لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ وایي جنوبي وزیرستان کې یې په عملیاتو کې څلور وسله وال وژلي 


د پاکستان پوځ وایي افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا ناکراره قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې یې د خفیه اطلاعاتو په اساس عملیات کړي چې پکې څلور وسله وال وژل شوي.

د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار د شنبې یا خالي په ماښام ویلي، امنیتي ځواکونو دا عملیات په سرویکۍ سیمه کې کړې دي.

پوځ وایي په دغه موقعه ترهګرو سره نښته کې څلور وسله وال وژل شوي خو د هغوي نوره پېژندګلو یې مخې ته نه ده راوړې.

د پوځ بیان کې د وژل شوؤ وسله والو لپاره د "خوارجو" اصطلاح کارول شوې چې د تېرو څو میاشتو راهسې دا اصطلاح د پاکستان امنیتي ادارې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو لپاره کاروي.

آي ایس پي ار زیاته کړې ده چې سیمه کې د نورو ترهګرو د لټون لپاره عملیات دوامداره دي.

په جنوبي وزیرستان کې پوځ د څلورو وسله والو د وژلو دا دعوه په داسې حال کې کړې ده چې په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو ناتاره وسله وال بریدونه شوي چې پکې ګڼ شمیر امنیتي اهکار وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

پرون د خالي په ورځ هم د خېبر پښتونخوا په حنوبي ضلعو لکي مروت او جنوبي وزيرستان کې د امنیتي ځواکونو په ګزمه او کاروان بریدونه شوي وؤ چې پکې د یو پوځي افسر په ګډون 16 پوځیان ټپيان شوي وؤ.

‎دوه ورځې وړاندې په بنو کې هم د پوځ او وسله والو ترمنځ سختې نښتې شوې وې، چې پکې د یو پوځي مېجر په شمول درې پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي وؤ.

پوځ ادعا کړې وه چې په دغو عملیاتو کې یې اته وسله وال هم وژلي دي.

دا د اکتوبر په میاشت کې 46م برید و، چې پکې 53 امنیتي سرتېري او 80 کسان وژل شوي دي.

‎دا بریدونه په داسې حال کې کېږي، چې د پاکستان پوځ د تېرو 20 کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر وړاندې پوځي عملیات کوي. دا عملیات په ملاکنډ او پخوانیو قبایلي سیمو کې روان دي.

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سيکيورټي سټډيز د تازه رپورټ ترمخه يوازې په اکتوبر مياشت کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو.

د امنیتي چارو کارپوهان وايي که څه هم د ترهګرو په ضد د امنيتي ځواکونو لخوا هره ورځ د اطلاعاتو په بنياد عملیات کیږي خو بيا هم د تشدد پيښې نه تم کیږي.

د پکس رپورټ ترمخه د اکتوبر میاشت کې په مجموعي حملو کې 87 فيصدي په خيبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 117 کسان وژل شوي اؤ همدا شان په بلوچستان کې بیا په دې میاشت کې په 24 بريدونو کې 56 کسان وژل شوي دي.

د رپورټ له مخې په پنجاب صوبه کې په 6 پېښو کې 19 کسان وژل شوي چې ټول ترهګر وو.

پاکستاني چارواکي وايي ټي ټي پي د افغانستان د خاورې څخه په پاکستان کې حملې ترتیبوي او وخت په وخت په افغان طالبانو ټينګار کوي چې په دې اړه باید ګامونه واخلي.

افغان طالبان د پاکستاني چارواکو تورونه ردوي اؤ وايي پاکستان دې په امنیت کې د خپلې ناکامۍ پړه په افغانستان نه اچوي.

څېړونکي وایي یوازې په افغانستان د ترهګرۍ د هرې پېښې پړې ور اچولو سره د ترهګرۍ په ستونزه قابو نه شي موندل کیدای بلکې پاکستان ته به خپلو تګلارو یوه ژوره کتنه کول پکار وي.

د امنیتي چارو کارپوهه محمد نفیس وي او اې ډيوه سره خبرو کې وایي،ټي ټي پي، بي اېل اې او د حافظ ګل بهادر ډله دا مهال کافي متحرک دي او د بريدونو پړه په غاړه اخلي.

هغه وایي داسې ښکاري چې د دې ډلو خپل مينځ کې همکاري ده او د يو بل سره په همغږۍ هدف ټاکي او بيا پرې عمل کوي.

د محمد نفیس په خبره،دا د څېړونکو او حکومت دپاره ډېر د اندېښنې وړ صورتحال دی. باید چې حکومت او امنیتي ادارې د ترهګرو په چالونو او حربو ځانونه پوهه کړي او بيا د هغې په ترڅ کې خپله کړنلاره جوړه کړي.

د رپورټ ترمخه د کال 2024 په وړومبيو 10 مياشتو کې په ګرد هیواد کې مجموعي ډول 785 بريدونه شوي چې پکې 951 کسان وژل شوي او 966 تنه ټپيان شوي دي چې په هيواد کې په دوامداره توګه د تاو تريخوالي لوړه کچه ښیي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG