صدر جوبایډن وایي په نیواورلېنز کې د 15 کسانو وژونکي مشکوک بریدګر ډېر کلونه د امریکې په پوځ کې دنده تر سره کړې
پرون د نوي کال په لومړۍ ورځ د امریکې په دوو جلا ایالتونو لوزیانا او نیواډا کې دوې پېښې وشوې چې پکې 16 تنه وژل شوي او تر 30 زیات ټپیان شوي دي. دا دواړه د ترهګرۍ پېښې بلل شوې دي. صدر بایډن وایي د نیواورلېنز ښار د پېښې مشکوک بریدګر ویلي چې له داعش ډلې متاثره وو. تفصیل یې بارکوال میاخېل وړاندې کوي: