سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان څخه وسله والو د کسټم یا ګمرک محکمې یو انسپکټر اؤ د هغه ډرایور تښتولي دي.
د سیمې څخه سرچینو وي او اې ډيوه ته ویلي دا پېښه د چهارشنبې- شورو په ورځ مخې ته راغلې خو چارواکو لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سرچینو وینا ده چې د کسټم انسپکټر طفیل په ګاډي کې روان ؤ چې د میرعلي سره نزدې د کجورۍ چیک پوسټ سیمه کې نامعلومه وسله والو د هغوي ګاډی ودرولو، انسپکټر اؤ د هغه ډرایور یې راکوز کړل اؤ د ځان سره یې ګاډي کې نامعلوم مقام ته بوتلل.
سرچینې وایي تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې د تښتول شوي کسټم انسپکټر د راخلاصولو لپاره د لټون عملیات پیل کړي دی.
په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخستې خو د شمالي وزیرستان په زیاتره سیمو کې دا مهال د تحریک طالبان پاکستان د حافظ ګل بهادر ډلې د وسله والو غلبه ده اؤ تر دې وړاندې چې دې سیمه کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري دغه ډلې پر غاړه اخستې ده.
د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په دې وروستیو کې د امنیت صورتحال زیات خراب شوی اؤ پخپله حکومتي اؤ سیاسي مشران دا خبره مني چې په وزیرستان کې له ماښام وروسته حتی امنیتي ځواکونه هم ګزمې نه شي کولی.
د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي اوړمه ورځ ویلي وؤ چې په وزیرستان اؤ جنوبي ضلعو کې حالات د حکومت له کنټرول بهر شوي دي.
خو د خېبر پښتونخوا صوبې د حکومت ویاند بیرسټر سیف تېره میاشت ډیوه ته ویلي وؤ چې حالات د حکومت په کنټرول کې دي اؤ چرته چې ترهګر بریدونه کوي هلته ورته امنیتي ځواکونه کلک ځواب ورکوي.
Forum