د چین په بندیخانو کې له کلونو راهیسې د شاوخوا ۵۰۰ پاکستاني ښځو او سړیو بندیانو خپلو خپلوانو د چین په ضد احتجاج کړی او وایي هلته بندیان په اسلامي تعلیماتو باندې عمل ته نه پرېښوول کېږي.
د شورو، چارشنبې، په ورځ احتجاجي مظاهره کې شریکو کسانو د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د چین حکومت په ضد شعارونه ورکول او غوښتنه یې کوله چې د چین په جېلونو کې دي د دوی له خپلوانو سره ناوړه چلند نه کېږي.
په دغه مظاهره کې د واجد مور هم ګډون کړی وو. واجد د پېښور د متره سیمې اوسېدونکی دی او په چین کې بندي دی. د هغه مور له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې تور پورې کړ چې چینایي چارواکي یې پر زوي تشدد کوي:
"زوی مې په ټیلیفون راته وویل چې د چین چارواکي ورسره ناوړه چلند کوي، ډانسونه (نڅاوې) په کوي، شراب په څښي، تشدد ورباندې کوي او د دوی د تشدد له کبله تر اوسه درې پاکستاني قیدیان په زندان کې مړه شوي دي".
اکثره مظاهرچیان د خیبرپښتونخوا نه اسلام اباد ته ورغلي وو. دوی دا دریځ درلود چې د دوی خپل خپلوان د نشه یي موادو د قاچاک (ګورېزۍ)، د ګمرکونو (کسټمز) قوانینو د سرغړونې او په نورو تورونو بندیان دي، خو دوی ته د خپلې قانوني دفاع حق هم نه ورکول کېږي.
مظاهرچیانو په چین کې له خپلو بندي خپلوانو سره د خبرو له مخې دعوه کوله، چې د تشدد له کبله ۴۰ پاکستاني بندیان له اوږدې مودې ناروغه دي، خو د چین حکومت یې درملنه نه کوي.
له هنګو ضلعې نه راغلي منور خان وي.او.اې ډیوه ته وویل، چې د تره زوی یې په چین کې له شپږو کلونو بندي دی او دوی څو وارې د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوندو حکومتي ادارو غوښتنه کړې، خو څوک هم له دوی سره مرسته نه کوي. منورخان وایي:
"دا منو چې زما د تره زوي به جرم کړی وي، خو زموږ غوښتنه دا ده چې هغه دي پاکستان ته را منتقل کړل شي او لږ تر لږه پاکستان او چین دي د خپلې دوستۍ ثبوت ورکړي".
د خیبراېجنسۍ اوسېدونکی مستان شاه هم تازه د چین له جېله را خوشي شوی او خپل هېواد ته ستون شوی دی. ده هم د پاکستاني بندیانو په ملاتړ مظاهره کې ګډون کړی و. مستان شاه وایي پاکستاني بندیانو ته د چینایي بندیانو په وسیله ستونځې جوړېدلې:
"پاکستاني بندیانو ته هسې پلمه جوړوي چې هغوی داسې یو حرکت وکړي او بیا یې دوی وځوروي، بیا د ضرورت سودا نه شي اخیستلای، ټیلیفون ورباندې بند کړي"
مظاهرچیانو له مرکزي حکومته غوښتنه کوله چې له چین سره په ۲۰۰۷م کال کې لاسلیک شوی تړون دي عملي کړي. د دې تړون له مخې دواړو هېوادونو پر دې سلا کړې وه، چې د یو بل په جېلونو کې بندي کسان یو بل ته وسپاري او د قید پاتې موده د خپل هېواد په جېلونو کې تېره کړي.