لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت: پاکستان دې په اسلام اباد کې د سي ايي ای د پخواني مشر خلاف اقدامات وکړي


د شمالې وزیرستان اوسېدونکې کرېم خان دعوې ده چې په کال ٢٠٠٩ م کښې ډرون د ده زوی او ورور وژلي دي
د شمالې وزیرستان اوسېدونکې کرېم خان دعوې ده چې په کال ٢٠٠٩ م کښې ډرون د ده زوی او ورور وژلي دي

د اسلام اباد هاې کورټ د امریکايي ډرون حملې نه د اغېزمنې یوې کورنۍ په خواست د پاکستان حکومت ته په اسلام اباد کښې د امرېکې د استخباراتې ادارې د پخوانې مشر په ضد د قانونې اقداماتو پېل کولو امر کړی دی.

بلخواه د ډرړن حملې نه متاثره تن وکېل وايي چې د عدالتې پرېکړې ترمخه هاغه پاکستانې چارواکې هم د قانونې کاروايي سره مخامخ کېدلی شي چې د امرېکې سره په ډرون حملو کښې مرسته کوې.

د شمالې وزیرستان اوسېدونکې کرېم خان دعوې ده چې په کال ٢٠٠٩ م کښې ډرون د ده زوی او ورور وژلي دي.

د کريم خان په خواست په کال ٢٠١٥م کښې د اسلام اباد هایي کورټ په حکم د دغه برید په سر د پایتخت پولېس په پاکستان کښې د سې اې اے پخوانې مشر جوناتن بېنکس په ضد مقدمه درج کړه خو وورسته بېا دا قِضېه پېښور کښې فاټا سېکرېټېرېټ ته وسپارل شوه.

د پولېس دغه پرېکړې خلاف د کرېم خان په اپیل هايي کورټ د مقدمې اسلام آباد کښې دبحالۍ ترڅنګ د پاکستان مرکزي حکومت ته دې قضېه کښې نومول شوو ملزمانو په ضد قانونې کارواې پېل کوولو حکم کړې دی.

د اورېدنې په محال جسټس شوکت صدېقې ووویل که چرې امریکا د پاکستان د خاورې نه خپل ملزمان اوچتولې شې نو پاکستان ولې د امریکاې وګړو په ضد کارواې نه شې کوولې؟

د کریم خان وکیل شهزاد اکبر وي او یا ډېوه ته وویل چې د دغه عدالتې پرېکړې تر مخه هغه پاکستانې چارواکې هم د قانوني کارواې سره مخ کېدلی شي چې امريکې سره ډرون حملو کښې مرسته کوي.

د پاکستان حکومت ډرون بریدونه د نړي والو قوانینو او د پاکستان د خپل واکۍ په ضد بولي.

د دغه برېدونو نه متاثره کورنۍ دا تور لګوي چې پاکستان دغه برېدونو لپاره د امرېکې سره پټې مرستې کوي خو د حکومت لخواه پېښور هاې کورټ ته وویل شوي چې نه خو دا حملې د پاکستان په خوښه کېږې او نه پکښې پاکستان مرستې کوې.

د پاکستان پارلېمنټ وخت په وخت د ډرون بریدونو په ضد قراردادونه منظور کړې دي. په وورستیو کښې سېنېټ یو قرارداد منظور کړی چې پکې د پاکستان حکومت نه غوښتل شوي د امریکې نه دې د ډرون حملو د متاثرینو لپاره د مالې معاوضې تقاضاه وشي.

د ېوې نړې والې غیر حکومتي ادارې، بېورو اف انوېسټېګېټو جرنلزم، د شمېرو تر مخه پاکستان کښې د کال ٢٠٠۴ م راهسې ۴٢٩ د ډرون برېدونو کښې ٢٩٣٨ تنان مړه شوي چې پکښې ۴۴٠ عام وګړي شامل دي.

په قبایلې سیمو کښې تر اوسه شوې ډرون برېدونو کښې د پاکستان پوځ او وګړو په وژنو کښې ککړ د لاقانونه ګرځول شوې تحرېک طالبان پاکستان پخوانی مشران بیت الله محسود او حکېم الله محسود وژل شوي او دغه رنگ د القاعده او د نورو نړي والو ترهګرو ډلو سره تړاو لرونکې ترهګر وژل شوي دي.

تېر کال د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې ډرون د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور ووژلو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG