کې هېڅ ځای هم محفوظ نه دی.

نېټن یاهو دا هفته ویلي وو چې خان یونس او رفح د حماس اخېري دوه مرکزونه پاتې دي. امریکې، برطانیې، يورپین یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

رفح د مصر سره په پوله پروت ښار دی او چارواکي خبرداری کوي چې په سیمه کې پوځي عملیات او یا په لویه شمېره کې د سرحد پورې خلکو تګ د 40 کلونو امن معاهده کمزوري کړي.

غزه زیات انساني امداد د رفح دلارې رسوول کېږي او په ښار کې جګړه به امدادي کوښښونه متاثره کړي.

تېره شپه اسرایل په رفح کې تازه حملې شروع کړې چې په کې د عیني شاهدینو او د هسپتال د چارواکو په وېنا د ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه اته کسان ووژل شوو.

د نېټن یاهو د اعلان نه څو ګنټې مخکې د امریکې صدر جوبایډن خبردار وکړو چې په پوځي عملیاتو کې د اسرایل چلند د "سر نه ختلی دی" یعنې ډیر زیات دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ناوخته د یو خبري غونډې په مهال په اسرایل دا د بایډن ټولو نه زیات سخت تنقید وو.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته چې په کې 1200 کسان وژل شوي او تر 250 پورې نور کسان په کې حماس یرغمال نیولي وو، اسرایل د حماس د ختموول دپاره په غزه کې پوځي عملیات شروع کړي دي.

په غزه کې د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت وايي په غزه کې تر اوسه د 27000 نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، د جمعې په ورځ وویل د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د خپل اسرایلي‌هم منصب یواو ګېلېنټ سره خبرې وکړي او په دې خبره یې ټینګار وکړو چې په داسې مهال چې اسرایل د حماس خلاف عملیات کوي،‌ اسرایل دې دا خبره یقیني چې ملکي خلک محفوظ وساتل شي.

د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان جان کربي هم د اسرایل ته د رفح د خالي کولو په سر سخت خبرداری ورکړو.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس وویل که اسرایل رفح ته عملیات پراخ کړل نو لویه "غمیزه" به رامنځته شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG