لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د خړ نوملړ نه به وځي -څیړونکي: په تور فهرست کې د شاملیدو امکان لا هم شته


د پاکستان وزير اعظم د خزانې مشير عبدالحفيظ شيخ ويلي هڅه کوي د نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف د خړ نوملړ څخه د هېواد نوم وباسي خو څیړونکي وايي اوس هم خطر شته چې د پاکستان نوم په تور فهرست یا نوملړ کې شامل کړی شي.

نن په اسلام اباد کې د پاکستان وزير اعظم د خزانې مشير عبدالحفيظ شيخ یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي هېواد يې د اېف ای ټي اېف په ٢٧ کې په شلو سپارښتنو عمل کړې او هڅه کوي چې د نړیوالې ادارې د خړ نوملړ څخه د هېواد نوم وباسي.

خو اقتصادي څیړنکارانو بیا خبرداری ورکړی چې په تور فهرست کې د پاکستان د شاملېدو خطره اوس هم پر خپل ځای موجود دی.

د ايي اېم اېف یو پخوانی استازی ندیم الحق وایي چې پاکستان ښایي د اېف ای ټي اېف نور شرطونه پوره کړي وي، خو تر اوسه یې د ٫٫ ښکار ترهګرو٬٬ پر ضد کومه حقیقي مبارزه نه ده کړې.

نوموړی وایي: "پاکستان د هغو ترهگرو په نیولو کې پاتې راغلی د کومو د نیولو چې نړۍ غوښتنه کوي. نور شرطونه تر یو حده پرځای شوي خو اصلي ستونزه همدا ښکاري."

د ترهګرۍ د مخنیوي او په غیر قانوني توګه د پېسو لیږلو رالیږلو یا مني لانډرنګ د څار ادارې اېف ای ټي اېف مهمه غونډه سبا د اتوار یا یکشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۳مه) د فرانس په سر ښار پېرس کې شورو کیږي.

په دغه غونډه کې به د ګل او نهې په ورځ د پاکستان لخوا پورته کړل شوي ګامونو جاج اخستل کیږي او دا فیصله به کیږي چې ایا د پاکستان نامه په تور فهرست کې واچول شي او که نه په خړ نوملړ کې پاتي شي.

په امریکا کې د ووډرو وېلسن څېړنیز مرکز د سویلي اسیا پروگرام نایب مشر مایکل کوگلمن وایي: " اسلام اباد باید په دې پوه شي چې په بنکاک کې که هرڅه ویل شوي، خو تر اوسه لا خطره له منځه نه ده تللې."

بل لور ته په امریکا کې د کارنیگي اېنډاومېنټ د سویلي اسیا یو څیړونکی جېمز شوېملېن هم په دې باور دی چې پاکستان ډېر کم گامونه اوچت کړي دي.

شوېملېن وي او اې ته وویلي: "تر اوسه داسې معلومیږي چې چارواکو د اېف ای ټي اېف د شرطونو پرځای کولو دپاره، لږ گامونه اخیستي دي، لکه د بېنکي اکاونټونو تړل او د اثاثو ضبطول، خو پاکستان لا هم د شرطونو پوره پرځای کولو نه ډېر لرې دی."

اسلام اباد کې د اقتصادي چارو خبريال او څيړنکار شهباز رانا هم وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي پاکستان چې په تير يو کال کې د ترهګرو د مالي مرستو او مني لانډرنګ د مخنیوي دپاره کوم ګامونه پورته کړي، د هغوی پر اساس ويلې شي چې تور فهرست ته به لاړ نشي خو زیاتوي چې دا خطر په موقتي توګه شاته تللې دې او نه ګڼي چې د پاکستان نوم به د خړ نوملړ نه وښکل شي او ښکاري داسې چې نوم به یې د لا نورو ٦- ٨ مياشتو پورې په خړ فهرست کې پاتې شي.

د خالي یا شنبې په ورځ په سرښار اسلام اباد کې یو خبري کانفرنس ته د وينا پرمهال د پاکستان د خزانې مشیر حفيظ شيخ زیاته کړې د اېف ای ټي اېف د سپارښتنو په اړه د هېواد ګردې ادارې یو ځاې دي او د مني لانډرنګ یا په غیر قانوني توګه د پېسو لیږلو رالیږلو مخه نیول د هېواد په خپله گټه دي.

خو نوموړي دا هم منلي چې د دغې تر څنګ ځنې نور ګامونه اخستل هم د پاکستان په ګټه دي او که چرې دغه واخستل شول نو په نړې کې د پاکستان يو ښه او غوره انځور په ډاګه شي.

عبدالحفیظ شیخ زیاته کړې چې يو وخت پاکستان د اېف ای ټي اېف په ٢٧ غوښتنو کې یواځې په پېنځه عملي کړې وې خو اوس د شلو نه په زياتو سپارښتنو عمل درامد شوې او پاکستان د خړ فهرست نه د زر تر زره د وتل هڅې کوي.

څيړونکي وايي که پاکستان په تور فهرست کې واچول شو نو د وړاندې څخه غير مستحکم اقتصاد به ې د سخت زيان سره مخ شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG