لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا، ملکي قرضه او په عام وګړي د دې اثرات


د ملک د معاشي صورتحال په رڼا کې د معيشت ماهران وايي د تېر یو کال راهسې د پاکستان تحريک انصاف حکومت چې په کومو اقتصادي پاليسيو باندې عمل پېل کړی دی هغې سره د قرضو بوج هم سېوا شوی دی او ملک کې دننه معاشي ستونزې هم سېوا شوي دي
د ملک د معاشي صورتحال په رڼا کې د معيشت ماهران وايي د تېر یو کال راهسې د پاکستان تحريک انصاف حکومت چې په کومو اقتصادي پاليسيو باندې عمل پېل کړی دی هغې سره د قرضو بوج هم سېوا شوی دی او ملک کې دننه معاشي ستونزې هم سېوا شوي دي

د پاکستان مرکزي بانک سټېټ بانک آف پاکستان خپل يو وروستي راپور کې ويلي چې په يو کال کې د ملکي قرضې پېټی شپږ کربه روپۍ سېوا شوی دی. د سټېټ بانک شمېرې ښايي پاکستان کې دننه ملکي قرضې د تېر کال فرورۍ مياشت به مقابل کې د څږ کال فرورۍ اخېره پورې يوويشت اعشاريه درې فيصده سره څه درې دېرش اعشاريه څلور کربه روپو ته سېوا شوې.

تېر کال د فرورۍ مياشت کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان دا دعوې کړې وې چې دا قرضه چې ملک کې دننه د سټېټ بانک نه اخلي، د خپل حکومت پوره کېدو پورې به شل کربه روپو ته راکموي خو د وروستۍ قرضو او د ملک د معاشي صورتحال په رڼا کې د معيشت ماهران وايي د تېر یو کال راهسې د پاکستان تحريک انصاف حکومت چې په کومو اقتصادي پاليسيو باندې عمل پېل کړی دی هغې سره د قرضو بوج هم سېوا شوی دی او ملک کې دننه معاشي ستونزې هم سېوا شوي دي.

د انټرنیشنل اسلامک پوهنتون اسلام اباد د معاشيات يو پروفېسر او معاشي پوهاند ډاکټر معراج الحق وايي چې د پاکستان تحريک انصاف حکومت چې د معيشت سم لوري ته بوتلو د پاره کومه استحکامي پاليسي جوړه کړې وه چې مالياتي او تجارتي خساره کمه کړي او د ملک بهر او دننه د قرضو پېتې کم شي هغې سره ملک کې دننه د قرضو بوج سېوا شوی دی.

هغه وايي"د پاکستان د دغه استحکامي پاليسۍ په تسلسل کې د ډالر په مقابله کې يکدم دېرش نه تر پينځه دېرش فيصده پورې د پاکستان د روپۍ قدر کم کړی شو او د روپۍ د قدر کمېدو زيان دا راغی چې کوم زمونږه ملکي قرضه وه په هغې کې اضافه وشوه."

د پاکستان د مرکزي بانک شمېرې ښايي تېرو اتو مياشتو کې فرورۍ او د مارچ پورې پينځه اعشاريه دوه فيصده شرح سره قرضې څه درې دېرش اعشاريه څلور کربه روپۍ زياتې شوي دي. داسې صرف دې موده کې يو اعشاريه شپږ څلور کربه روپۍ قرضې سېوا شوي دي.

پوهان وايي د کمې مودې قرضې د اوږدې مودې قرضو ته اړولو شرح سېوا کېدو سره هم د دې قرضې بوج په اخېره کې په خلکو پرېوځي.

ډاکټر معراج الحق وايي "کله کله داسې هم وشي چې حکومت د لنډ معياد د پاره قرضه اخستې وي خو بيا د حکومت معاشي حالات داسې نه وي چې هغه قرضه په وخت واپس کړي نو د هغې معياد زيات کړي او چې په هغې کوم سود راځي هغه خو حکومت ادا کړي او اصل قرضه واپس کولو د پاره مهلت وغواړي، او دا يوه ناکامي ده ځکه چې د قرض موده څومره غزيږي په هغې به سود حکومت ادا کوي او د دغه کمي پوره کولو د پاره حکومت د اولس د پاره د بجلۍ، ګېس او نورو څيزونو نرخونه او په هغې د ټېکس شرح سېوا کوي".

بل طرف ته ملک کې دننه د کرونا وبا د لاسه کاروبارونه ودرېدلي دي او د لاک ډاون د لاسه مخکې نه ولاړ اقتصاد او معيشت باندې به د دې نور بد اثرات ښکاره کيږی.

ډاکټر معراج الحق وايي؛"قرضه هم سېوا شوه او د ملک دننه اقتصادي او تجارتي هلې ځلې چې مخکې نه هم په هغې ډېر بد اثر وو او اوس چې د کرونا وبا له وجې چې کوم حالات دي او ټول ملک کې لاک ډاون دی هغې سره دغه اقتصادي او کاروباري هلې ځلې بلکل په ځای ولاړې دي، حکومت دې حالاتو کې دا نه شي کولی چې ټېکس سېوا کړي او يا ټېکس راغونډ کړي. د ماليي وفاقي ادارې اېف بي ار چې ځان ته کوم هدف اېښودی وو په هغې کې د يوې اندازې تر مخه د درې سوو نه واخله پينځه سوو اربو پورې کمی راځي."

هغه زياته کړه؛ کله چې اقتصادي او کاروباري هلې ځلې په ځای ولاړې وي نو حکومت خپل امدن نه شي کولی يعنې ټېکس نه شي راجمع کولی او کله چې د حکومت امدن نه وي نو هغه د دې جوګه نه وي چې قرضې په خپل وخت باندې ختمې کړي. او هم له دې وجې په راتلونکې وختونو کښې دا ستونزې او ملکي قرضه نوره هم سېوا کېدیشي.

پوهان وايي پاکستان کې معيشت د وړاندې نه ولاړ وو او اوس د کرونا وباء خوره شوې او کاروبارونه په تپه اولاړ دی . دا صورتحال به په حکومت باندې نور د قرضو بوج سېوا کوي او د دې ټول بوج اثرات به د پاکستان په يو عام وګړي پرېوځي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG