لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بهټو: په پاکستان کې د خلکو بې درکه کېدل یو افت دی


د انساني حقونو تنظیمونه وايي په زرگونو خلک بې درکه دي
د انساني حقونو تنظیمونه وايي په زرگونو خلک بې درکه دي

پاکستان کښې حکومت مخالفه پېپلز ګوند مشر بلاول بهټو زردارې د خلقو په زوره بې د درکه کېدلو پېښې د بشرې حقونو سنګېنې سرغړونې او د ولس لپاره یو افت ګرځولی دی.

بلخوا د بشري حقونو مرکزې وزېرې شیرین مزاري ویلی چې وزارت یې د خلکو په زور بې درکه کېدل قانوني جرم ګرځوولو لپاره قانونې مسودې ته حتمې شکل ورکړی دی.

پاکستان کښې د خلقو په زوره د وچتوولو پېښو په سر په ګرد هېواد کښې راپارېدلې غبرګون په ترڅ کښې د پېپلز ګوند مشر هم دا د حکومت او د ریاستې ادارو ناکامي وګرحوله.

د سنده صوبې خېرپور ښار کې کښې مېډېا سره خبرو کښې بلاول وویل د نړۍ په یو هېواد کښې هم څوک په زوره نه وچتېږي چې وروسته یې د مرگ او ژوند معلومات نه وي. هغه زیاته کړه چې د بده مرغه په پاکستان کښې دغه پېښې دا اودرېدلو نوم نه اخلي.

د پېپلز ګوند مشر دغه پېښې د پاکستانې ولس لپاره د انساني لاسونو جوړ آفت وبللو او د دې دمخنېوي لپاره یې د شرېکې تګلارې ټاکلو لپاره په نورو سیاسي گوندونو د یوځای کیدو غږ وکړو.

بلخوا د پاکستان د بشرې حقونو وزیرې شیرین مزاري وویل چې په زوره د خلکو بې درکه کول د جرم ګرځولو لپاره قانوني مسودې ته حتمې بنړه ورکړېده.

اسلام آباد کښې یوې غونډې ته وېنا کښې شیرین مزاري وویل چې د دغه مقصد لپاره حکومت پې پې سې ېا د تعزېرات د قانونو مجموعه کښې د بدلون راوړو پرېکړه کړېده.

مطبوعاتې رپورټونه وايي چې د وزېر اعظم عمران خان په مشرې کښې ترسره شوې غونډې هم د دغه مسودې جاج اخستی چې اوس د منظورې لپاره به پالېمان او کابېنې ته وړاندې کوولې شې.

پاکستان کښې بې د درکه تنانو د لټون لپاره جوړې غېردولتې ادارې مشره امنه مسعود وايي حکومت ورسره د دغه مسودې په جوړښت کښې مشاورت کړی دی.

آمنه مسعود وي او ای ډیوه ته وویل چې داسې کوولو سره به دغه پېښو کښې ککړ تنانو په ضد قانونې کارواې کېدل یقیني شي.

پاکستان کښې د وړاندې نه د خلقو په زوره د وچتولو پېښو سره تړلې کوم قانون نشته او د پارلېمان غړې او د بشرې حقونو تنظېونه د ډېر وخت راهسې د پاکستان د حکومت نه دغه قانون د جوړوولو غوښتنې کوې.

د بې درکه خلقو د لټون لپاره جوړ حکومتې کمېشن وايي چې د کال دوه زره ېوولسم راهسې دوی ٥ زره ٣ سوه ٦٩ کېسونه درج کړې دي چې پکښې ٣ زره ٦ سوه کېسونو باندې کارواې سر ته رسول شوې دي.

خو حکومتې کمېشن هم دا منې چې پاکستان کښې اوس هم ٢ زرو نه زېات بې درکه تنانو د مړ ژوندې درک نه لګې خو د پښتون ژغورنې غورځنګ او د بشرې حقونو تنظېمونه دغه شمېرې په زرګونو کښې ښاې.

د سپرېم کورټ پخوانې مشر قاضې افتخار چوهدرې په مشرۍ کښې د هاغه وخت ېو بېنچ بلوچستان امنېت کېس فېصله کښې په صوبه کښې د خلقو په زوره د وچتولو مسولیت په پوځې استخباراتې ادارو اچولی و.

پاکستان کښې ېو شمېر سېاستمداران او د بشرې حقونو تنظېمونه هم په دی اړه پوځې ادارو ته اشاره کوي خو د پاکستان پوځ په دغه پېښو کښې د ککړتېا تورونه ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG