لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور، سوات اؤ اورکزو کې په پولیسو د وسله والو بریدونو کې یو عسکر وژل شوی، درې ژوبل دي


 په دې نزدې وختونو کې چې پښتونخوا صوبه کې په پولیسو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده
په دې نزدې وختونو کې چې پښتونخوا صوبه کې په پولیسو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده

د خېبر پښتونخوا په سر ښار پېښور،سوات اؤ اورکزو کې په پولیسو بریدونه شوي چې یو پولیس عسکر پکې وژل شوی اؤ درې پولیس اؤ د پولیو د مخنیوي یو مامور پکې ژوبل شوي دي.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې د چهارشنبې یا شورو په ورځ د پښتونخوا د سېلګرۍ په سیمه سوات کې په ډپو چیک پوسټ د یو غر څخه وسله والو ډزې کړي دي.

سرچینې وویل په دې ډزو کې د پولیو یو ورکر اؤ دوه پولیس ژوبل شوي چې د علاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

وي او ای ډیوه په پېښه د سوات پولیس د نظر معلومولو لپاره د سوات ډي پي او سره د ټیلي فون له لارې د تماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه کامیابه نه شوه.

په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې نزدې وختونو کې چې پښتونخوا صوبه کې په پولیسو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

د صوبې په سر ښار پېښور کې هم تېره شپه نامعلومو وسله والو په یوه پولیس څوکۍ برید کړی چې پکې یو پولیس واله ژوبل شوی دی.

د پېښور پولیس د بیان له مخې دا برید په ریګي سیمه کې وسله والو د شپې په مهال کړی خو وایي د پولیسو د ځوابي ډزو په پایله کې وسله وال پشا تمبول شوي.

همدا شان امنیتي سرچینو ډیوه ته ویلي چې په اورکزئ ضلعه کې هم تیره ورځ وسله والو په یوه امنیتي پوسته ډزې کړي چې پکې د ایوب په نوم د ایف سي یو عسکر وژل شوی دی.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ اوړمه ورځ د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس آي مشر لیفټننټ جنرال احمد شریف رسنیو ته ویلي وؤ چې سږ کال ترهګریزو بریدونو اؤ وسله والو سره نښتو کې 137 پوځي افسران او عسکر وژل شوي.

هغه ویلي وؤ امنيتي ځواکونو د ترهګرو او سهولت کارو پرضد 22,409 عمليات کړي، په دغو عملياتو کې 398 ترهګر هم وژل شوي چې پکې 31 مهم ترهګر هم شامل دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG