لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم شهباز شریف د 26م اییني ترمیم د مسودې منظوري ورکړه


د پاکستان د مرکزي کابینې په غونډه کې وزیراعظم شهباز شریف په ایین کې د 26م ترمیم د مسودې منظوري ورکړې ده.

پاکستاني رسنۍ وایي د اتوار په ماښپین د وزیراعظم په مشرۍ د وفاقي کابینې غونډه شوې چې پکې د 26م اییني ترمیم په اړه غور اؤ بحث شوی اؤ بیا وروسته وزیراعظم ددغه ترمیمي مسودې منظوري ورکړې ده.

د کابینې له غونډې مخکې د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ خبریالانو ته ویلي، زمونږ وړومبۍ هڅه به دا وي چې په اییني ترمیم د رایو په اتفاق سره په مخکې لاړ شو خو هغه ویلي وؤ چې د ترمیم منظورولو لپاره نورې لارې هم شته.

البته د اطلاعاتو وزیر دا نه وؤ ویلي دغه نورې لارې به څه وي.

پاکستاني رسنیو اټکل کړی چې د وزیراعظم لخوا د ترمیمي مسودې له منظورۍ وروسته به هم په نن ورځ کې دا اییني ترمیم د سینیټ اؤ قامي اسمبلۍ څخه هم منظور کړل شي.

د پاکستان حکومت غواړي چې په ایین کې 26م ترمیم یا بدلون وکړي خو په ایین کې د بدلون لپاره ضروري ده چې حکومت باید د سینیټ اؤ قامي اسمبلۍ څخه ترمیم دریوؤ کې په دوه برخې اکثریت سره منظور کړي.

دا مهال په پارلیمان کې د واکمن سیاسي ایتلاف شمېره کمه ده اؤ که د مولانا فضل الرحمان د ګوند جمعیت علماء اسلام غړي د ترمیم په پلوۍ خپلې رایې ونه کاروي نو څېړونکي وایي چې بیا به حکومت ددې جوګه نه وي چې دا ترمیمي مسوده له پارلیمان څخه منظوره کړي.

خو حکومتي وزیران دعوې کوي چې پارلیمان کې د دوي شمیره پوره ده ولې غواړي چې بیا هم ترمیم د ټولو اړخونو په اتفاق سره منظور شي.

په پارلیمان کې بیلا بیلو حکومت مخالفه ګوندونو تورونه لګوي چې حکومت د اییني ترمیم لپاره د مخالفو ګوندونو غړي په پېسو اخستل غواړي اؤ هم یې پرې فشار راوړی دی چې باید د اییني ترمیم په پلوۍ خپلې راي وکاروي.

خو د دفاع وزیر خواجه اصف د خالي په ماسخوتن رسنیو سره خبرو کې د اپوزیشن ګوندونو دا تور یوه پروپیګنډا وبلله اؤ وي ویل حکومت په هیچا فشار نه دی راوړی.

حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف هم د خالي په ورځ پرېکړه کړې ده چې د اییني بدلون په موقعه به د قامي اسمبلۍ اؤ سینیټ له غونډو بایکاټ کوي اؤ د رایې ورکولو په عمل کې به برخه نه اخلي.

د حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف په یوه اعلامیه کې ویل شوي د ګوند سیاسي کمیټې پرېکړه کړې ده چې په لانجمن اؤ غیر شفاف انداز کې په ایین کې د بدلون کوم عمل ترسره کیږي پي ټي آي به یې پریکون کوي.

اییني ترمیم کې څه دي:

د 26 نکتو د اییني بدلون ددې مسودې له مخې د سپریم کورټ د چیف جسټس ټاکنه به د دریوؤ کلونو لپاره وي او دا ټاکنه به د سینیارټي پر ځای د درې کسیزه پېنل څخه د پارلیمان 12 کسیزه کمیټي کوي.

د مسودې له مخې سپریم کورټ کې به اییني بینچ ټاکل کیږي اؤ ددې اییني بینچ د ججانو ټاکنه به قضایي کمیشن کوي خو په اییني بینچ کې به د ټولو صوبو نه برابر ججان اخستل کیږي.

په تجویز کړل شوي ترمیم کې ویل شوي چې چیف الیکشن کمشنر به د خپل ملازمت د مودې سرته له رسولو تر هغې خپلې دندې ته دوام ورکولی شي تر څو چې نوی چیف الیکشن کمشنر نه وي ټاکل شوی.

د اییني بدلون په مسوده کې په ارټیکل 184 د تجویز کړل شوي بدلون له مخې چیف جسټس څخه به له خپله انده د نوټس اخستو واک ختمولی شي خو په ارټیکل 179 کې د ترمیم په اساس به چیف جسټس د پيټیشن په اړوند نوټس جاري کولی شي.

سپریم کورټ کې د اییني بینچ وړاندیز:

په اییني ترمیمي مسوده کې د ایین دارټیکل 199 له مخې سپریم کورټ کې د اییني بینچ د جوړولو وړاندیز شوی، د اییني بینچ د ججانو ټاکنه به د پاکستان قضایي کمیشن کوي اؤ په دې بینچ کې به له ټولو صوبو یو برابر ججان اخستی شي.

ایین کې له ترمیم وروسته به اییني مقدمې اییني بینچ ته منتقل شي اؤ ټولې اییني مقدمې به دغه بینچ اوري.

د ایین په ارټیکل 209 کې د تجویز شوي ترمیم له مخې عدلیه به واک نه لري چې د یوې غوښتنې نه زیاته د کومې اییني معاملې تشریح وکړي یا په دغه اړه حکم صادر کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د 26م ائیني بدلون په اړه د قانون پوهانو نظر
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG