لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: حکومت مخالفه سیاسي ګوندونو د میرانشاه پېښه غندلې


د پاکستان تحریک انصاف مخالفه سیاسي ګوندونو نن په (ټول ګوندیز) کانفرنس یا ای پي سي کې د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې تیره ورځ د پوځ په ډزو د بېګناه خلکو د وژنې غندنه کړې.

په مري سېمه کې د تحریک انصاف مخالفه ګوندونه غونډه د مسلم لیګ ن ګوند مشر شهباز شریف په مشرې کې شوې چې پکې د پي ټي ايي مخالفه سیاسي ګوندونو مشرانو ګډون کړی.

د یادې غونډې وروسته د پاکستان مسلم لیګ ن ډلې احسن اقبال د مطبوعاتو سره د خبرو په وخت ویلي ٫٫ په ننۍ غونډه کې د وزیرستان د پېښې غندنه شوې او د حکومت نه د ازادو پلټنو غوښتنه او په پېښه کې ککړو کسانو پرضد د کاروایۍ غوښتنه شوې ده.٬٬

د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې دوه ورځې وړاندې عامو خلکو د لوی اختر په درېیمه ورځ د پوځ له خوا د درېوو تنو د نیول کېدو په ضد احتجاج کوو، چې هلته ورباندې ډزې شوې دي او تر دې دمه د دوو تنانو د مرګ پخلی شوی.

تر پېښې وروسته پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډیو کې یو احتجاج کوونکي احتجاجي غونډې ته وویل:

"دا خلک د پوځ په ضد را وتلي دي ځکه چې دوی په (خټي کلي) کې تشدد وکړو، زموږ خویندې میندې یې را وایستې، له هغه وروسته ځوانان د احتجاج لپاره را ووتل، د شنې خوړې په چیک پوسټونو باندې پوځیانو ډزې وکړې".

ځایي حکومتي چارواکي وایي پېښه میرانشاه ته څېرمه په همزوني سیمه کې شوې، خو وایي نه پوهېږي چې پر احتجاج کوونکو ډزې چا کړې دي، خو احتجاج کوونکي تور پورې کوي چې ډزې ورباندې هلته پاکستاني پوځیانو کړې دي.

د سیمې څخه د وائس اف امریکه ډيوه دخبریال ترمخه پرون په ډزو کې د ژوبل شوؤ ۱۱ کسانو څخه یو بل تن هم نن ساه ورکړې ده چې دې سره د مړو شمیره دوؤ ته رسیدلې ده اؤ‌ ګڼ کسان په روغتونونو کې مرګي حال پراته دي.

نن په مري کې شوي دغه ټول ګوندیز کانفرنس یا ای پی سي کې ټول حکومت مخالفه سیاسي ګوندنه په صدارتي ټاکنو کې خپل شریک کاندید ودرولو باندې هم سلاح شوي دي.

د پاکستان مسلم لیګ ن، پاکستان پېپلز پارټۍ، اېم اېم ای، ای اېن پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند په شمول نورو وړو ګوندونو په دغه غونډه کې فیصله کړې چې د صدارتي کاندید د نامې اعلان به د اتوار (یکشنبې) په ورځ کیږي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:09 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG