لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پارلېمنټ کې د بلوچستان د څوکو زیاتولو دپاره سنېټ ته د قانون مسوده وړاندې شوه


د سېنېټ مشر صادق سنجرانې قانونې مسوده اړونده قایمه کمېټې ته سپارلې او هېله یې څرکنده کړې چې سېنېټ به دا منظوره کړې شې
د سېنېټ مشر صادق سنجرانې قانونې مسوده اړونده قایمه کمېټې ته سپارلې او هېله یې څرکنده کړې چې سېنېټ به دا منظوره کړې شې

د بد امنۍ او غربت ځپلې بلوچستان صوبې په صوبايي او قومي اسمبلۍ لپاره د ټاکل شویو څوکو زیاتوولو په اړه قانونې مسوده سېنېټ ته وړاندې کړی شوي ده.

دغه قانونې مسوده د صوبې ټولو سياسي ګوندونو او ازاد حېثېت کښې منتخب د سېنېټ غړو لاس لیک کړې چې پکښې د صوبايي اسمبلې څوکۍ د ٦٥ نه اتېا ٨٠ او د بلوچستان د ملې اسمبلې لپاره د پارلېمانې غړو شمېره د ١٩ نه ٣٥ ته د رسوولو غوښتنه شوې ده.

د سېنېټ مشر صادق سنجرانې قانونې مسوده اړونده قایمه کمېټې ته سپارلې او هېله یې څرکنده کړې چې سېنېټ به دا منظوره کړې شې.

صوبه کښې د واکمن باپ ګوند د سېنېټ غړې او دغه مسوده وړاندې کوونکې سېنټر نصېب الله وېلې چې د صوبې د غربت او نېستې ېو لوې علت دغلته نه د پارلېمانې غړو ډېره لګه شمېره کښې منتخب کېدل دې

سېنېټر نصېب الله بازۍ ډېوه رېډیو ته وویل چې بلوچستان کښې د ملې اسمبلۍ حلقو رقبه دومره زېاته وې چې منتخب غړي یې په څو ورځو کښې هم نشې کتلې چې له کبله یې ولسې ستونزو هوارې کوول ناممکنه وي.

هغه وویل چې دوی په قانونې مسوده کښې په ټوله صوبه کښې د ضلع په کچه د ملې اسمبلۍ یوه حلقه جوړولو سپارښتنه کړې او که چېرې داسې کېږې نو د ملې اسمبلې د څوکو شمېرې ٣٥ ته رسېدلی شي.

بلوچستآن د رقبې په اساس د هېواد تر ټولو لویه صوبه ده خو د پاکستان د انتخابې کمېشن د ملې اسمبلې حلقه بندې د آبادې په اساس کوې او کمېشن په دې اړه د ېو ملې اسمبلې حلقې لپاره د ٧ ووه لکهه ابادې شرط اېښودلې دې.

حکومت مخالفه مسلم لېګ نواز ګوند د سېنېټ غړې او دغه مسودې ملاتړې کلثوم پروېن ډېوه رېډو ته وېلې چې دوې دغه خنډ نه خبر دې ځکه د مسودې منظورې لپاره به اړونده دستورې ادارو کښې درېز خپلوې چې د بلوچستان په اړه د ابادې شرط باندې دې نرمې ووساتلې شې

که اړونده کمېټې دا مسوده منظوره کړه نو بېا دې ته قانونې بنړه ورکوولو لپاره به دا پارلېمان نه دستورې بدلون کوول وې او سېنېټ کښې اکثرېتې مسلم لېګ نواز ګوند د مسودې د ملاتړ پرېکړه کړېده

که څه هم د پاکستان په سېنېټ کښې ټولو صوبو ته برابر استازېتوب ترلاسه دې خو درې سوه دوه څلوېښت ٣٤٢ غړو باندې ګډ ملې اسمبلې کښې تل د پنجاب اکثرېت پاتې شوې

ملې اسمبلې کښې د پنجاب صوبې د عمومې ېا جنرل څوکو شمېرې ېوڅل ېو څلوېښت ١٤١د سنده صوبې ٦١ د خېبر پختنخواه ٥١ ېو پنځوس ،د لږکېو لپاره لس او پاتې زنانو لپره ژغورلې شوېدې

د بلوچستان صوباې اسمبلې څوکو شمېرې ٦٥ پېنځ شپېته او د ملې اسمبلې لپاره د بلوچستان د سېټونو شمېره نولس ده چې پکښې ١٥ پېنځلس په عمومې ېا اولس د نېغ په نېغه ووټونو دا لارې منتخب کېږې

د صوبې سره تړاو لرونکې پارلماني غړې دریځ خپلوي چې د دوې شمېره دومره لګه ده چې په خپل سر د ملې اسمبلې نه قانون سازې نه شې کوولې او دا چې دوی تل د صوبې د شخړو هواري په لړ کښې د قانون جوړوولو لپاره لوې سیاسي ګوندونو ته محتاج وې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG