لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سوداگر: پاکستان سره د غلام خان لاره خلاصیدل گټه ور گام دی


د غلام خان لاره د تېرو څو کلونو د بند ورسته د خالي، شنبې، په ورځ د تجارتي مالونو پرمخ خلاصه شوه
د غلام خان لاره د تېرو څو کلونو د بند ورسته د خالي، شنبې، په ورځ د تجارتي مالونو پرمخ خلاصه شوه

د افغانستان د خوست ولایت والي حکم خان ویلي د پاکستان سره د غلام خان په سرحدي لاره به د تجارت او د خلکو د تگ راتگ د اسانتیاو دپاره به هلته نوي تاسیسات او سهولتونه برابروي.

د غلام خان لاره د تېرو څو کلونو د بند ورسته د خالي، شنبې، په ورځ د تجارتي مالونو پرمخ خلاصه شوه.

چارواکو وايي که څه هم لاره خلاصه شوه خو دتجارت لپاره په صفري نقطه کې دتاسیساتو اوسهولتونو اړتیا ده.

غلام خان د افغانستان خوست ولایت او د پاکستان شمالي وزیرستان قبایلي سیمه د یو بل سره تړي.

دخوست والي حکم خان وویل د دې لارې د خلاصیدو لپاره دافغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ رسمي خبرې وشې اود شویو ډیپلوماتیکو خبرو اترو په پایله کې دتجارتي مالومونو دلیږد رالیږد پرمخ دا لاره خلاصه شوې ده.

نوموړي وړاندې وویل "دغلام خان بندر لاره چې د تیرو څوکلونو راهیسې د ګاونډ هیواد پاکستان لخوا تړل شوې وه خوشبختانه پرون ورځ د دواړو هیوادونود ډیپلوماتیکو روابطو بحثونو څخه وروسته دغه لاره یوځل بیا دتجارانو پرمخ خلاصه شوه اودافغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د نورو تجارتي لارو ترڅنګ به دغلام خان له لارې هم ترسره کیږي."

دخوست ګورنروویل هغه مهال د غلام خان بندر کې د سوداګرو لپاره اړین سهولتونه اوتاسیسات رامنځته کیدلی شي چې دا لاره د یوې رسمي بندر په توګه د دواړو هیوادونولخواپرانیسل شي.

هغه زیاته کړه "دغلام خان بندر باید دیوې رسمي ټرانزیټي لارې په توګه خلاصه شي بیا کولی شوچې اړین تاسیسات اوسهولتونه چې لازم دي په صفري نقطه کې ایجاد کړو مونږ اماده ګي لرو او دلارنورو سهولتونو لپار ځیني اقدامات ترترلاس لاندې دي."

دافغانستان د سوداګرۍ خصوصي ادارې ویاند صیام الدین پسرلي د تجارتي مالونو پروړاندې دغلام خان لارې دخلاصیدو هرکلۍ کوي او وايي، دافغانستان او پاکستان حکومتونو ته پکار دي چې تجارت له سیاسته لارې وساتي او د واړوهیوادونو تجاراتو ته د خنډونود جوړیدو پرځای باید سهولتونه رامنځته شي.

په ورته وخت کې د خوست ولایت دافغان سوداګرو د ټولنې مشر ضیالحق وايي د پاکستان او افغانستان د سوداګرو لپاره دغلام خان د لارې خلاصیدل ګټور ګام دی.

هغه وویل "کله چې د غلام خان لار خلاصه وي د خوست ،پکتیا ،.پکتیکا او غزني ولایتونو تجارران کولی شي چې په لنډ وخت کې تجارتي توکي وارید کړي او په ارزانه قیمت هم پرېوزې او دپولې هغې غاړې د سوداګرو لپاره همدې ته ورته اسانتیاوې برابریږي."

له تورخم او سپین بولدک وروسته دغلام خان بندر دافغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او ټرانزیت دریمه لاره ده اونږدې څلور کاله وړاندې وروسته له هغې دپاکستان حکومت لخوا وتړل شوه چې دکرښې هغې غاړې دپاکستان پوځ دترهګرو پرمخ پوځي عملیات پیل کړل.

دسوداګرۍ خصوصي ادارې ویلي ،دافغانستان او پاکستان د ملکونو ترمنځ د سیاسي اړیکود خرابیدو له امله دا مهال په کال کې د ۷سوه ملیونو ډالرو په ارزښت دواړه هیوادونه تجارتي راکړه اورکړه لري خو په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ میلادي کلونو کې دکابل او اسلام ابا ترمنځ دتجارت کچه ۲ اعشاریه ۷ ملیارده ډالرو ته رسیده.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG