لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې له پټرولو وروسته د بجلۍ نرخونه هم لوړ کړی شول


Electricity
Electricity

پاکستان کې د پټرولو له نرخونو سیوا کېدو یوه ورځ وروسته حکومت د بجلۍ نرخونه هم خېژولي اؤ په یو یونټ کې یې 2.75 روپۍ اضافه اعلان کړې ده.

د ګل په ورځ د بجلۍ د نرخونو تړلو ادارې نیپرا د بجلۍ نرخونو کې د شوې اضافې اعلامیه خپره کړې ده اؤ ویلي یې دي چې بجلي به په ټول ملک کې یو شان ګرانه وي.

نېپرا ویلي د بجلۍ د یو یونټ‌ پسر یې د 2.75 روپو دا اضافه د روان مالي کال د دویمې سه ماهۍ یا درې میاشتیزې د ایډجسمنټ(ځایولو) په مد کې کړې ده .

د اعلامیې له مخې صارفینو نه به اضافي وصولۍ د اپریل،مئ اؤ جون د میاشتو د بجلۍ بیلونو کې کولی شي.

د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې د بجلۍ نرخونو کې ددې نوې اضافې سره به په صارفینو د 85 اربه اؤ 20ؤ کروړو روپور اضافي بوج پریوځي.

تر دې یوه ورځ وړاندې پاکستان کې د یو ليټر پټرولو په نرخ 9 روپۍ اؤ ‏‎66‎‏ اضافه شوې وه اؤ د پټرولو د یو لیټر بیعه دا وخت ‏‎289‎‏ روپو او ‏‎41‎‏ ‏پېسو ته رسېدلې ده

همدا شان پروسکال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان حکومت د کورنیو صارفینو لپاره د ګیس نرخونه کې هم 172 فیصدي لوړ کړي وؤ.

اقتصاد پوهان وایي د پاکستان د زر مبادلې ذخيرې دا مهال په چټکیتا سره مخ په ښکته روانې دي، د اپریل میاشت کې د بانډونو په مد کې 1 ارب ډالر قرض بېرته ستنول وي، د بجلۍ د څانګې ګردشي قرضې د 27 اربه روپو څخه اوښتي دي او د انرژۍ په نرخونو کې د پرله پسې اضافې له کبله ګراني سېوا کېږي.

تېره اوونۍ د پاکستان د خزانې مرکزي وزیر محمد اورنګزیب ویلي وؤ، پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف څخه لږ تر لږه د دریوؤ کالو د پور نوي پروګرام ترلاسه کولو ته اړتیا لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG