لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د مسافر ګاډو ته د تګ راتګ اجازت ورکړی شو، سپریم کورت وايي بازارونه دې پرانیستل شي


بلخوا د پېښور څخه د وي او ای ډیوه خبریالان وايي په صوبه کې د ضلعو ترمنځ د مسافرو ګاډو ته تګ راتګ اجازت ورکړی شو خو په دې لړ کې د حکومت په هدایاتو عمل نه کېدلو
بلخوا د پېښور څخه د وي او ای ډیوه خبریالان وايي په صوبه کې د ضلعو ترمنځ د مسافرو ګاډو ته تګ راتګ اجازت ورکړی شو خو په دې لړ کې د حکومت په هدایاتو عمل نه کېدلو

د پاکستان سپریم کورټ ویلي په ټول ملک کې دې بازارونه او شاپنګ مالز پرانیستل شي او په دې اړه به رسمي امر هم جاري کړي. بلخوا په خېبربښتونخوا کې د ضلعو ترمنځ د مسافرو ګاډو ته د تګ راتګ اجازت ورکړی شو.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د وي او ای اردو څانګې په وېب پاڼه خپل رپورټ کې وویل د سپریم کورټ چیف جسټس یا مشر جج جسټس ګلزار احمد د کرونا وایرس په اړه د اورېدنې په مهال وویل چې په ملک کې د مارکیټونو د بندوولو هیڅ جواز نشته.

د سپریم کورټ مشر جج وویل په ټول ملک کې د بازارونو او شاپنګ مالونو د پرانیستل کېدو په اړه په امر جاري کوي.

د سپریم کورټ پنځه کسیزه ډلې یا بینچ د کرونا وایرس په اړه اورېدنه شروع کړې ده. د اورېدنې په مهال چیف جسټس په کراچۍ کې مامورین د دوکانونو او مارکېټونو د سیل یا د تړلو نه منع کړل او د سیل شویو دوکانو او مارکیټونو د بیا پرانستلو امر یې وکړو.

په پاکستان کې د ډاکټرانو تر ټول لوی تنظیم پاکستان مېډیکل ایسوسي اېشن د خبرداري باوجود وفاقي حکومت دا میاشت په لاک ډاون کې د نرمۍ اعلان وکړو. ډاکټران وايي د کرونا وایرس خطر لا کم شوی نه دی او په لاک ډاون کې نرمي به په پاکستان کې د وایرس نور په چټکتیا خپور کړي.

خو وزیراعظم عمران خان وايي لاګ ډاون د کم امدن خلکو دپاره اقتصادي مشکلات راولاړ کړي دي نو نرمي پکې ضروري ده.

په خېبر پښتونخوا کې په لاک ډاون کې د نرمۍ په مهال په دوکانونه د مازدیګر څلور بجې تړل کیږي او د جمعې، خالي او اتوار په ورځ به بند وي.

خو د سپریم کورټ چیف جسټس وویل د اختر په موقع په بازارونو کې د خلکو ګڼه وي نو ځکه دې د خالي او اتوار په ورځ دې هم بازارونه خلاص وساتل شي. عدالت د وویل حکومتي مامورین دې د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې د حکومت هدایات عملي کړي.

بلخوا د پېښور څخه د وي او ای ډیوه خبریالان وايي په صوبه کې د ضلعو ترمنځ د مسافرو ګاډو ته تګ راتګ اجازت ورکړی شو خو په دې لړ کې د حکومت په هدایاتو عمل نه کېدلو.

خبریالان مدثرشاه او هاشم علي په پېښور کې د بسونو په اډو د خلکو ګڼه وه. دوی وايي بنو ته تلونکي یو فلاینګ کوچ ډک و، د مسافرو ترمنځ په سیټونو کې فاصله نه وه، مسافرو ماسکونه نه ولګولي او حکومتي مامورین موجود نه وو چې د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره هدایات یا ایس او پیز یې عملي کولی.

د وي او ای اردو څانګه په خېبرپښتونخوا کې د ټرانسپورټ په لړ کې د اېس او پیز په اړه وايي چې په بسونو کې به هره ورځ جراثیم وژونکی سپری کولی شي، مسافر به د بس په ورستۍ دروازه دننه کېږي او په مخې دروازه په کوزیږي، د بسونو په اډه به د مسافرو د حرارت درجه کتل کېږي، د بسونو په اډو کې به د صفايي خیال ساتل کیږي، د لاسونو وینځلو دپاره به د صابن او د لاس جراثیم د وژلو دوا به هم وي، خلک به خبل منځو د فاصله ساتي، د بسونو ډرایوران به دستانی او ماسکونه اغوندي او د بسونو ښیښي به خلاصې ساتل کېږي.

Recommended

XS
SM
MD
LG