لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:د صحت کارکوونکو ته به اینده هفته د کرونا وایرس په ضد د وېکسین ورکول شروع شي


د صحت دپاره د وزير اعظم مشاور ډاکټر فېصل سلطان وايي د وېکسينو لګولو لپاره ې کوټلې پلان هم جوړ کړې دې او د 5 لکو نه زيات صحي ور کران تربیه او رجسټرډ کړې دى
د صحت دپاره د وزير اعظم مشاور ډاکټر فېصل سلطان وايي د وېکسينو لګولو لپاره ې کوټلې پلان هم جوړ کړې دې او د 5 لکو نه زيات صحي ور کران تربیه او رجسټرډ کړې دى

د کرونا واېروس د کنټرول د نېشنل کمانډ اېنډ کنټرول سنټر مشر اسد عمر وايي د کرونا د مخنیوي د وېکسينو د لګولو پېل به راتلونکې اوونۍ کې په فرنټ لاېن د موجود صحى عملې نه کېږي. او په ګرد هېواد کې د وېکسينو د رسولو لپاره ټول تدابیر په پام کې نېول شوي دى.

د نړیوال خبري اژانس رويټر ترمخه چين پاکستان ته د چينايي کمپنۍ ساېنو فارم جوړ پنځه لکه وېکسين د ورکولو لوظ کړی. مطبوعات د سرکاري چارواکو له قوله وايي امکان دی چې د چينايي کمپنۍ وېکسين به اینده هفته کې پاکستان ته ور ورسي.

د صحت دپاره د وزير اعظم عمران خان سلا کار ډاکتر فېصل سلطان وايي پاکستان د چينايي کمپنې کېن سينو بيالوجکس سره د شوې لوظنامې لاندې د لکونو په تعداد کې وېکسين ترلاسه کولی شې.

د چينايي کمپنۍ کېن سينو وېکسن دا وخت په پاکستان کې د ازموينې په پړاو کې دى او چارواکي وايي هيله ده چې د ازموینې دا عمل به د فرورۍ مياشتې په مېنځ موده کې مکمل شي.

هغه وايي زمونږ سره د څلور لکو نه زيات صحي ورکران رجسټرډ شوې دي او د وېکسينو په منظم او موثره ډول خلکو ته د رسولو لپاره يو سافټ وير هم جوړ کړې شوې دې او راتونکي څو ورځو کې به پدې عمل په نظر راشي.

پاکستان کې تر دې دمه د درې قسمه وېکسنو د استعمال اجازه ورکړي شوې ده چې په کې د ساېنو فارم، اسټرازېنکا او روسي کمپنیو جوړ وېکسن شامل دي. چارواکي بيا وايي ددې وېکسينو د کره والي، معېار او محفوظيا جاج به هر درې میاشتې پس اخلي.

د کرونا واېروس په هکله د حکومتي ټاسک فورس غړې ډاکټر غزنا خالد ډيوه سره خبرو کې وايي پاکستان به د مختلفو مارکېټونو نه وېکسن ترلاسه کوي. هغه مخکې وايي دا وېکسينو به په لمړي پړاو کې په فرنټ لاېن موجود صحي عملې او بيا عام اولس ته وړيا لګول کېږي. هغه دا د کرونا واېروس د وبا پرضد کره مدافعت ورکوي.

د پاکستان حکومت د کرونا واېروس د وبا د مخنیوي لپاره راتلونکې اوونۍ کې د وېکسينېش دا عمل پداسې حال کې پېل کوى چې د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شواروز کې د کرونا واېروس د وبا له امله نور ۶۴ ناروغان مړه شوې دي او په نورو ۱۹۱۰ کسانو کې د وبا پخلې شوې دې. پاکستان کې د کرونا واېروس د شمار شمېرو د سرکاري وېب پاڼې ترمخه په هېواد کې د کرونا وایرس د وبا له امله د مړو ټوله شمېره ۱۱۵۱۴ ته رسېدلې ده او تر دې دمه ټول ټال پينځه لکه خلک اخته شوي دي.

د ګېلپ پاکستان د يوې جایزې ترمخه ۴۹ فيصدى پاکستانيانو وېلي چې که د کرونا واېروس د مخنوي وېکسين دستياب هم شي خو نه به ې لګوي ولې ۳۸ فيصدى کسانو د وېکسين لګولو اراده ښودلې ده.

نور تفصيل د اسلام اباد نه د ارشد حسېن په دې رپورټ کې وړاندې کوي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00
Direct link


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG