د پاکستان پوځ ویلي د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع کې په جومات د ماښام د لمونځ په وخت د وسله والو په حمله کې يې هغه افسر ووژل شو چې تربیه يې ترلاسه کوله.
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د جمعې په ورځ وویل کېډېټ عارف الله په رخصتۍ کلي ته تللی و او د ماښام لمونځ دپاره په جومات کې و چې "خوارېجو" حمله وکړه او ډزې يې شروع کړې.
پوځ وویل عارف الله د حمله کوونکو مقابله وکړه خو ووژل شوو او د نورو عبادت کوونکو ژوندنه يې بچ کړل. د پوځ د بیان ترمخه عارف الله د پاکستان پوځ د تربیتي مرکز پاکستان ملټري اکېډمي، پي اېم ای، زدکوونکی و.
په سمدستي ډول د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
د پاکستان پوځ وسله وال د خوارېجو په نامه یادوي.
د خېبرپښتونخوا په لکي مروت او په ځینو نورو سیمو کې په وروستۍ موده کې کالعدم تحریک طالبانو پاکستان، ټي ټي پي، په امنیتي ځواکونو د ځینو حملو ذمه واري منلې ده.
د دې نه مخکې په ډېره اسماعیل خان کې د فرنټیر کانسټېبلري، ایف سي ځواک په یوه پوسته نامالومو وسله والو برید کړی، لږ تر لږه لس ایف سي اهلکار یې وژلي او دوه نور سخت ژوبل کړي دي. امنیتي سرچینې وایي دا برید پخوانۍ قبايلي سیمې درازنده کې په زام نومې ایف سي پوسته شوی دی.
دا سیمه د درازنده ښار څخه لس کلومټره لرې په ختیځ کې، د ډېره اسماعیل خان لوري ته په مرکزي سړک موقعیت لري او د پوځ له امن میلی پوستې څخه درې کلومټره لرې پرته ده.
تحريک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې او ويلي یې دي، دا یې د خپل مشر قرېشي او ملګرو بدل اخستی دی.
Forum