لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د فټ بال مشهور لوبغاړی او ادا کار او جی سېمپسن د ۷۶ کالو په عمر کې وفات شو


د او جی سېمپسن کورنۍ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د لارې سوشل ميډیا وویل هغه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کېنسر یا د سرطان د ناروغۍ دلاسه ساه ورکړه
د او جی سېمپسن کورنۍ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د لارې سوشل ميډیا وویل هغه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کېنسر یا د سرطان د ناروغۍ دلاسه ساه ورکړه

د امریکې د فټ بال مشهور لوبغاړی او اداکار او جی سېمپسن چې په کال ۱۹۹۵ کې د خپلې ښځې د قتل په مقدمه کې بري شوی و خو په بله مقدمه د هغې د مرګ ذمه وار بلل شوی و او وروسته د شوکې او د دوو کسانو د تښتولو جرم کې قېد شوی و د ۷۶ کالو په عمر کې وفات شو.

د او جی سېمپسن کورنۍ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د لارې سوشل ميډیا وویل هغه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کېنسر یا د سرطان د ناروغۍ دلاسه ساه ورکړه.

په او جی سېمپسن د قتل په الزام په عدالت کې اورونه مطبوعاتو د دې "پېړۍ مقدمه" بلله. هغه د لاس اېنجلس ښار جیوري یا د منصفانو شورا د الزاماتو نه بیا بري کړو.


په هغه الزام و چې په کال ۱۹۹۴ کې یې په لاس اېنجلس ښار کې خپله پخوانۍ ښځه نېکول براون سېمپسن او د هغې ملګری رونلډ ګولډمېن په قاچو وژلي وو.

په دغه مقدمه کې د بري کېدو وروسته اوجی سېمپسن ته په نېواډا ریاست کې په ۲۰۰۸ کې د شوکې په دولسو الزاماتو او د دوو کسانو د تښتولو په جرم نهه کاله د قېد سزا ورکړی شوه او هغه په زندان ته ولېږل شو.

سېمپسن "دي جوس" یا د شربت په نامه هم یادېدو او د نونسوه شپیم او د نونسوه اوویایم په لسيزو کې د امریکې د بهترینو لوبغاړو څخه یو و.

په فټ بال او په اشتهارونو کې د بې مثاله شهرت وروسته سېمپسن په فلمونو کې هم کار وکړو او د نېکېډ ګن په شان د هالي ووډ په ځینو مشهورو فلمونو کې یې اداکار وکړه.

د سېمپسن د شهرت دوره هغه وخت بدله شوه چې د نیکول براون سېمپسن او د هغې د ملګري ګولډمېن په چاقو وهل شوي مړي په ۱۹۹۴ کې په لاس اېنجلس ښار کې د دوی د کور نه بهر وموندل شوو.

د وژنو شک په سېمپسن وشو. هغه ته امروشو چې ځان پولیس ته ورکړي خو هغه د پاسپورټ په لاس د یو ملګري سره د تښتېدو کوښښ وکړو. پولیس هغه په لاس اېنجلس ښار کې ونیولو د قتل الزامات يې پرې ولګول.

د هغې د ګرفتارۍ وروسته په عدالت کې اورونه شروع شوه چې د امریکې د شلمې پېړۍ تاریخ د ټولو نه بدمانه مقدمه او د مطبوعاتو سرکس بلل کېږي.

په دغه مقدمه کې د خلکو او د مطبوعاتو د دلچسپۍ ډیر مواد وو. یومالداره تن چې د قتل د الزاماتو په ضد يې خپله دفاع کوله، یو تورپوستی تن چې دا الزام پې لګول شوی و چې په حسد کې يې خپله پخوانۍ سپين پوستې ښځې وژلي، هغې ترې ځکه طلاق احیستی و چې ده به وهله ټکوله، هغه د ډیرو قابلو وکیلانو یا قانون پوهان ډله لرله او د حکومتي وکیلانو غلطۍ هم د توجه وړ وې.

د مقدمې د شروع کېدو راهسې سېمپسن ځان "سل فیصده" بې ګناه بللی و او په کال ۱۹۹۵ کې چې بري کړی شو نو د جیوري یا د منصفانو د شورا د غړو شکریه یې ادا کړه.

د سېمپسن مقدمې د امریکې توجه ځان د راګرځولې وه.

د هغه وخت د امریکې صدر بېل کلېنټن د خپل سېکرېټري په دفتر کې د جیورې د فېصلې اورولو منظر کتلو. ګڼ شمېر تورپوستو امریکایانود سېمپسن په بري کېدو خوشحالي وکړه چې هغه د پولیس د تعصب ښکار شوی دی. ډیرو سپین پوستو د هغه په بریت د مایوسۍ اظهار کولو.

د بري کېدو وروسته سېمپنس په وېل چې د نېکول او د ګولډمېن قاتل یا قاتلان به معلوموي او دا يې د ژوند بنیادي مقصد دی.

په ۱۹۹۷ کې د ګولډمېن او د نېکول د کورنیو په مقدمه کې د سپين پوستو د اکثریت جیوري سېمپسن د دوو وژنو ذمه وار وبللو او هغه ته یې امر وکړو چې نېکول او ګولډمېن کورنیو ته د ۳۳ اشاریه پېنځه مېلین ډالرو تاوان ورکړي. سېمپسن بري کوونکي جیوري کې اکثریت د تور پوستو منصفانو و.

د قتل په مقدمه کې د بري کېدو دیارلس کله وروسته، په ۲۰۰۸، سېمپسن ته د شوکې او د دوو کسانو د تښتولو په جرم تر۳۳ کلونو د قېد سزا ورکړې شوه.

د ښه چلند په سبب سپېمسن د ۷۴ کلونو په عمر کې په ۲۰۲۱ کې د وخت نه مخکې د بند نه ازاد کړی شو.
په کال ۲۰۱۶ کې د سېمپسن د ژوند په قېصه اسګر انعام ګټونکی فلم او جی مېډ ان امریکا جوړ شو.

اورنتال جېمز سېمپس د کال ۱۹۴۷ د جولای د میاشت په نهمه نېټه د امریکې په سان فرانسېسکو ښار کې پېدا شوی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG