لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قبائلي سيمه او پښتنخوا کې ښځې د انتخاباتوپه مېدان کې


یو شمیر میرمنې د ازادو امیدوارو په حيث میدان ته راوتي دث او په پروگرام کې يي ویلي د تعلیم د خورولو کوشش به کوي
یو شمیر میرمنې د ازادو امیدوارو په حيث میدان ته راوتي دث او په پروگرام کې يي ویلي د تعلیم د خورولو کوشش به کوي
دپاکستان په راتلونکو انتخاباتو کې د ېو شمېر ښځو مېدان ته د وردانگلو سره د مېډېا پام هغوي ته اړولې – په دغو کې د پښتو فلمونو پخوانۍ مشهورې اداکارې مسرت شاهين ېو ځل بېا د مذهبي گوند جمیعت علما اسلام مشر فضل الرحمان په ضد ډیرو نه انتخاباتو کې برخه اخلي – که مسرت شاهین ډیر خلک پیژنې، نو د باجوړ بادام زري د هغو یو شمیر یو څو میرمنو نه ده چې د پېژندگلو دائره يي کیدی شي ډیره وړه وي خو د هغې حوصلې بهرنۍ میډیا په دې وئیلو مجبوره کړه چې وايي د زاړه پاله او مذهبي اثر لاندې سیمو نه د بادام زري ټاکنو ته ودریدل ښائي ښځې په قبائیلي سیمو کې د خپل غږ پورته کولو د پاره خپله بهر راوتي دي.
په پروگرام واشنگټن نه تر خېبره کې د پښتنو مېرمنو په ائنده انتخاباتو کې د برخې اغستو او ورپېښو ستونزو په سر بحث شوې دی
د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ لپا ره ازادې کانديدې بادام زري ډ يوه رېډ ېو ته وېلي غواړي چې دقبائيلي سيمو دښځو يو مضبوط غږ جوړ شي، د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکې د خېبر پښتونخوا نه د تحريک انصاف په مخصوصه چوکۍ کانديدې عائشه گلا لۍ وېلي دي چې کامیابه شي په قباېلي سيمو کې به د ښځو لپاره د پاکستان په اېوان کې د خصوصی چوکو غوښتنه کوي، د ډیوه ریډیو په دې پروگرام کې د خیبر پښتونخوا په حلقه ٦٩ د ایم کیو ایم ٧٢ کلنه گل دانه هم میلمنه وه. گل دانه وايي پښتانه ورته پیغور کوي د دښمنانو د پارټۍ نه ولاړه يي خو وايي زه به په کراچۍ کې د میشته پښتنو د تحفظ لپاره کار کومه. میرمن نصرت بیگم د کوز دیر نه د ازادې امیدوارې په حيث میدان ته راوتي ده او په پروگرام کې يي ویلي د تعلیم د خورولو کوشش به کوي. د عوامي نیشنل گوند بشره گوهر، د جماعت اسلامي د سمیعه راحیل قاضي، د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې نعیمه اختر د انتخاباتو په حقله مختصرې مرکې هم په پروگرام کې اورولی شوي –
کوربانه يي شعیب ذاده او رحمان بونیری وو تاسو يي دلته اوریدی شۍ
please wait

No media source currently available

0:00 0:54:17 0:00
Direct link
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG