لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسلام آباد کې د وژل شوي بلاگر آخري ټویټ، د آی اېس آی د نوي مشر په اړه و


د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې وژل شوی بلاگر محمد بلال خان، د خپل ژوندانه په یو آخري ټویټ کې، د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې، آی اېس آی د نوي مشر جنرل فیض حمید په اړه په یو طنزیه ټویټ کې لیکلي "د نوي مشر زړه پوځي، دماغ سیاسي، او په یو وخت د سیکولر او مذهب پاله خلکو د اوچتولو او کینولو چل یې زده دی."

د سوشل ميډيا کاروونکی د حقونو فعال هارون بلوچ ډيوه ته وایي که څه هم بلال به د احمديانو پرضد ويناوې کولې او خپل پلويان به یې راپارول خو بيا هم ددې قتل غندنه کوي.

محمد بلال خان په پاکستان کې لومړی داسې وژل شوی تن نه دی چې د وژنې مقدمه یې د نامعلومو قاتلانو په نامه درج شوې ده. پاکستاني مطبوعاتو کې داسې رپوټونه وخت په وخت ورکړل کیږي چې د اکثرو سیاسي ناقدینو، د بشري حقونو فعالینو، او کله کله د خبریالانو د وژنو پر ضد مقدمې د نامعلومو کسانو خلاف جوړیږي. یو مثال یې د سوونو ترهگرو حملو وروسته، د نامعلومو حمله کوونکو پر ضد په سوونو مقدمې دي چې لا تر اوسه تر شا قاتل او ترهگر معلوم نه دی.

مطبوعات وایي پر بلال خان باندې تيره شپه د اسلام اباد د کراچۍ کمپنې په سيمه کې نا معلوم تنانو په چړو چاکوانو بريد وکړ چې په کې هغه مړ او بل ملګرې یې، احتشام ژوبل شو. پوليسو د هغه د قتل مقدمه درج کړې او د دې قتل "هر اړخيزه" پلټنې یې پيل کړي دي.

دا لومړې ځل دی چې په سوشل ميډيا متحرک د ښي اړخه فکر خاوند او بلاګر وژل شوی دی. د دې نه مخکې په پوځ تنقيد کوونکي آزاد خياله بلاګران اغوا شوي او بيا په ناڅرګنده حالاتو پرېښودل شوي وو.

بلال خان په اسلامي يونيورسټې کې د شرعي علومو په څانګه کې زدکړې کولې او په سوشل ميډيا یې هم متحرک رول درلود او ويل کيږي چې هغه د لا قانونه مذهبي تنظيم اهل سنت والجماعت سره هم خواخوږي لرله.

د نوموړي د سوشل میډیا پاڼې ښیي چې هغه د ناموس رسالت په معامله هم ډير متحرک وو. بلال خان په ورستو کې د وزير اعظم عمران پرضد د ناموس صحابه په نامه يو کمپاين هم پيل کړې وو.

بلال د شمالي وزيرستان د خړ کمر په پيښه هم يو تويټ کړې وو چې په کې هلته د کرفيو له کبله رامينځ شوې د ځایي اولس ستونزې په ګوته کړې وې.

هارون بلوچ وایي که د مذهب پلويان وي او که آزاد خياله ليکوالان وي، بايد چې د هغوی د راې درناوی وشي او د مخالف سوچ خلک وژل سم نه دي.

په سوشل ميډيا هم فعالين ددې قتل غندنه کوي او د دې پیښې بشپړه پلټنې غواړي. پر فیسبوک او ټویټر، فعالان د #Justice4MuhammadBilalKhan په هشټیگ سره، بلال خان ته د انصاف غوښتنه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG