لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

​ اپوزیشن ګوندونه وایي پښتونخوا اسمبلۍ کې د عمران خان په بند خبرې کیږي خو د صوبې په امن پکې بحث نه کیږي


اپوزیشن ګوندونه او حکومتي ګوند تحریک انصاف د قامی اسمبلۍ د ودانۍ دننه په عامو جامو کې د پولیسو د چاپې پہ کشاله تر څه حدہ پہ یو دریځ ولاړ وؤ او دا یې په جمهوریت او د پارلیمان په خپلواکۍ ګزار وبللو
اپوزیشن ګوندونه او حکومتي ګوند تحریک انصاف د قامی اسمبلۍ د ودانۍ دننه په عامو جامو کې د پولیسو د چاپې پہ کشاله تر څه حدہ پہ یو دریځ ولاړ وؤ او دا یې په جمهوریت او د پارلیمان په خپلواکۍ ګزار وبللو

د پښتونخوا اسمبلۍ یو ناساپي رابلل شوې غونډه د تېرو څو ورځو راھېسی دوام لری چې پکې د تحریک انصاف ګوند غړ‎ي وار په وار د اسلام اباد په سنجاني سیمه کې د تحریک انصاف له ترسره شوې جلسې وروسته په رامنځته شوي صورتحال او د خپل بندي مشر عمران خان په بند کې د ساتلو په اړ‎ہ قهرجنې ویناګانې کوي.

اپوزیشن ګوندونه وایي پکار دہ چې صوبایي حکومت او تحریک انصاف د خپل ګوند د مشر تر څنګ د صوبې امن او پریوتي معاشي وضعیت ته ھم پام وکړي.

د صوبایي اسمبلۍ دا غونډہ نن د جمعی په ورځ هم روانه دہ.

په اسمبلۍ کې د زیات په ورځ د مخالفو ډلو مشر ډاکټر عباد الله خان خپله وینا کې وویل په صوبه کې د امنیت خراب صورتحال او نورو پرمختیایي چارو نه د تحریک انصاف حکومت خو چا نه دی منعې کړ‎ی.

د هغه وینا وه "د ورځې ستاسو حکومت وي خو د ماښام وروستو بیا د بل چا حکومت وي، نن مونږ‎ ټول سیاسی قوتونه که چرته خلکو ته ووایو چې تاسو بهر رااوځئ د امن پہ خاطر نو د اعتماد کمی دی سپیکر صېب خلک نه را اوځی او د امن پاڅون پہ نامه چې کومې جرګې دي هغوي چې غږ‎ وکړ‎ي نو بیا د خلکو دومرہ ګڼه وي چې صرف سرونه ښکاري"

د اسمبلۍ د روانې غونډې نه مخکی مخالفو ګوندونو څلور وارې د صوبې د امنیت په وضعه د بحث کولو لپاره د اسمبلۍ د غونډی رابللو درخواست جمع کړ‎ی و خو حکومت د اپوزیشن په دغه خواست د اسمبلۍ اجلاس نه ؤ راغوښتی خو د پي ټي آي د اسلام اباد د سنګجاني له جلسې وروسته یې ناساپي د اسمبلۍ غونډہ را وبلله۔

د صوبې د اعلا تعلیم وزیر مینا خان اپریدي ایوان ته وویل”مونږ‎ د ایین د سرغړ‎ونې خبرہ کوؤ، دوی وايي ستاسو کارکردګي دا دہ۔ مونږ‎ وایو د ایین سرہ ودریدل پکار دي او دوی زمونږ‎ په وزیرانو او وزیراعلا پوښتنې راپورته کوي"

د هغه وینا وه "مونږ‎ به دا هر څه وکړو خو ړ‎ومبی ایین بچ کول ضروري دي، د کوم آیین لاندې چې مونږ‎ په دې ایوان کې موجود یو، کوم آیین چې اسمبلۍ ته اختیار ورکوي، له ھغې وروستو به د حکومت په کارکردګۍ ھم خبرہ وکړ‎و"

د مخالفو ګوندونو مشران دعوہ کوي چې تحریک انصاف ګوند د پښتونخوا اسمبلي او حکومت د خپلو ګوندي ګټو دپارہ کاروي او په داسې حال کې د صوبې مجموعي امنیتی او معاشي وضیعت د حکومت او اسمبلۍ په ترجیحاتو کې نه ښکاري۔

د باجوړ‎ نه د صوبایي اسمبلۍ غړ‎ي نثار باز ډیوہ ته وویل”دلته اسمبلۍ کې په بدامنۍ بحث نه کيږ‎ي د سنجیدګۍ دپارہ پلاننګ نه کيږ‎ي چې دوی سنجیدہ شي، نہ د وفاقي حکومت سرہ د قبایلي اضلاع څہ غم شته او نه د صوبایي حکومت سرہ کوم غم شته، ځکہ چې قبایلي اضلاع کې ډير واقعات کیږ‎ي ھسې خو ټوله پښتونخوا کې د بدامنۍ تسلسل روان دی"

د زیات د ورځې په غونډه کې اپوزیشن او حکومت په یو بل سختې نیوکې کړ‎ي.

د اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي ایوان ته وویل د حکومت کار جواب ورکول دي ، او دا چې په صوبه کې د صوبایي حکومت د واک نه ځینې برخې امنیتي ادارو ته د کومو صوبایی قوانینو، اختیار او شرایطو لاندې ورکړ‎ی شوي او پI ھغې د صوبې څومرہ مصارف کېږي؟

نوموړ‎ي وویل”کوم څیز چې ستاسو د واک لاندې دی هغې کې تاسو بدلون راوستی شئ، د صوبی ولس تاسو ته ووټ درکړ‎ی دی، د صوبې عوامو تاسو ته حکومت درکړ‎ی دی ،د مرکز قانون کې تاسو بدلون نه شئ راوستی ھیڅ خبرہ نه دہ خو د دې صوبې قانون خو ستاسو لاس کې دی کوم قانون که بدلول غواړ‎ي سهار یې راوړ‎ئ، دا ټول به ستاسو ملاتړ‎ کوي دا څه خبرہ شوہ چې حکومت بہ ودریږ‎ي او پخپله بہ سوال کوي"

اپوزیشن ګوندونه او حکومتي ګوند تحریک انصاف د قامی اسمبلۍ د ودانۍ دننه په عامو جامو کې د پولیسو د چاپې پہ کشاله تر څه حدہ پہ یو دریځ ولاړ وؤ او دا یې په جمهوریت او د پارلیمان په خپلواکۍ ګزار وبللو خو څیړ‎ونکي د دواړ‎و خواؤ د مشرانو په تقریرنو کې پراخه سیاسي اختلاف او یو بل تہ د زغم او برداشت کمی دغہ لږ‎ یووالی د ولسي ګټو دپارہ بې معنې ګرځوي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG