لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي په نړۍ کې له 37 کروړه په زیاتو نجونو له اتلس کلنۍ وړاندې جنسي تېری شوی


نن په ګرده نړۍ کې د نجونو د نړیوالې ورځې نمانځل کېدو په اړه د ماشومانو د حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونسیف پخپل تازه رپورټ کې ویلي چې د یوې اندازې له مخې په ګرده نړۍ کې د 37 کروړو یا له 370 میلینه نه په زیاتو جینکو اؤ ښځو له اتلس کلنۍ نه وړاندې جنسي تېری یا د هغوي ریپ شوی شوی دی.

مخې ته راغلې شمیرې ښیي چې د نورې نړۍ په څېر په پاکستان کې هم سږ کال یوازې د جنورۍ او جون د مياشتو په منځنۍ موده کې 1630 ماشومان د جنسي تیري سره مخ شوي دي چې دې کې 59 فيصدي جينکۍ شاملې دي.

یونسیف په ګرده نړۍ کې په ماشومانو د جنسي تشدد شوې د اندازې شمیرې پخپل یو تازه رپورټ کې مخې ته راوړې دي.

رپورټ وایي کوم 37 کروړو نه زیات ماشومان چې په نړۍ کې د جنسي تیري سره مخ شوي که په دغه شمیره کې انلاین یا زباني ځورونه هم شامل کړل شي نو بیا نړۍ کې په جنسي توګه د ځورول شوؤ مېرمنو اؤ نجونو شمیره 65 کروړو ته رسیږي.

د یونسیف رپورټ کې د جنسي تشدد د ټولو بڼو یا قسمونو اؤ بدسلوکۍ څخه د خوندیتوب لپاره د هراړخیزه مخنیوي اؤ ګټورو تګلارو په سمدستي ضرورت ټینګار شوی دی.

د یونیسیف یوې مشرې کېترین رسل ویلي د ماشومانو پرضد جنسي تشدد زمونږ په اخلاقي ضیمر یو داغ دی.

هغې ویلي که ماشومان په خوندي ګڼل کیدونکي ځای کې د باوري اؤ پيژندګلو تن په لاس د جنسي استحصال سره مخ کیږي نو دا عمل د یوې ژور اؤ د زیاتې مودې د صدمې یا غم سوب جوړیږي.

رپورټ کې ویل شوي چې په نړۍ کې تر ټولو زیات ماشومان په افریقه کې د جنسي ځورونې سره مخ شوي .

رپورټ ښیي چې افریقه کې 7 کروړه اؤ 90 لکه نجونې اؤ ښځې په جنسي توګه ځورول شوي دي.

همدا شان رپورټ ښیي چې ختیځ اؤ جنوب ختیځه ایشیا کې اووه نیم کروړه اؤ منځنۍ اؤ جنوبي ایشیا کې 7کروړه اؤ 30 لکه ښځې اؤ ماشومانې د جنسي تیریو سره مخ شوي دي.

د رپورټ له مخې یورپ اور شمالي امریکا کې 6 کروړه اؤ 80 لکه، لاطیني امریکا کې 4 کروړه اؤ 50 لکه او کیریبین، شمالي افریقه او مغربي ایشیا کې 2 کروړه اؤ 90 لکه اؤ بیا په اوشیانا کې د 60 لکو ښځو جنسي استحصال شوی دی.

په پاکستان کې هم د تېرې څه مودې راهسې په ماشومانو د جنسي تیري کچه په بره روانه ده اؤ د غيردولتي تنظيم ساحل د کال 2024 په رپوټ کې ويل شوي چې د سږني کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ماشومانو سره د زياتيو پېښو کې د هلکانو په پرتله د جينکو شرحه زياته ده چې پکې 41 فيصده هلکان او 59 فيصدي جينکۍ دي.

ساحل ویلي چي په هېواد کې روان کال د جنورۍ او جون د مياشتو په منځنۍ موده کې په 1630 ماشومانو باندې جنسي تېری شوی دی.

د ساحل رپورټ وایي چې د 6 نه تر 15 کلونو ماشومان تر ټولو زيات د جنسي تېريو نښه ګرځول شوي دي په کوم کې چې د ماشومانو سره د زياتو په پيښو کې 47 ککړ تنان د هغوي پیژنګلو وو او دغه شان د ماشومانو په ضد د تيريو 18 فيصده پيښو کې نا پیژنګلو کسان ککړ موندل شوي دي.

د ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ساحل چارواکی امتیاز احمد سومرو په دې وروستیو کې وي او اې ډيوه ته ویلي د ماشومانو د حقونو په اړه دا وخت د مور پلار اؤ پوليسو د ذمه واریو نه ترسره کېدو او په ټولنه کې د اګاهۍ او تربيت کمی دی.

سومرو وایي" او هم دا هغه ټول وجوهات دي چې له کبله یې ماشومان زموږ په ټولنه کې محفوظ نه دي، دلته قوانين بې شمېره دي ولې په دې د عمل کمی دی، او چرته چې په قانون د عمل کمی وي نو هلته تل ګټه ملزم ته رسيږي".

د ماشومونو د حقونو فعال ډاکټر خلیل احمد ډيوه ته ویلي،رياست کوشش کوي چې د ماشومانو خلاف د زياتي او تېريو په اړه مالومات او شمېرې مخې ته را نه شي.

خو د هغه په وینا غېر دولتي ادارې په دې اړه د يو مضبوط طريقه کار لاندې ډېټا او مالومات راټولوي او دغه ډېره کره ډېټا وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG