لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په انتخاباتو کې د سیاسي مشرانو په نښه کولو ته منصوبې جوړې شوې دي ـ نیکټا


په پاکستان کې د ترهگرۍ ضد ځانگړو ځواکونو یو غړی په یو چیک پواینټ کې
په پاکستان کې د ترهگرۍ ضد ځانگړو ځواکونو یو غړی په یو چیک پواینټ کې

د پاکستان موقتي حکومت په هیواد کې د روانې میاشتې کیدونکي عام انتخاباتو د کمپاین او د ټاکنو په ورځ د بد امنۍ پیښې د رامنځته کیدو ویرې څرگندوي.

د ترهگرۍ د مخنیوي مرکزي ادارې چارواکو د سنیټ د کورنیو چارو قایمه کمیټې ته ویلي چې په دغو انتخاباتو کې سیاسي قیادت په نښه کولو منصوبې جوړې شوې دي او دا چې د دوی ادارې ته تر لاسه شوي معلوماتو ترمخه، دا څه معمول یا عام دهمکې نه خو د بدامنۍ د لویو پیښو منصوبې دي.

له دې وړاندې، د پاکستان د کورنیو چارو موقتي مرکزي وزیر، اعظم خان، هم د انتخابي عمل پر مهال، د ترهگرو حملو د رامنځته کیدو ویره څرگنده کړې وه. د سنیټ د کورنیو چارو د کمیټې غړي او د مسلم لیگ ن گوند سنیټر، جاوید عباسي د نننۍ غونډې په هکله ډیوه ریډیو ته وویل چې د دوی کمیټې ته ویل شوي چې ترهگر د ملک مهم سیاسي مشران په نښه کولای شي. نوموړي وویل چې نننۍ غونډه دوی د انتخاباتو په مهال په ټول هیواد کې د امنیتي وضعې جاج اخیستو په اړه رابللې وه.

بل خوا د موقتي حکومت لخوا دغه انتخاباتو کې د ناقانونو ډلو سره تړاو لرونکو کاندیدانو د برخه اخیستو د مخه نه نیولو پر سر هم سخت غبرگون لیدل کیږي. د پاکستان په کچه د شیعه مسلمانانو تنظیم له سترې محکمې نه غوښتي دي چې د شیعه مسلمانانو په وژنه تورن جماعت اهل سنت مشر څخه د حکومت لخوا د بندیزونو د پورته کولو نوټیس واخلي.

په داسې حال کې چې په هیواد کې ټولو سیاسي گوندونو انتخابي کمپاین پیل کړی دی، نو د پاکستان موقتي حکومت یوځلي بیا انتخابي کمپاین او د انتخاباتو په ورځ د بدامنۍ د پیښو د رامنځته کیدو ویرې څرگندې کړي دي.

بل خوا په پاکستان کې د روانې میاشت په ٢٥مه نیټه باندې کیدونکي انتخاباتو کې د ناقانونه گرځولی شویو ډلو د لویه شمیره کاندیدانو په برخه اخیستو باندې سخت غبرگون په لیدو کې راځي. په نړیواله کچه ترهگر گرځول شوې ډلې، جماعت الدعوه مشر حافظ سعید سره تړاو لرونکي ملي مسلم لیگ انتخاباتو کې د خپل درې سوو کاندیدانو د ودرېدو پخلی کوي.

او همدغه شان تیره اونۍ د پاکستان موقتي حکومت د شیعه مسلمانانو په وژنه تورن د جماعت اهل سنت مشر، مولانا لودیاني په ضد بندیزونه پورته کړي دي. د مولانا لودیاني جومات یو شمیر کاندیدانو د هیواد د بیلابیلو برخو څخه د نامزدگۍ فارمونه جمع کړي دي او اټکل کیږي چې دغه حکومتي پریکړې سره به اوس د دوی په انتخاباتو کې برخه اخیستو لاره هم هواره شي.

د پاکستان په کچه د شیعه مسلمانانو تنظیم، تحریک نفاذ فقه جعفریه، د هیواد د سترې محکمې له مشر قاضي نه د هیواد د ناقانونه ډلو په انتخاباتو کې د برخه اخیستو د نوټیس اخیستو غوښتنه کړې ده. د گوند لخوا جاري کړل شوې بیان ترمخه، موقتي حکومت هغه گوندونه او خلک هم انتخاباتو ته پریږدي د چا پر ضد چې د ترهگرۍ سنگینې مقدمې درج دي. او دا چې د حکومت دغه پریکړې د ترهگرۍ پر ضد ملي تگلارې، او د ترهگرو پر ضد روان ردالفساد عملیاتو باندې سوالونه راپورته کوي.

د ترهگرۍ د مخنیوي مرکزي ادارې د پنجاب ایالت د حکومت په سپارښتنه، د مولانا لودیاني نوم د فور شډول یا شکمنو ترهگرو له نوملړ نه راایستلی دی او ورسره یې د مولانا لودیاني تړل شوی بینک اکاونټونو او شناختي کارټ په ځای کولو امر هم جاري کړی دی.

که څه هم د پاکستان انتخابي کمیشن، د جماعت الدعوه سره تړاو پر سر، ملي مسلم لیگ ته د یو رجسټرډ سیاسي گوند درجه ورکولو نه انکاري دی، خو مهمه خبره دا ده چې ملي مسلم لیگ پخلی کوي چې دوی یو بل رجسټرډ گوند، تحریک الله اکبر د لارې، خپل کاندیدان انتخابي میدان ته راکوز کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG