لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغانستان لخوا د مالوچو صادراتو ته اجازه ورکړه


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو ویلي پاکستان ته د افغانستان د مالوچو صادرولو ته اجازه ورکړې شوې او په مالوچو بار شاوخوا ۱۷۰ موټرې، چې د تورخم په دواړو طرفونو کېله تیرو ۳۵ ورځو را په دیخوا ولاړې وې د پاکستان په لوري يې حرکت کړی.

د افغانستان د تجارانو د خصوصي ادارې سلاکار رحیم الدین اغا وي او ای ډیوې سره په خبرو کې ویلي، پاکستان ته د افغانستان د مالوچو د تلو اجازه د افغانستان او پاکستان د تجارانو او د سوداګرو د ګډو ادارو د هڅو له امله د پاکستان د اقتصاد شورا په غونډه کې دوه ورځې وړاندې شوې ده.

نوموړي ډیوه ته وایي: ٫٫ د پونبې تجارت د بیا پیل غوښتنه د دواړو هیوادونو تجارانو کوله او په پاکستان کې د فابریکو مالیکانو غوښتنه لرله چې د افغانستان پونبه باید پاکستان ته ورشي او وړمه ورځ د پاکستان د وزیرانو شورا دا فیصله وکړه چې د افغانستان مالوچوته یې اجازه ورکړه.٬٬

نوموړي د افغان تجارانو په استازیتوب د مالوچو تجارت د بیا پیل په تړاو د شوې پریکړې هرکلی کړی او زیاتوي په تورخم کې په مالوچو بار ایسار شوي موټرې د پاکستان په طرف خوځیدلي دي.

٫٫ له تیرو ۳۵ ورځو راهڅې د افغانستان په مالوچو بارموټرې دتورخم دواړو خواوو ته ولاړې وې او نن یې د پاکستان په طرف حرکت کړی دی. د دواړه هیوادونو تر مېنځه د پونبې تجارت د پخوا په شان یو وارې بیا پیل شو.٬٬

پاکستان ته د افغانستان پونبې یا مالوچو صادراتو ته اجازه په داسې حال کې ورکړل شوې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځسیاسي اړیکې تر ډیره ترینګلي دي.

رحیم الدین اغا وايي د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د تجارت د سېوا کولو لپاره حکومتونه باید تجارت له سیاسته لرې وساتي.

٫٫ دپونبې له کرکیلې او تجارت سره د دواړو هیوادونو د فابریکو مالیکان، کرونډګر او سوداګر تړلي دي، په دواړو حکومتونو باندې غږ کوم چې د سیاسي اړیکو په خرابیدو سره هیڅ وخت تجارت ترخپل منفي اغیزلاندې را نه وړل شي او تجاران او صنعت کاران پریږدي چې خپل عادي تجارت جاري وساتي.٬٬

د افغانستان د سوداګرۍ خصوصي ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا مهال د سوداګرۍ کچه ډیره کمه شوې او د تجارت دا کچه په کال کې له ۵ ملیارد څخه یوملیارد ډالرو ته ټیټه شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG